نړیوال عرف ،او داوبو نړيوال تړونونه

0

محمد امين  ظريف

اصلا تړون یوه حقوقي اړیکه ده .چې د دواړو لوریو حقوق او وجایب په ځاي کوي کله چې تړون دوه اړخیزه وي نو حقوق او وجایب هم متقابل یا دو اړخیز حقوق وړاندي کوي . او دااغیزه ډیره پراخ او ژوره وي نړیوالو حقوق کله نا کله په نړیوالو بشري حقوق هم یادیږي ولي موږ دطبیعت یوه برخه یو او طبیعت هم ددي قانون او حقوقو  یو ځانګړې برخه جوړوي ، نو اړینه بولم چې په پیل کې دنړیوالو حقوقو او دهغوي روح او مزاج وپیژنو او په همدې موضوع خبری وکړو  تر څو له یوه اړخه اشتباه له منځه لری شي او هغه اصلي اصطلاح په ټول بحث کې استعمال شي چې لیکنه ته واضحت ورکړي .دنړیوالو حقوقو اصطلاح اصلأ دقواعدو داسي کلمې څخه اخستل شویده او د نړیوالو حقوقو مانا ترینه راوزي ،په دې عقیده چې نړیوال ټولنه دنړۍ له مختلفو هیوادونو څخه جوړه شوي ټولنه ده او د انسانانو دولتونه یو له بل سره دوستانه او غیر دوستانه    اړیکې او مناسبات لری . په نننی عصر کې دحقوقو په څانګه کې ژوره څيړنه سړی دیته رسوي چې نن ورځ نړیوال حقوق یوازې د دولتونو اړیکې نه بلکه د دولتونو او نړیوالو سازمانونو تر مینځ اړیکې او له دولتو سره دانسانانو تر مینځ اړیکې هم اداره کوي . نو مالومه  شوه چې یوازي یوازی دولتونه نه دي چې د نړیوالو حقوقو اصلي موضوع دې وي ځکه دولتونه دد انسانانو دلاس زیږنده وي نو باید حقوقو اصطلاح یوازي دولتونو پوري ونه تړل شي بلکه دا نسانانو پوري ټولي شخړي ددي حقوقو یو لویه برخه ده لکه دکار ،تجارت ،مهاجرت ، دطبیعت اړوند مسایل د سمندري اوبو ترانسپورت د داوبو دمسیر نړیوال حقوق ددلتونو تر مینځ د ګنو معاهداتو رامینځ ته کیده د همدي قوانینو دتنازع بحث مطرح اړخ دي . نړیوال حقوق دهغه پرنسیپونو او قواعدو ټولګه ده .چې د خپلواکو هیوادونو تر مینځ چې واکمن او حاکیمت لری اړیکې اداره کوي .په همدي توګه دنړیوالو نړۍ ټول شموله سازمانونو تر مینځ او وګړو تر مینځ اړیکې هم اداره کوي 

‎په دي ورستو کې په ګران هيواد کي  روان سياسي بهير يو پياوړي ملي اجماع ته اړتيا لری.  ملي مې ځکه وويل چې سياسي او تنظمي  او نورونه پاکه او ملي وي تر څو د ملي شتمنيو او ګران هيواد له سرحداوتو له لپاره قاطع تصميم ونیسي  

‎#اول دنړیوال تړونونو داعتبار او نه اعتبار دلایل ، نړیوال تړونونه چې له حقوقی پلوه برخمن وي اول شرط یی دادی چې دا تړون به دخپلواک هیوادونو له لوری لاسلیک شوی وی په بله معنا دا هیوادونه به د نړیوالو د اعتماد بشپړ صفات ولری دوهم شرط دا دی چې دتړون کوونکو هیوادونو تر منځ توافق او رضایت په دي ټړون کې موجود وي .نوپه دې توګه په لاندی حالاتو کې نړیوال تړونونه اعتبار لری او له دی پرته بیا داعتبار او ډاډوړ نه دي داوبو ويش خپل نړيوال قوانين لري چې هيڅ هيواد له هغه څخه سرغړونه نشي کولی نړيوال داوبو قوانين وايي که اوبه سل په سلو کي ګټې او زيان ستاسي خاوري ته وي او وکولي شي ټولي رواني اوبه په خپله خاورکې جذب کړي نو 

‎ټولي اوبه ستاسي دي او ورڅخه هرڅنګه چي وغواړي ګټه اخستلي شي  . 

‎#دوهم ، دنړیوالو حقوقو د تاریخي پراختیا په بهیر کې داوبو نړيوال معاصرو حقوقو په اساس د اوبو قانون وايي که چيرې اوبه دومره زياتي وي چي ټولي ستاسي خاور کي نه مهار  يږي نو معلومه ده چي زيان او جريان یي ګاونډي هيواد ته وي .نو بياد نړیوالو حقوقو له  مخې به يو برخه اوبه چې يو په څلورمه برخه کيږي د ګاونډي هيواد حق دي چي دا معضله د ګاونډي  هيواد سره په تيرو کالونو کي راغلي وه دهغه وخت د چارواکو  په مدبرانه مديريت سره حل او ګاونډي هيواد دا ومنله چي د اوبو زياته برخه د افغانستان حق دي 

‎#دريم، د اوبو د نړیوالو قراردادونو او د اوبو نړيوال قانون وايي که يو هيواد د خپل نړيوال حق څخه زياتي اوبه غواړي نو دکانال او سيند اوبه به ديو ټاکلي کنترول او مهال ويش څخه ورسته د نړیوال تړونونو او قراردادپه شکل اوبه د يو نړيوال قيمت په ارزښت به په ګاونډي هيواد پلورل کبږي .چي دا د اوبو د قيمت تړون به دتصویب له مرحله ورسته د نړیوال سازمان په مقر کې ثبت کیږي زموږ داوبو داقرارداد هغه وخت کي زموږ د ګاونډي هيواد سره تر سره  شوي وه چې ورسته بيا  څنګه هغه برخه د قرداد پلي نه شو ه کره مالومات نلرم ولی د نړیوالی ټولني په میثاق کې یاد شوي او په ملل متحد کې د اصل قرارداد سره ضمیمه شوﺉ وه .چې هغه وخت ې ګاونډي هیواد د قرارداد او د اوبه د نړیوال د وخت دنرخ سره پوره موافق  وه پکاره ده چې د ملل متحده ارشیف او دهغه وخت مکمل اسناد باید د یو با صلاحیت هییت له نظر لاندی و څیړل شي چې په دې اساس ګاوندي هيواد دنړیوال تړونونو د نړیوالو معاصرو حقوقو  دقرارداد په اساس زموږ داوبو د قيمت پوروړي دي 

‎#څلورم ،دنړیوالو حقوقو د منابعی فرعی او اصلی منابعو ته په کتو که چيري اوبه له يوداسي سرحد څخه سر چينه اخلي چه هغه مشترکه وي نو اوبه  ستاسي د هيواد او يا په ګاونډي هيواد که روان  وي او له یو څه جريان ورسته بيرته ستاسي هيواد ته راګرځي نو اوبه مشترکي او يا شريکي کڼل کيږي نو هر قسمه اختيار او استعمال او مهار کولي يي د ګاونډي هيواد سره له دنړیوالو تړونه  دحقوقو نه ورسته تر سره کولي شي 

‎کله چې دنړیوالو حقوقو اصلي سر چینې یانې نړیوال تړونونه شتون ولري بیانو فرعی منابعو ته اړتیا نشته زموږ د ګاونډي هيواد جنوب او شرقي خواته د اغزنه تار غزولو ته بیا کومه توجه ورکوي ځکه فرعي  منابع دنړیوالو حقوقو لپاره کومي مستقلې سر چینې نه دي  نو که په سر حدونو د اغزن تار غزول د کونړ د سیند اوبو ته حیله جوړولو وي دنړیوال حقوقو فرعی سر چیني په شکل یو بی معنا عمل او کار دي هر دولت دا دند لری چي په هر اړخیزه توګه خپل نړیوال وجایب په ښه نیت سرته ورسوي او د نړیوال منشور د نړیوالو معاهداتو پوره حقوق ومنل شي او متقابلو ګټو لزوم او حتمي توب د ضمانت لپاره بسنه وکړي په بل صورت کې بیا داهيڅ نړیوالی مرجعي ته دمنلووړ  نه ده . 

‎#پنځم ،نړیوال تړونونه د نړیوالو معاصرو حقوقو له عمد سر چینو څخه شمیرل کیږي نړیوال عمومی حقوق وایي که چيري اوبه د دواړو هيوادونو په ګډه خاور کي جريان ولري يعني د اوبو زيان دواړو خواته وي نو دا اوبه بي له کومه شرط شريکي اوبه دي ولي چي په شريکه خاور کي جريان لري نو هر قسمه مهار کول استعمال بندر جوړلو د اوبو څخه نفت ،سره زر ،تيل، راويستل به د هيوادو نو تر مينځ له تړو ن ورسته تر سره کيږي ځکه تړونونه دایمي حقوق وضع کوي اوپه ټولو هیوادونو یې منل اړین دي او له اهمیت له پلو په لومړي مقام کې ځاي لري لکه د اموسيند چي زموږ او ستاسي او د پخواني ورسيه سره دي .

‎#شپږم ،نړیوال تړونونه د نړیوال عرف د روش په توګه ښکاروي که چيري اوبه په ګډه خاور کي رواني وي ولي زيان يي ګاونډي هيواد ته زيات وي او طبعي جغرافيه دا حکم وکړي چي داوبو جريان او زيان يي ګاونډي هيواد ته دي نو داوبو زیاته برخه   به د ګاونډي هيوادپوري تړاو ولري او هغه  به ور څخه برخمن وي  . 

‎#اووم ، د نړیوالو تعریفاتو  او ویشنو چې د نړیوالو حقوقو سر چینه اخلې  که داوبو جريان د ټاکل شوي ميلو څخه کم وي چي په نړيوال داوبو قانون کي وضع شوي وي دا په دي معنا چي په لنډه فاصله اوبه ستاسي هيواد که خپل مسير طي کوي او زر ګاونډي هيواد ته ننوزي نو نشي کولي له يو بند نه زيات د اوبو بندونه پري  وتړي او يا له خپله حد څخه زياتي اوبه مهار کړي . 

‎#اتم ،همدارنګه د نړیوالو تړونونو دتصنیف له مخي  دولاړو اوبو لپاره هم ټاکلي قواننين لري چي په ورستي بحثو کي به پري رڼا واچو څنګه کولي شو هغه ولاړي اوبه چي سرحداتو ته نږدي د جهيل او نورو هندسي شکلونو کي وي .مهار کړو راځود بحث اصلي موضوع ته زموږ ولس او حکومت بايد خپل ولس اغفال نکړي او يو ه موضوع په بله پټه نکړو په سرحداتو هرج او مرج جګړی جوړول د سيمانو غزول عادي موضوع نه ده او ډير تاريخي زوال او  تاون لري او ورته بايد جدي پاملرنه وشي د اوبو او په سرحداتو د جګړي موضوع نوری ډیري قوي   روبنا او زیر بناوی لری او پرنيږدو چې هغه نړيوال قوانين اغفال کړي زموږ سياستوال ښه پوهيږي که ولس غريب دي نړیوالې حقوقي  مرجعی شته هغوي ته باید حقوقي وړاندیزنه وشي او شخصی نړیوالو حقوقي  د نړیوالو اوبو د حقوقي معضلو معتبرو انجیو ته په ډیر کمه فیصدی  ګټه ورکولی شي لکه دسودان او مصر د نیلو داوبو په سره لانجه چې یو لوي تاریخي بحث لری نړيوالو حقوقي انجیو حل او فصل کړه او نن هم د نیل اوبه خپل تاریخی او طبعي مسیر طي کوي دا دهمدي ادعا ثبوت دي ځکه جګړه په دي ماناچې نور هیوادنو په کو رنیو چارو ې لاسوهنه په خپل لاس دملتونو د سرنوشت دټاکنو حق، دهیوادنو د حاکمیت تساوي ډپلوماتیک مصوونیت او دارنګه نور دا ټول حقوق تر پښو لاندي کول دي . او نه پریږدې چې ارام او سولیز چاپيریال ته داخل شي اودخپل تکامل تر ورستیو پوړیو  ورسیږي ددې کار نتیجه به داشي چې بشري تمدن به د مرګ او ژوند په نیمه ژوبله حالت کې وي اودژوندانه کړې به یو په بله په بیلیدو شي څرنکه چې دا ډول قواعد او اصول د بشري فطرت پر ضد دي ځني دوخت مشر تابه خپل بشری فطرت په داسي حیواني مادیت بدلوي چې دروحانیت او اخلاقو سره هیڅ اړیکه نه وي  او دنړیوالي قضایي رویه حقوقي موقف پر ځاي دجنګ جګړي تهدید اوفشار   ژبه او منطق خپلوي

انجنير محمد امين  ظريف د ننګرهار پوهنتون د انجنينرۍ کادري فارغ ، د کورنيو چارو وزارت پخواني لوړ رتبه مامور اوس په کاناډاکې  مېشت .

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *