نوروز لمانځلو شرعي حیثیت

Celebration of Nowruz. Photo by @NazilaJamshid (X).
لیکوال: رحیم الله اندړ
د نوروز ورځ لا نه وه را رسېدلې، چې زموږ ځینو مفتیانو د خپل زړه بړاس د فتوا په بڼه قیح کړ. چا لیکلي چې نوروز لمانځل مطلقاً حرام دی، چا لیکلي چې په همدې ورځ چا ته مبارکي ورکول حرام دي، چا لیکلي چې زموږ ناپوه وروڼه به د خپل جهل له امله په را تلونکو ورځو کې مشرکان شي.
د دې صاحبانو دلایلو ته چې پاملرنه وکړې، یو غر یې پر بل غر ویشتلی. چا ویلي چې دا بدعت دی، چا لیکلي چې په اسلام کې دوه د اختر ورځې دي، او د نوروز ورځ په هماغو ورځو کې نه شمېرل کېږي. لنډه دا چې په دې خبره ټول متفق دي، چې د نوروز لمانځل بدعت دی، او بدعت په اسلام کې جواز نه لري، بلکې حرام دی.
تر دې له مخه چې نوموړې موضوع د قرآن او حدیث په رڼا کې روښانه کړم، یوې لنډې خبرې ته ستاسې پاملرنه غواړم. هغه دا چې زموږ ځینې اجتهادي مسایل (هغه مسایل چې په جواز او نه جواز کې یې صریح نص نه وي موجود)، هر څوک د خپل سیاسي میلان او سیاسي حزب په شریعت کې تفسیر کوي. مطلب دا چې که د ده سیاسي حزب نوموړې مسأله حرامه ګڼله، دی یې هم حرامه ګڼي، او که هغه ورته د جواز لارې لټولې، دی یې هم روا ګڼي. مثلاً، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د پیدایښت ورځ لمانځل، چې له نوروز سره هیڅ توپير هم نه لري. دواړه ورځې په صدر اسلام کې نه دې لمانځل شوي. صحابه کرامو، تابعینو، او امامانو نه دې لمانځلي. نن سبا، که هر سړی نوموړې ورځې لمانخي، یا یې نه لمانځي، د اسلامي شریعت په رڼا کې نه ورته ګوري، بلکې د خپل سیاسي میلان او د ده د سیاسي حزب په تشریع او موافقت کې یې ګوري، او هماغسې یې څېړي، او دا په اصل کې د یوه شي حقیقت بدلول دي. دیني مسائل باید دیني محور ولري، په سیاسي یا شخصي محور تاو نشي، ځکه حقیقت یې بدلېږي، له دینې مسألې سیاسي مسأله جوړېږي، او هر سیاسي حزب یې د خپل حزب په ګټه تفسیروي، او خلکو ته یې دین معرفي کوي.
را به شو اصلي موضوع ته، چې نوروز لمانځل په اسلامي شریعت کې څه حیثیت لري؟ بدعت دی، او کنه؟
د بدعت لغوي معنا:
د مسلمانانو په ژوندانه کې هر هغه نوې کار ته بدعت ویل کېږي چې نه نبي کریم صلی الله علیه وسلم او نه صحابه کرامو کړی وي، او نه د دوی په وړاندې ترسره شوی وي. که بدعت په لغوي معنا حرام وي، نو د مسلمانانو نن سبا ژوند ټول په حرامو کې تېرېږي، او داسې حرام چې مسلمانان ور څخه د نجات لاره هم نه لري، د کور جوړونې طریقه یې بدعت ده، د جامو جوړولو طریقه یې بدعت ده، کلتوري غونډې یې بدعت دي، ترانسپورتي سیسټم یې بدعت دی، خوراک او څښاک یې بدعت دي.
دا یواځې د نن سبا مسلمانانو لپاره نه، بلکې د صحابه کرامو له زمانې وروسته په همدې بدعاتو کې اخته دي. آن تر دې چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم ژوند جامد او راکد نه و، د یوه نوې تمدن او تطور مرحله وه، خو دهغې زمانې د بخت ستوری لا پخوا ځلېدلی و، ځکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دوی په مینځ کې و. د ډېرو نوښتونو تأیید یې کړی. همدا رنګه صحابه کرامو ډېر نوي اکتشافات، چې له دیني اصولو سره په ټکر کې نه ول، تأیید کړي، او د خپل ژوند د اسانتیا لپاره یې ښې لارې لټولي دي. له همدې امله د اسلامي شریعت علماوو دا قاعده وضعه کړې ده چې “الاصل في الأشیاء الإباحة”. اصل په اشیاوو کې اباحت یا روا والی دی. همدا راز حنفي علمای کرامو د نوموړي قاعدې پراساس، عرف ته په شریعت کې لوړ اعتبار ورکړی، نو دا هیڅکله ممکنه نه ده چې له بدعت څخه دې مراد د بدعت همدغه عامه لغوي معنا وي، چې موږ یې پورته ذکر کړی دی. بلکې یوه عالم او فقیه هم د بدعت دغه رنګ تفسیر نه دی کړی. اصلي خبره د بدعت په اصطلاحي معنا کې ده.
اوس راځو د بدعت اصطلاحي معنا ته. ګڼو علماوو د بدعت بېلابېل تعریفونه کړي دي، که څه هم دغه تعریفونه په الفاظو کې سره بېل دي، خو معنا یې یوه ده. زه غواړم د امام شاطبي رحمه الله تعریف ستاسې مخ ته کېږدم. ځکه امام شاطبي رحمه الله لومړنی امام دی چې د بدعت په موضوع یې بحث کړی دی. دوهم دا چې نوموړی امام په ټولو متقدمینو علماوو کې د بدعت پر خلاف ډېر متشدد او له بدعته لري ګڼل کېده. امام شاطبي په خپل کتاب الإعتصام کې د بدعت اصطلاحي تعریف داسې کړی دی:
((طريقة في الدين مخترعة تضاهي الشريعة، يقصد بالسلوك عليها ما يقصد بالطريقة الشرعية))
ژباړه: بدعت په دین کې را پیدا شوې هغې طریقې ته ویل کېږي چې له شریعت سره ورته والی ولري، او د شرعي طریقې په نیت کارول کېږي.
د ذکر شوي تعریف په تناظر کې ویلای شو چې هغې طریقې ته اصطلاحي بدعت ویل کېږي، چې موږ یې په دین کې داخله، او د دین برخه وګڼو، او په حقیقت کې هغه شرعي طریقه نه وي، او همدغه د بدعت روح هم دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې په کلکه ممانعت کړی دی، او فرمایلي یې دي: ((من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد”. چا چې زموږ په دغه کار (دین) کې کوم نوي څه را پیدا کړل، چې د دین برخه نه وي، نو هغه مردود دي.))
له حدیث شریف څخه هم دا معلومېږي چې څوک په دین کې نوی کار ایجاد کړي، په هغه کار باندې د شارع له لوري کوم دلیل موجود نه وي، نوموړی کار مردود او ناروا دی، ځکه چې شارع الله تعالی دی، او په شریعت کې زیادت او تغییر د الله تعالی کار دی. د دې ډول بدعت مثالونه ډېر دي. لکه د روژې لپاره یوه ځانګړې ورځ ټاکل، چې کوم شرعي دلیل ورباندې موجود نه وي.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کېد هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخل