زموږ ماشومان د خټو په نالیو کې راتلونکی نه شي موندلی
Photo:@Dawood Jabarkhail for ADN
داود جبارخیل
په افغانستان کې د بېوسۍ او غربت تر ټولو دردوونکې څېره هغه ماشومان دي چې د ښوونځي پر ځای د ښار په نالیو، ډیرو او کوڅو کې د رزق په لټه ګرځي. دا هغه ماشومان دي چې سهار له خوبه نه د کتاب او قلم لپاره، بلکې د کباړ د راټولولو لپاره وځي. په ژمي کې د یخنۍ او په اوړي کې د تودوخې پروا نه کوي، ځکه د کور د یوې مړۍ ډوډۍ مسوولیت د دوی پر وړو اوږو بار دی.
په داسې حال کې چې د نړۍ نور ماشومان سهار وختي ښوونځي ته ځي، زموږ زرګونه ماشومان په ورکشاپونو، دوکانونو او سختو کارونو کې تر ماښامه پورې ستړي کېږي. دوی د زدهکړې، لوبو او د ماشومۍ د خوښیو پر ځای د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي. دا ماشومان د جګړو، بېوزلۍ او د کورنیو د لهمنځهتلو قربانیان دي. د دوی د پلار د نشتون درد، د غربت سندرې او د مجبورۍ ژوند د دوی له سترګو لوستل کېږي.
دوی د سبا لپاره کتاب او قلم غواړي، نه د جګړې او غربت دوام. که نن څوک د دوی لاس ونیسي، سبا به د هېواد د رغونې ځواک وي. خو که همداسې بېپامۍ او بېعدالتي دوام وکړي، دا نسل به د هېواد د پرمختګ پر ځای د یوې لویې ټولنیزې ستونزې په توګه راولاړ شي.
احصایې هم د دې وضعیت جديت ښيي. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې له شپږ میلیونه ډېر ماشومان ښوونځي ته نه ځي، او څوارلس میلیونه په شاقه کارونو بوخت دي. د نړیوالو خیریه بنسټونو په وینا، لا هم میلیونونه ماشومان له زدهکړې بېبرخې دي او که د ماشومانو د حقونو لپاره جدي اقدام ونه شي، دا شمېر به نور هم زیات شي.
پوښتنه دا ده: د دې ماشومانو د ژوند رباب ته به څوک ګوته کېږدي؟ د دوی د راتلونکي لپاره به څوک غږ پورته کړي؟ دا ماشومان د هر افغان ماشومان دي، د هرې کورنۍ راتلونکی دي، او د هر هېواد د بقا بنسټ دي.
ماشومان د دولت، ټولنې او هر انسان ګډ مسوولیت دی. که نن د دوی حقونه خوندي نه کړو، سبا به د ټول هېواد راتلونکی له خطر سره مخ وي. د ماشومانو د حقونو ساتنه یوازې یو شعار نه، بلکې د ملت د بقا شرط دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
