افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادي؛ د محدودیتونو تر سیوري لاندې
An Afghan journalist. Photo: @Afghanistan Journalists Safety Committee
د بیان او رسنیو ازادي یوازې د خبریالانو حق نه دی؛ دا د هر وګړي د معلوماتو د ترلاسه کولو او خپل نظر د څرګندولو له حق سره تړاو لري.
داود جبارخیل
د دوحې له تړون او په افغانستان کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته، د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو فعالیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو د فعالیت لپاره داسې شرایط رامنځته شوي چې د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو پر کاري چاپېریال یې مستقیم اغېز کړی دی.
د طالبانو حکومت د رسنیو د فعالیت د څارنې او کنټرول لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي. د دغو محدودیتونو په پایله کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي، ځینې دفترونه تړل شوي او ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو سره مخ شوي دي.
رسنۍ په هره ټولنه کې د خلکو غږ او د واقعیتونو هنداره ده. کله چې خپلواکو رسنیو ته د آزاد او خوندي فعالیت زمینه برابره نه وي، نه یوازې د خبریالانو مسلکي کار زیانمنېږي، بلکې د خلکو د معلوماتو حق هم اغېزمنېږي.
د رسنیو محدودول یوازې د یوه دفتر تړل یا د یوه خبریال د فعالیت مخنیوی نه دی؛ بلکې د دې معنا لري چې میلیونونه خلک ممکن د خپلو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو په اړه له کره او بشپړو معلوماتو څخه بې برخې شي.
په تېرو کلونو کې یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو فعالانو ویلي چې د فشارونو، ګواښونو او د خوندي کاري چاپېریال د نشتوالي له امله اړ شوي خپلې دندې پرېږدي، د اوسېدو ځای بدل کړي او یا له افغانستان څخه ووځي.
د مسلکي خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو وتل د افغانستان پر رسنیز ظرفیت هم اغېز کوي. د تجربه لرونکو خبریالانو له کمېدو سره د تحقیقي، تحلیلي او مسلکي ژورنالیزم لپاره امکانات محدودېږي او د رسنیو د څارنې وړتیا کمزورې کېږي.
خپلواکه رسنۍ د حکومتونو او واکمنو د کړنو د څارنې مهمه وسیله ده. کله چې دا څار کمزوری شي، د احتمالي سرغړونو، اداري ستونزو او د خلکو د حقونو د نقض موارد هم له جدي پوښتنې او عامه بحث څخه پاتې کېدای شي.
اوس مهال په افغانستان کې یو شمېر فعالې رسنۍ اړ دي چې د موجودو محدودیتونو او د واکمنو د ټاکلو شویو اصولو په چوکاټ کې فعالیت وکړي. خبریالان په ځینو مواردو کې نه شي کولای د ټولو موضوعاتو په اړه په آزاده توګه راپورونه چمتو کړي، او ځینې حساس مسایل د سانسور، فشار او یا د احتمالي پایلو له وېرې په محدود ډول منعکسېږي.
د دې وضعیت په دوام سره د افغانستان رسنیز چاپېریال له دې خطر سره مخ دی چې د خلکو د غږ د بشپړ انعکاس پر ځای یوازې د واقعیتونو یوه محدوده برخه وړاندې کړي. دا وضعیت په ځانګړې توګه هغه مهال جدي کېږي چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو، ښځو، قومي او ټولنیزو ډلو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د معلوماتو لاسرسی محدود شي.
د بیان او رسنیو ازادي یوازې د خبریالانو حق نه دی؛ دا د هر وګړي د معلوماتو د ترلاسه کولو او خپل نظر د څرګندولو له حق سره تړاو لري. هېڅ ټولنه له آزادو معلوماتو، خپلواکو خبریالانو او مسوولو رسنیو پرته نه شي کولای د پوهاوي، عدالت او حساب ورکونې پر لور په اغېزمن ډول حرکت وکړي.
د رسنیو د دفترونو تړل او د خبریالانو محدودول د افغانستان د ستونزو حل نه شي کېدای. افغان ټولنه تر بل هر وخت ډېرو آزادو، خپلواکو او مسوولو رسنیو ته اړتیا لري؛ داسې رسنیو ته چې له وېرې پرته د خلکو غږ پورته کړي، واقعیتونه په مسلکي ډول بیان کړي او د خلکو د معلوماتو حق خوندي کړي.
د رسنیو د غږ خاموشول د یوه ملت د غږ کمزوري کول دي؛ خو حقیقت، که هر څومره د یوې مودې لپاره محدود هم شي، بالاخره د خلکو تر غوږونو د رسېدو لپاره خپله لار پیدا کوي.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
