پر  نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمېر کې زياتوالی 

0

Southern Uruzgan province. Photo: @Ali Ahmad

الهام الدين افغان  

په افغانستان کې روغتيايي مسولين وايي ، په دغه هيواد کې پر نشه یي توکو د رودو يا معتادينو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.  روغتيايي مسولين  ، ددې شميرد زياتوالي لاملونه نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی ، بې روزګاري او د کورنيو نه پاملرنه په ګوته کوي .

په تېر جمهوريت او د طالبانو د بیا واکمن کېدو په لومړيو وختونو کې  معتادينو  ته پاملرنه وه  دلويو ښارونو له بېلابېلو سيمو نه به يې را ټولول او روغتيايي مرکزونو ته به يې د ددرملنې لپاره لېږدول که څه هم روغتيايي مرکزونو ته د روږدو ليږدول ديوښه اقدام په توګه ستايل کېږي خو تر ډېره نظر دادی چې علت يې له منځه نه وي تللی معلول له منځه نه ځي . 

په کابل کې د يو روغتيايي مرکز يو مسول چې نه يې غوښتل په خپل اصلي نوم یې يادونه وشي د احمد الله په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل  : “د روږدو کسانو نیول یو ښه اقدام دی، خو که نشه يي توکي په بنسټيزه توګه ورک نشي هيڅ ګټه نلري . روږدي کسان چې له درملنې ووځي بیا ورځي او په ډېره اسانۍ نشه يي توکي تر لاسه کوي  دنشه يي توکو پلورونکي باید له منځه يوړل شي  .” 

هغه معلومات مو چې له يو شمېر روږدو کسانو واخيستل چې څنګه په اسانۍ مخدره موادو ته لاس رسی پېدا کوي ځينو وويل  “يو شمېر  سپین ږیري او ځوانان په ډېر مهارت سره نشه توکي  وېشي. په ځينو سیمو کې بيا  له ماشومانو ګټه اخيستل کېږي او روږدو کسانو ته نشه يي توکي رسيږي .”

سره  لدې چې طالب چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې دوی  په کابل او نورو لویو ښارونو کې د مخدره توکو د خرڅلاو او وېش دشبکو پر وړاندې ګامونه پورته کړي  او ويلي يې دي چې  تر پنځو زرو ډېر کسان  یې د نشه يي توکو د خرڅلاو، وېش او قاچاقو په تور نیولي دي.

 دغه راز د طالبانو په حکومت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت ر سنيو ته ويلي چې ، روغتونونو  ته له ور وړل شویو روږدو کسانو یي د دغو شبکو د کشف، پېژندنې او نیولو په اړه  معلومات تر لاسه کړي دي او بيا يې ددغو معلوماتو په رڼا کې د نشه يي توکو د کاروباريانو پر وړاندې  اقدامات کړي دي .

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د مخنیوي او د جرمونو ادارې یا «یو این او ډي سي» په خپل یوه رپوټ کې  چې دتېر کال  د نومبر میاشتې   په لومړيو کې خپور شوی و ویلي  وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې دطالبانو له واکمنېدو وروسته  ۳۲سلنه زیاتې شوي دي. 

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر تېر کال د يو  فرمان په خپرولو سره  په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ 

دطالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د خپل مشر فرمان ته په اشاره سره وويل : چې د  فرمان تر  خپرېدو وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک له دې وروسته په خپلو زمکو کوکنار نه شي کرلی   په خبر پاڼه  کې يادونه شوې وه چې همدارنګه په ټول هیواد کي د نشه يي توکو د ټولو ډولونو ، شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کونکو توکو توليد  کارول لېږدول ، پیر او پلور، سوداګري ، په مطلق  ډول بند دي او عاملينو ته يې د سزا يادونه شوې ده . خو د نشه توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې  ( یو این او ډي سي) راپور ښيي چې تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي له امله د نړۍ په کچه د هیروینو تولید ۷ سلنه زیات شوی دی.

د کوکنارو کښت چې د عايد يوه ستره سرچينه ده او په دې کاروبار باندې د زورواکو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو واک او انحصار په پام کې نيولو سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې د طالبانو بنديز به څومره اغېزمن وي؟

د طالبانو د مشر له فرمان سره سره بیا هم په ځينو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي ، د افغانستان سهيلي ولایت هلمند هغه سیمه ده چې کوکنار په  کې زيات کرل کېږي ، په تېر پسرلي کې چې د کوکنارو فصل په کې حاصلاتو ته نزدې شوی وو . د طالبانو ځواکونه د خپل مشر د فرمان د پلي کولو لپاره د ياد ولایت په  ځینو برخو کې په پسرلي کې د کرل شويو  کوکنارو د کروندو  په ويجاړولو پسې وتلي وو ، چې لا حاصل ته نه وو رسيدلي ، په ويجاړولويې  پېل وکړ ،  په دې مهال د طالبانو د مشر پر فرمان څو میاشتې تېرې شوې وې 

د رسنيو د راپورونو له مخې داسې جوتېده چې د کوکنارو د مخنيوي فرمان پر عامو خلکو او کروندګرو اغېز نه دی کړی .

د رسنيو د معلوماتو پر اساس ، د طالبانو د مشر ملا هیبت الله تر فرمان وروسته د کوکنارو پر کښت تربنديز وروسته د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د یوې کیلو تاریاکو بیه له ۷۰ ډالرو څخه ۲۱۰ ډالرو ته پورته شوه.

دننګرهارد شینوارو  د يو کروند شاولي په وينا کله چې د کوکنارو پر کروندو د بندیز حکم شوی نو هم مهاله ور سره د اپينو په بیو کې هم لوړ والی راغلی دی .

هلمند، چې د افغانستان په کچه د تریاکو لوی تولیدونکی ولایت بلل کېږي، کروندګر یې وایي د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړه ښایي د پلي کېدو وړ نه وي.

ددغه ولایت يو کروندګر زرين خان  وایي ((۹۵ سلنه دهقانان  خپلې زمکې نه لري، له قاچاق وړونکو او یا هم شتمنو څخه یې زمکه او د پیسو پور په دې شرط اخيستی وي  ، چي پر زمکو به  کوکنار کري  ، موږ بله  چاره نلرو چې کوکنار ونه کرو.))

طالبان چې اوس مهال  د افغانستان  پرنژدې  ټولو برخو واکمن دي  له نړيوالو سره د تعامل لپاره اړ دي چې د هغوی ځينې غوښتنې پلې کړي ، ځکه یې د کوکنارو پر کروندو  بندیز ولګاوه.

امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکیو پر کربنديز  ” مثبت ګام یاد کړ، خو ټینګار یې کړی  چې عملي کول يې  مهمه چاره ده.

یو شمېر کار پوهان  وایي طالبان  چې له  امریکا سره د دوحې د تړون په شرطونو کې پاتي راغلي ځکه نو هڅه کوي داسې څه وکړي چې د امریکا او نړۍ باور پرې  ترلاسه کړي.  

په افغانستان کې څو پرلپسې  کلونو وچکالۍ ، طبیعي افتونو، اقلیمي بدلونونو او خراب اقتصادي حالت  افغانان او په ځانګړي ډول افغان کروندګر  ډېر زيانمن کړي  هغوی په دې باور دي، چې د کوکنارو کښت او ترې  ترلاسه شوی عاید به يې  په خراب اقتصادي حالت کې بدلون راولي  . دننګرهار د شينوارو سيمې يو کروندګر مالي خان وايي (( د کوکنارو د کښت عايد  ته د هيڅ فصل عايد نه رسيږي ، ځکه د نورو فصلونو څو چنده عايد کوي ، نو له همدې امله يې دهقانان کر ته زيات زړه ښه کوي ))  تر ډېره معلومات دادي چې له  کوکنارو نه دزيات تر لاسه کېدونکی  عايد د هيروينو او مخدره توکو د قاچاق کوونکو جيبونو ته ځي هغوی چې کلونه کلونه يې د طالبانو مالي ملاتړ کړی ، نو دې حالاتو ته په کتو به څومره شوني وي چې دنشه يي توکو دمخنيو په اړه  دطالبانو د مشر فرمان  ځای ونيسي دډېرو په اند ترڅو چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخه ونه نيول شي ، تر هغې دمخدره توکو په معتادينو کې هم کموالی نه راځي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *