جلاوطني، هویت او کلتوري تسلسل: د یو افغان کډوال شخصي کیسه

Gul Badshah Kamawal, Afghan diaspora in the UK in talk with ADN.
عبدالوکیل اټک
ګل بادشاه کاموال، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ۲۴ کلونو راهیسې په برتانیه کې ژوند کوي. لکه د ډېرو افغانانو، د هغه مهاجرت هم د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو تر منځ واقع شوی.
هغه وايي: «نور مې نشوای کولی چې هلته ژوند وکړم.» د ده پلار د ده له پرېکړې خوشاله نه و، خو د کورنۍ په مرسته یې قناعت وړکړ او له افغانستان څخه یي تیښته وکړه.
په نیوکاسل ښار کې د ده د ژوند لومړۍ کلونه د یوازیتوب او کلتوري بېوسۍ څخه ډک وو.
«هیڅ افغان دلته نه و، څوک نه و چې خبرې ورسره وکړم.» نن ورځ، په لید ښار کې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کورنۍ ژوند کوي، او یو نورمال ټولنیز ژوند لري. د هغه په وینا، په برتانیه کې د افغانانو لپاره د کلتوري ټولنو، جوماتونو او جشنونو فضا ډېره آزاده ده. دوی هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي، چې انګریز پولیس یې په همکاري کوي.
د افغان خپلواکۍ ورځ لکه جشنونه د بریتانیا په جلاوطنه ټولنو کې د کلتوري څرګندونو مهمه برخه ګرځیدلي دي. کاموال د لویو جشنونوتنظیمولو تجربه شریکوي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د یوې دغسې د استقلال ورځې لمانځنې یادونه کوي، چیرې چې د برتانوي پولیسو ته د امنیت ټینګولو مسؤلیت ورکړل شوی و. هغه وايي:
“موږ پولیسو ته وویل، ‘یو ځل مو تاسو ته ماتې درکړه، او اوس تاسو زموږ د لمانځنې پر مهال زموږ امنیت نیسی.'”
کرکټ، ټولنیزې رسنۍ، او ملي سمبولونه
د کاموال لپاره، هویت یوازې په سیاست کې نه، بلکې د کرکټ، سمبولونو او ټولنیزو رسنیو له لارې هم څرګندېږي. هغه د ماشومتوبه کرکټ سره مینه لري او د پاکستان لوبډلې ملاتړی و. نن ورځ، دا لوبه د هغه لپاره د افغان غرور یوه نښه ده. هغه د افغانستان د لوبډلې د لیدو لپاره استرالیا، هند او لندن ته سفرونه کړي.
«۲۲ ساعته مې سفر وکړ چې یوازې یوه لوبه ووینم.»
د هغه په نظر، راشد خان د اوسني افغانستان یو ملي اتل دی.
«احمد شاه ابدالي او امان الله خان وروسته، راشد خان افغانستان ته تر ټولو زیات ویاړ ورکړی دی. هغه د سولې له لارې د افغانانو استازیتوب کړی دی.»
کاموال همداراز د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل نظر څرګندوي، فساد ته غبرګون ښيي او هڅه کوي خپل غږ پورته کړي.
«زه مخکې هم خلکو ته ویناګانې مې کولې، خو اوس ټولنیزې رسنۍ زما لپاره یوه فرصت ده. زه غواړم فاسد سیاستوال رسوا کړم.»
هغه د ملي بیرغ سره ژوره مینه لري. «زه خپل کورنۍ ته مې وصیت کړی دی چې کله مړ شم، زما پر جنازه دې د افغانستان بیرغ واچوي. دا بیرغ زما هویت دی.»
د وطن لیدنه، حکومتداري او د ملي یووالي هیله
کاموال له شپږو کلونو وروسته په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته ولاړ، او څو ولایتونو ته یې سفر وکړ. د میلمهپالنې او نسبي سولې سره سره، هغه د تعلیم، ملي ارزښتونو او حاکمیت حالت ته اندېښمن دی.
«ما له طالبانو سره خبرې وکړې، هغوی هم وایي چې ښوونځي باید پرانیستل شي. خو یوازې دا کافي نه ده. ملي بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون، شایستهسالاري – دا ټول باید وي.»
هغه د تېرو انقلابي حکومتونو بدې تجربې یادوي، چې خلکو روغتونونه او ښوونځي سوځول.
«دا یو خراب بنسټ و، چې مجاهدینو ایښی و – او دا ناوړه میراث لا هم دوام لري.»
د ده د نظر حللاره یوه داخلي، ټولګډونه نظام دی، یعنې د ټولو افغانانو لپاره حکومت، نه یوازې د طالبانو او ملایانو لپاره.
«زه وایم لویه جرګه دې راوغواړي، چې خلک خپله فیصله وکړي.»
د هغه په باور، طالبان به ړنګ شي، خو هیله لري چې د ړنګېدو وروسته وضعیت د ۱۹۹۰مو کلونو په څېر خونړی نه وي. «خلک مجبوره دي چې وطن پرېږدي. ځمکه او کورونه پلوري، ځکه هیله نه لري. دا به د طالبانو مسؤلیت وي چې افغان شموله نظام جوړ کړي.»
هغه وایي، یووالی شونی دی، که صداقت موجود وي.
«طالبان که وغواړي، یوه میاشت کې یووالی راتلای شي. خلک ځواک نه لري – طالبان یې لري. او که خلک راضي نه وي، نړېوال به هم هغوی و نه مني.»
د ګل بادشاه کاموال کیسه د جبري مهاجرت، کلتوري تسلسل او هویت د ساتنې ننداره ده. د هغه ژوند، له جلاوطنۍ سره د مقابلې، کلتوري مشارکت، او سیاسي فعالتیا له لارې، ښيي چې څنګه یو فرد کولای شي د خپلې خاورې سره وفاداري وساتي، او د یوې ګډې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.
پوره مرکه د افغان دیاسپورا یوتیوب کې وګوری.