طالبان د خوست او کونړ کډوال نورو سيمو ته لېږدوي

0

@ADN

الهام الدين افغان 

واکمنو طالبانو منلې چې په سرحدي سيمو کې پراته کډوال به دافغانستان نورو سيمو ته ولېږدوي طالب وياند زبيح الله مجاهد ويلي چې د پولې د پورې غاړې دا کډوال به داسې سيمو ته ولېږدوي چې سرحدي سيمو ته يې لاس رسی اسان نه وي . طالبان داسې مهال دداسې يو اقدام خبر ورکوي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ،له افغان طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي له سرحدي سيمو نه دافغانستان نورو سيمو ته ولېږدي . رانا ثنا الله ددې غوښتنې موخه د ټي ټي پي او نورو  ورانکارو ډلو دفعاليتونو مخنيوی په ګوته کړی دی  .

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ډلې يا (تحريک طالبان پاکستان ) موجوديت ،  دپاکستان او د سېمې د نورو  هيوادونو اندېښنې را ولاړې کړي دي . ټي ټي پي هغه ډله ده چې له څو کلونو را پديخوا يې پاکستان په افغانستان کې پر موجوديت انديښنې ښودلې دي او په دې اړه يې دافغانستان پخوانی جمهوري دولت  او اوسني واکمن طالبان  تورن کړي دي چې دې  ډلې ته يې په افغانستان کې ځای ور کړی دی.

دپاکستاني طالبانو تحريک په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو کله چې يو شمېر وسله والو ډلو وپتييله  چې له پاکستان سره به په ګډه د جګړې ترڅنګ د افغان طالبانو ملاتړ کوي چې  هغه مهال دناتو امريکا او افغان حکومت پر وړاندې جنګېدل.   دوی دواړه ډلې افغان طالبان او ټي ټي پي  يو ډول ايډيالوژي لري ، کله چې افغان طالبان واک ته ورسيدل ، په ښکاره يې ټي ټي پي ته ځای ور کړ او ددوی هغه جنګيالي يې خوشي کړل چې د پخواني حکومت په زندانونو کې بنديان وو . 

په افغانستان کې چې وسله والو ډلو ورانکاري فعاليتونه پېل کړي نو لومړی دوی د کډوالو په بڼه سرحدي سيمو ته راغلي او بيا يې خپل فعاليتونه پېل کړي دي ، د افغانستان په ختيز کې دداعش وسله واله ډله هم لومړی د کډوالۍ په بڼه را څرګنده او وروسته يې په ننګرهار کې اچين، نازيان او کوټ ولسوالۍ ونيوې او غوښتل يې دا ولايت ونيسي او بيا د خپل ولايت(خراسان) سيمه چې افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ايران پکې را ځي پراخه کړي.  ټي ټي پي هم د افغانستان په سرحدي سيمو کې اوسيږي او د پاکستانيو چارواکو د اداعا پر اساس په پاکستان ورانکارې کړنې تر سره کوي .

خو د طالب چارواکو څرګندونې هم زياتره وختونه ضد ونقيض وي ، دطالبانو دبهرنيو چارو سرپرست  امير خان متقي پاکستان ته دخپل سفر پرمهال له رسنيو سره په خبرو کې ټي ټي پي د پاکستان خپله ستونزه بللې وه او ويلي وو چې طالبانو په دې برخه کې خپل مسوليت ادا کړی دی، پاکستاني چارواکي او د هغه هيواد د طالبانو د تحريک غړي يې مامخ کينولي دي .

په ۲۰۲۲ م کال کې څو ځلې د طالبانو د حکومت په منځګړيتوب د ټي ټي پي او دپاکستاني د استخباراتي چارواکو تر منځ په کابل کې ناستې وشوې .  

په افغانستان کې د پاکستان طالبانو موجوديت هم په خپله دافغانانو تر منځ هم بحثونه ګرم ساتلي دي ، د تېر جمهوريت پرمهال بحث دا وو چې ګوندې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړو ته افغان حکومت ددې لپاره ځای ورکړی و چې هغه مهال د افغان حکومت وسله وال مخالفين هم د پولې له پورې غاړې رااوښتل او په افغانستان کې يې ورانکاري فعاليتونه سرته رسول ، خو اوس چې په افغانستان کې د پاکستان په خوښه طالبان واکمن شوي نو ايا پاکستان پر طالبانو اغېز نلري چې مخالفين يې له ورانارو کړنو نه منعه کړي ؟

ځينې دنظر خاوندان ټي ټي پي د پاکستان نفوزي خلک بولي چې په وينا يې په سر حدي سيمو کې دېره کړي او ددوی په وجود کې  خپل اهداف پلي کوي . محمد عظيم چې له سرحدي سيمې تړاو لري وايي (( باور نه شم کولی چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي دې ، د پاکستاني حکومت په مخالفت کې را ولاړ شوي وي ، دا دهغوی خپله پروژه ده او په افغانستان کې يې د خپلو اهدافو لپاره مېشته کړي دي .))

ځينې نور بيا پر دې اند دي چې په پاکستان  کې مذهبي کړۍ د  دټي ټي پي او نورو ورانکارو ډلو تر شا دي او ظاهرا د اسلامي نظام د قايمېدو شعار بدرګه کوي ، او سل سلنه پرې پاکستانی حکومت اغېز نلري .

سيدال خان چې ددواړو هيوادونو پېښې له نزدې څاري پر همدې   باور دی(( په پاکستان کې چې څومره مدرسې جوړې شوي دي ددوی اجنډا سياسي او امنيتي ده خو دا هر څه د مذهب په جامه کې پلوي ، پاکستان کې د مدرسو مشران د اجورتي قاتلانو رول ادا کوي ، تر څو چې دا مدرسې وي  دا مشکلات به ور سره وي .))

خو ځينې نور بيا پر دې باور دي چې د پاکستان پوځ چې کومه  اجنډا پرمخ بيايي نو د مدرسو په زريعه يې پلې کوي.  دا چې طالبان په سرحدي ولايتونو  کې مېشت کډوال نورو سيمو ته لېږدوي ، دا هغود سيمو اوسيدونکو لپاره هم اندېښنه ده ،وړاندې چې په ننګرهار کې پاکستاني طالبانو دتحريک غړي مېشت شوي وو نو په هغو سيمو کې يې ناامنۍ پېښې کړې وی ، زياتره اختطافونه ، وژنې او نور جنايي جرمونه همدغې ډلې کول ، څو کاله وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ  کې له ځايي خلکو سره ددوی وسله واله شخړه راغله چې په پايله کې يې د پاکستان طالبانو د تحريک غړو او ځايي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته ، اوس چې کومو سيمو ته دا کډوال لېږدول کېږي د ورته پېښو ډېر احتمالات لېدل کېږي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *