پر قومي شخړو د طالبانو اغېز 

0

الهام الدين افغان 

افغانستان یوه دوديزه او قبيلوي  ټولنه ده چې زیاتره قومي شخړې حقوقي او جزايي مسایل  په کې د عدلي او قضايي ارګانونوپر ځای  په عرفي توګه دقومي او ولسي  مشرانو په زریعه هواریږي. 

د شخړو د هواري دا شېوه، که څه هم  ډېره په عدالت نه وي ولاړه  خو نسبتا منصفانه وي ،خو څو ګټې لري ، یو دا چې په دې ډول حل لاره کې چې جرګه یې بولي ، مسایل په بيړه حلیږي ،بل دا چې  دقضيې  ددواړو لورو ترمنځ په راتلونکي کې زړه بدوالی له منځه ځي او راتلونکی ژوند یې له شخړو پاک او سوله ييز وي . یوقومي  مشر عالم خان وايي [ په افغاني ټولنه کې خلک پر قومي مشرانو باور لري او ددوی ډیرې پریکړې بېخي پرېکنده اود کاڼي کرښه وي او د شخړه کوونکي لوري پرې خوښ وي. 
دهغه په باور د دولتي چوکاټ اوږده پروسه هغه څه دي  چې دمسایلو په باب پرېکړې یې پر وخت نه کېږي  او شخړې   کلونه کلونه وخت نیسي او نه هواریږي هغه زیاتوي  «په سيمه کې یې د ځمکې پر سریوې لانجې دیارلس کاله دوام وکړ مرګ ژوبله هم په کې وشوه حکومت ونه توانيده چې حل لاره ورته پیدا کړي مګر قومي مشرانو ته چې په کې کله واک ورکړل شو په یوه  میاشت کې  په کې پرېکړه وشوه  چې دواړه لوري  پرې خوښ وو او اوس په ډېره خوشحالۍ سره ژوند کوی .»

د جرګې  دود له سلګونو  کلونو راپدیخوا په افغاني ټولنه کې موجود او خورا زیاته مخينه لري ،چې د کلي د مشر او ملک رول په کې بې ساری وي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې وسله وال طالبان ددویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ور سیدل ،نو د قومي جرګومرکو دود یې بدل کړ ، د کلي او ولس د مشرانو پر ځای یې  ډېرواک دهماغه سیمې ملایانو ته ور کړ . د کلي او ولس  مشران وايي چې دوی په مسایلو کې دخيل دي خو د پخوا په څېر يې واک او صلاحیت نشته ، دوی په هره  موضوع کې د ملایانو رایو ته ګوري څه ډول چې هغوی په مسایلو کې نظریات وړاندې کوي هماغه کټ مټ منل کېږي او ددوی رایو ته ډېر ارزښته نه ورکول کېږی . 

یو بل قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د لیکنې لیکوال ته وويل : (( په هغه څه چې قومي سپین ږيری او ولسي مشران ، پوهيږي چې هغه ، نرخونه، څلي او قومي پرېکړې دي ملایان پرې نه پوهیږي ، دا سمه ده چې دوی به په شرعیت پوهېږي اما جرګه بېل شی دی  ، د دوو تنو ترمنځ رضایت دی چې قومي مشران یې ددوو لوريو ترمنځ ښه کولی شي او په دې برخه کې پوهه لري ))

یو بل قومي مشر وويل : دا چې اوس نظام د طالبانو په لاس کې دی نو په هره برخه کې ددوی خبره منل کېږي که یې څوک نه مني نو په زور یې پرې مني . د وسله والو طالبانو تر بیاواکمن کېدو وروسته چې زیاتره مسایل عدلي او قضايي ادارو ته ور ځي نو یې جرګو ته محول کوي ، دوی ځينې لوی کمیسیونونه هم جوړ کړی چې په لویو قومی مسایلو کې برېکړې کوي. 

څه موده وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو چارسنبالي وزير سراج الدین حقاني دهغه په لارښوونه دولسي شخړو د هواري په موخه  دجوړ شوي کمیسیون په تړاود جنوب ختیزو ولایتونو له قومي مشرانو سره کتلي وو ، خلیفه حقاني ټینګار کړی وو چې دا کمیسون دې د شخړو په هواري کې له جدیت نه کار واخلي . 
دکمیسیون غړو چې په پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د قومي شخړو د هواري لپاره کار کوي 
وزيرحقاني  ته ډاډ ورکړی و چې دده له لارښوونې سره سم خپلې چارې مخې ته بیايي ، له دا ډول کمیسیونونو د جوړېدو موخه تر ډېره داسې معلومیږي چې طالبان غواړي ، سیاسي او نظامي مسایلو په ټولو کې ولسي مسایلو واک هم په خپل لاس کې واخلي ، او پر ډېرو شخصي مسایلو او قومي شخړو کې هم خپل تسلط وساتي او قومي لانجې ددوی په خوښه هوارې شي .

دافغانستان په بېلابېلو سیمو کې قومي شخړې لانجې او مسایل زیات پېښېږي خو دنورو سیمو پرتله بیا په د افغانستان په سهيلي، ختيزو او سهيل ختيزو سیمو کې قومي لانجې او شخړې زیاتې پېښيږي  او تر ډېره یې لاملونه هم ، بې کاري ، فقر او بېسوادي په ګوته کېږي . که څه هم  وړاندې به هم پر قومي مشرانو دا نيوکې کېدې چې د جرګو پر مهال ، له متخاصمو لوريو نه د جرګې، دفيس ، مچلغې او خلاد  په نومونو  پېسې او امتیازات اخلي ، خو اوس چې په کې ملایان را شريک شوي ، د خلکو نيوکې لا  زیاتې شوي او په وینا یې  قومي مشرانو یو څه اسانتیاوې کولې خو صحنې ته  داخل شوي طالبان په دې برخه کې د هیچا لحاظ  نکوي او څه یې چې خوښي وي په زور یې پر خلکو مني . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *