د اقلیم مصنوعي بدلون او د وریځو غلا: یوه پټه  نوې نړیواله جګړه!

0 62
د اقلیم مصنوعي بدلون او د وریځو غلا Small

Photo: @AADIL for ADN

امین ظریف
په تېرو کلونو کې نړۍ د طبیعي افتونو له زیاتوالي سره مخ شوې ده. خو هر افت طبیعي نه دی. د عصري ټیکنالوژۍ او سیاسي اهدافو په مرسته انسانان اوس کولی شي د طبیعت پر نظام اغېز وکړي. له دې جملې څخه یو تر ټولو اندېښمنوونکی پرمختګ د اقلیم مصنوعي بدلون یا د باران مصنوعي رامنځته کول دي. دا پروسه نه یوازې طبیعت ګډوډوي بلکې ځاني او مالي تلفات هم رامنځته کوي چې د نړیوالو اندېښنې یې راپارولي دي
مصنوعي باران څه شی دی؟
مصنوعي باران یوه داسی پروسه ده چې پکې د ځانګړو کیمیاوي موادو لکه سپینو زرو ایوډایډ، سوډیم کلوراید یا ان یورانیم ذرې د الوتکو یا راکټونو له لارې وریځو ته شیندل کېږي. دا مواد د وریځو دننه د یخو بلورونو جوړېدو ته وده ورکوي، چې په پایله کې باران یا واوره رامنځته کېږي. دا پروسه د وچکالۍ، اور وژنې یا حتی نظامي موخو لپاره کارېږي
د اقلیم تر سیوري لاندې هغه جګړه چې لا یې قربانیان نه دي زېږېدلي
اقلیم ، باران‌،  موسم او فضا د انسان فطري میراث دی. نه د قدرت د وسلې بڼه. خو دا میراث اوس د سیاسي ‌ مداخلې او اقتصادي فشارونو په انحصار کې داخل شوی. که موږ د نن ورځې اقلیمي لاسوهنې نه دروو، سبا به  زموږ اولادونه نه یوازې له طبیعي بحران سره بلکې له مصنوعي  اقلیمې جګړو سره مخامخ کېږي.
هغه نسلونه چې لا نه دي زېږېدلي لا یې سترګې نړۍ ته نه دي پرانستې‌لا یې د ژوند لومړی سا نه ده اخیستې همدا  نه زیږدلې نسلونه به د نن ورځې پټو اقلیمي جګړو وارثان وي.
هغوی به داسې نړۍ ته سترګې پرانیزي:
چې باران پکې یو طبیعي نعمت نه بلکې یو سیاسي امتياز وي.
موسم به پکې د ذروي فزیک له خوا ترتیبېږي نه د خدای تعالی له لورې.
اوبه  باران به پکې د زورواکو تر واک لاندې وي نه د انسانانو د طبیعت ویش له مخې چی وېشل شوی وی
اقلیم  به پکې یو ګډ نعمت نه بلکې د جګړې ډګر وي.
د دې نسلونو ژبه به خاموشه وي خو دردونه به یې غلي نه وي. هغوی به موږ نه پوښتي خو زموږ پرېکړې به محاکمه کوي.
هغوي به موږ ته داسې وګوري لکه موږ چې د دوی راتلونکی په خپل لاس تباه کړی وي.
او پر موږ  به لعنت وایي .چې موږ  په خپل وخت کې طبیعت د سیاست په ډګر بدل کړی وه
نو که اقلیم وساتل شي باران طبیعي پاتې شي او نسلونه له مصنوعي اقلیمي تاوتریخوالي وژغورل شي دا به د بشري عدالت تر ټولو ستر پیغام وي.
راتلونکي نسلونه به زموږ دا تمه لري چې موږ د هغوی غږ  نن واورو  که څه هم هغوی لا نه دي زېږېدلي.
اکثرا هیوادونه یو ‌دبل بارانی ورځي غلا کوی او اقلیمې جګړې ته لمن وهی ما له نن شپږ کاله مخکې دفزیک له نظره د دوریځو غلا چې هیوادونه یې یو له بله غلا کوې یو څیړنیزه مقاله  لیکلې وه . معاصر نړۍ کې اقلیم یوازې یو طبیعي سیستم نه دی پاتې شوی بلکې یو ستر سیاسي او  دذروي فزیک  ډګر ګرځېدلی.  یو له دې نوو پدیدو څخه چې ډېرو خلکو ته حیرانوونکې ده دا ده چې څنګه هېوادونه د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د بل هېواد د باراني ورځو اغېزمنولو یا غلا کولو هڅه کوي.
د باراني وریځو غلا  په څه معنی ؟ یو هېواد د و ریځو  بادونو یا نورو اقلیمي او ذروي فزیک  له لارې د طبیعي باران مسیر بدل کړي او مخکې تر دې چې وریځې ګاونډي یا بل هېواد ته ورسېږي هغه رطوبت او باران له منځه یوسي. دا عمل له ذروي فزیک  په لاس ممکن دی او ډېر هېوادونه یې کار وی چې د نوم لیکل دلته لازمه نه ګڼم.
څنګه هېوادونه یو د بل باران  او وريځې غلا کوی  فضا د څار  ذروی سیسټمونه داورانیمو پاشل د وریځو دننه د سپین زر او آیوداید اکسید چې په یورانیمو غنی شوی وی ور شیندی چی په دې کار د وریځؤ   وزن کمیږی او د نجیبه غازونو په زریعه خپل خواوته په کیلو میترو رهبری کوی.
بله طریق یی د وریځو مسیر بدلول یا مخکې باران  راوستل مخکی له دی چی  وریځ خپل طبعی فزیکې سفر طې کړی  د کیمیایی موادو په رزریعه  بارداره بیږی او مخکی  له مخه په باران راوستل کیږی.
ځينې هیوادونه دوریځؤ د طبیعي جریانونو د مخنیوي هڅه کوی تر څو وریځې بل هېواد ته ونه رسیږی  دا خپله یو نوی تازه اقلیمې جګړه ده سرحدونو ته نږدی د ګاونډې هیواد وریځو ته مصنوی  دود هوا په فضا کې خپروی  چې د سپینو زرو  او ایودید مصنوعې ډؤل مالیکولونه  ور سره ګډ وی چې ورځې په فزیکې او طبیعې  شکل خپل خوا ته راکش کوی ځکه وریځې  خپله د ګازاتو د جذب قوی قدرت لری او هغې لور ته حرکت کوی چې فضا کې نجیبه ګازونه شتون ولرې . ایران کې ځینې چارواکي ګاونډیان تورنوي چې د وریځو مسیر یې بدل کړی.
هند او  پاکستان: دواړه هېوادونه د تخنیکي باران تجربې لري خو یو پر بل د اقلیم بدلولو تورونه هم لګوي.
د تیرې اونۍ په جریان کې، موږ او تاسې په پاکستان کې د یو شدید طوفان او باران شاهدان وو. دا طوفان یو طبیعي پېښه نه وه .بلکې د مصنوعي اقلیمي مداخلې یوه پایله ګڼل کېږي.
دا ډول بارانونه هغه وخت رامنځته کېږي چې یو هېواد نه غواړي مرطوبې وریځې د ګاونډي هېواد لکه هند لور ته لاړې شي. دوی دغه وریځې د ځانګړو ګازاتو او یورانیمو په واسطه درندې کوي .ترڅو مخکې له وخت نه باران شي . کله چې د سپینو زرو یا أورانیمو اندازه زیاته شي د باران څاڅکي د مردکې یا مرمې  په څېر په چټکۍ سره ځمکې ته راښکته کېږي، چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه رامنځته کېږي.
دا یوه خطرناکه اقلیمي لوبه ده چې نه یواځې د طبیعت نظم ګډوډوي بلکې د بې‌ګناه انسانانو ژوند هم له خطر سره مخامخ کوي. نړیوالو ته پکار ده چې دا ډول اقلیمي مداخلې په جدي توګه وڅاري او د انساني ژوند د ژغورلو لپاره ګامونه واخلي.
ایا دا یوه نوې اقلیمي جګړه ده؟
کله چې هېوادونه د طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول داوبو او باران پر سر غیرمستقیم سیالي کوي دا مبارزه د جګړې بڼه خپلوي  داسې جګړه چې توپک ټانک یا بم نه لري خو د علم ټیکنالوژۍ، فضا وریځو او مصنوعي باران له لارې پرمخ وړل کېږي.
په کلاسیک مفهوم کې جګړه د فزیکي تسلط لپاره وه خو نن ورځ د ستراتېژیک اقلیم تسلط هم د قدرت یوه نوې څپه او بڼه ده. اقلیمي جګړه د یوه هېواد هڅه ده چې د بل هېواد اقلیم باراني فصلونه یا طبیعي رطوبت د خپل ګټې لپاره وکاروي. دا  د جیوپولیتیک نه بلکې جیوکلایمټیک بڼه غوره کړې ده.
د وریځو تخم پاشي د باراني وریځو مهار د هوا د مصنوعي کنټرول پروژې او د باران مخکې له وخته راښکته کول هغه وسیلې دي چې هېوادونه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کاروي. که څه هم دا اعمال مستقیم جنګي اعلان نه لري .خو له پایلو یې دا څرګندېږي چې دا یو بې‌سر و صدا جګړه ده.
په دې اقلیمي جګړه هېوادونه یو بل نه خبروي.
نړیوال قوانین پرې روښانه نه دي.
غریب او وروسته پاتی هېوادونه  لکه زموږ هیواد-افغانستان-  .تر فشار لاندې راځي خو شواهد  به نشي وړاندې کولی
لکه څنګه چې مو وویل اقلیم ، باران ، موسم او فضا د انسان فطري میراث دی نه د قدرت د وسلې زور . خو دا میراث اوس د سیاسي تخنیکي او اقتصادي فشارونو په انحصار کې داخل شوی ده که موږ د نن ورځې اقلیمي لاسوهنې ؤ نه دروو، سبا زموږ اولادونه نه یوازې له طبیعي بحران سره بلکې له مصنوعي اقلیمې جګړو  سره مخ وي.
راتلونکي نسلونه به دڅه وارثان وی د خراب طبیعت  وارثان به وی.
دا نسلونه به د کنټرول شویو موسمونو زرعي بې‌ثباتۍ، او د حاصلاتو ناکامۍ وارثان وي.
دا نسلونه به د سیندونو باران او څښاک اوبو او حتا داکسجن  د لاسرسي لپاره سیاسي او فزیکي مبارزه کوي.
هغوی به اقلیم ته دخدای ورکړی طبیعت نه بلکې د مشکوک ذروی مداخلې له لوري د کنټرول تر سیوري لاندې سترګې پرانیزي.
آیا دا وضعیت تم کېدای شي؟
که له اخلاقي علمي او بشري زاویې وکتل شي .نو دا یوه خطرناکه لوبه ده. دا د اقلیم د طبیعي نظم خلاف ده .او انسانان له طبیعت سره د جګړې په لور بیايي. که نړیواله ټولنه دا موضوع جدي ونه نیسي نو راتلونکي نسلونه به د داسې اقلیمي جګړو وارثان وي چې توپ او تانګ به نه لري خو د طبیعت له لارې  به انسان وژني.
پکار ده چې نړیوالې ادارې د اقلیمي مداخلې لپاره سخت قانوني چوکاټ جوړ کړي .نظارت زیات کړي .او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ هېواد نه شي کولی د بل هېواد طبیعي حق باران  یا وریځ غلا کړي.
• د اقلیم عدالت د نړیوالو پرمختګونو برخه شي
• او علمې ساینسي شفافیت او اخلاقي ارزښتونه د اقلیم د پالیسۍ اساس وګرځي

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *