په پاکستان کې دافغان مهاجرينو بد حالت او دطالبانو مسوليتونه

0

Returning Afghan refugees crossing Torkham crossing in eastern Afghanistan. Photo: @private

الهام الدین افغان

له څه مودې را پديخوا په ګاوڼډيو هيوادونو په ځانګړي ډول  پاکستان  کې د افغان مهاجرينو  ژوند سخت شوی دی ، پاکستاني چارواکي په خاصه توګه پولیسو د افغان مهاجرينو  پر وړاندې بد چلند پېل کړی دی .

پاکستاني  حکومت ګواښ کړی  چې  که بې‌اسنادو  کډوال له پاکستان نه  د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه ونه وځي، نو  په زور به یې له هغه هيواد نه  وباسي، پاکستاني چارواکو دارنګه افغان کډوالو  ته دا ګواښ هم کړی چې که تر ټاکلې مودې ونه ځي کاروروزګار  او شتمنيو ته به يې هم زيان ورسېږي .

د راپورونو تر مخه پاکستاني  امنیتي ځواکونو پر افغانانو بده ورځ جوړه کړې ،‌ نیسي يې ، او په  زندانونو کې  یې اچوي او که ډېر ښه ورسره وکړي‌ نو په زور يې افغانستان ته شړي .

د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو يواځې  د پاکستاني امنيتي ځواکونو  پر دغه چار چلند  او دې پرېکړې نیوکې کړي چې افغانان په زور له هغه هيواده وباسي .  تېره  په ورځ  په کابل کې  يوې غونډې ته دطالبانو  دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي وويل : (لويه  موضوع چې په دې ورځو کې  ډېره ګرمه ده هغه په ايران او پاکستان کې دافغان مهاجرينو موضوع ده ، پاکستانيان چې زموږ مسلمانان ورونه دي د تاريخ په اوږدو کې مو له دوی سره کومک کړی دی ، زموږ پنځه ميليونه افغان مهاجر په هغه هيواد کې مېشت دي ، دغې هرې کورنۍ  يو يو شهيد پر دې ورکړی چې د افغانستان دا ستقلال دفاع وکړي ، که زموږ مجاهدين نه وای ، نن به وروسان په کراچۍ او ګوادر کې وو ، موږ له پاکستاني ورونو نه هيله لرو چې دنړيوالو قوانينو او ښه ګاوڼډي توب پر بنسټ له افغان مهاجرينو سره چلند وکړي ) ، ستانکزي په خپلو خبرو کې زياته کړه : 

“دغو مهاجرینو ته موږ دعوت ورکوو چې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي، شکر دی افغانستان کې امنیت دی او د هر ډول کار زمینه برابره شوې ده، مه ځئ نورو ملکونو ته، هلته امن نه شته، زموږ ګاونډ پاکستان کې نه سیاسي ، نه اقتصادي او نه امنیتي خونيتوب  شته”.

په دې غونډه کې بيا  د طالبانو حکومت د دفاع وزیر  ملا یعقوب پاکستان وننګاوه چې په دې ډول کړنو دې له طالبانو  د ښو اړیکو تمه نه لري. 

د پاکستان حکومت په دې پرېکړې سره تر نيوکو لاندې دی او زياترو پخوانيو افغان سياستوالو او چارواکو دا نيوکې پېل کړي دي  :  دافغانستان دپخواني حکومت د اداري اصلاحاتو دکميسيون مشر نادر نادري پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي  : (په پاکستان کې دبې ثباتۍ اصلي مقصرين يې د پوځ مشران او د هغوی سياست  دي  په ۲۶ ورځو کې د افغان مهاجرينو ویستل د جينوا د مهاجرينو دنړيوال تړون خلاف دي ، پاکستان په پرلپسې نړيوال قوانين مات کړي او دې چارې ته لا هم ادامه ورکوي .) همدارنګه د افغانستان دجمهوري دولت ددفاع وزير او د ملي امنيت پخوانی ريس معصوم ستانکزي هم د پاکستان دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او پر خپله ټويټر پاڼه يې ليکلي دي : (کله چې په بل هیواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، ټوله نړۍ پرې غږېږي، خو ټوله نړۍ په پاکستان کې پر افغان کډوالو له ظلمونو څخه سترګې پټوي. ترهګري له مهاجرت سره هیڅ تړاو نه لري. ترهګري د پاکستان او نړۍ د تیرو تیروتنو محصول دی، چې نن هم ورسره لاس او ګریوان دي)  مشهور افغان سياستوال حنيف اتمر چې د سولې او عدالت په نوم د يو حرکت مشري کوي ددغه ګوند په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې ورځو کې پاکستان پر افغان مهاجرينو د ژوند دايره را تنګه کړې ده چې داد مهاجرت له نړيوالو کنوانسينونو ،  اسلامي ورور او د ګاونډيتوب د اصولو خلاف عمل دی .

پوښتنه دا ده چې يواځې په احساساتي خبرو چې دطالبانو دحکومت چارواکي يې کوي ددوی مسوليت پای ته رسېږي ؟

د حقوقو يو فارغ محمد سليم د ليکنې ليکوال ته وويل (  طالبان بايد ديپلوماتيکو روابطو پر اساس ، له پاکستان نه وغواړي چې دا ډول له تاوتريخوالي ډک  چلند د افغانانو پر وړاندې پای ته ورسوي ،  سفير احضار کړي که نه وي  سفارتي اړيکي ورسره ختمه کړي ، )

د پوهنتون يو استاذ چې  نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د ليکنې ليکوال ته وويل  : (  که طالبان يو مشروع حکومت وای دوی کولی شول چې  له ملګرو ملتونو او يا د بشر حقونو ادارو ته  يې دپاکستاني حکومت ددغو کړنو په مقابل شکايت کړای ، خو دوی پخپله هم داسې يوه ډله ده چې په مکرر ډول يې له  بشري حقونو نه سرغړونه کړې ده ، افغانان يې زورولي ، ددوی  حقونه يې تر پښو لاندې کړي ، وژلي يې دي ، چې د بشري حقونو ادارو ترې بيا بيا غوښتي چې له دې سرغړونو لاس واخلي خو دوی بيا هم خپلو بشري ضد کړنو ته ادامه ورکړې ده، نو ځکه ددوی غوښتنې هم قانوي حیثيت نلري )     .

خو دغو مهاجرينو ته چې افغانستان ته راستنېږی  د طالبانو حکومت او مرستندویه ادارې ورته څومره چمتو والی لري ؟

طالبان وايي د مهاجرينو  نړیوال سازمان له کډوالو سره د مرستو لړۍ محدوده کړې ده.خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي دوی هڅه کوي نړیوالې مرستندویه ادارې وهڅوي چې له راستنيدونکو سره  مرستې وکړي.

دياد وزارت د چارواکو په وينا په حکومتي کچه يې  یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې له راستنېدونکو سره د مرستو لارې چارې ولټوي.

ددې کمېټې یو پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر کړی چې هلته د کډوالو لپاره لنډمهالی کمپ  جوړ کړي.

خو دا هغه څه دي چې نه په کور دننه د افغان کډوالو ستونزې هوارولی شي او نه په بهر کې ، څومره چې ددې ستونزو مسوليت طالبانوته  ور ګرځي دوی داسې اقدامات نه دي کړي چې د کډوالو ستونزې هوارې شي .

يو افغان چې د تور خم له لارې خپل هيواد ته را اړول شوی وايي ((  د مهاجرت پوره اسناد او شناختي کارت مې لره چې دپولیسو لخوا وشکول شول ، زه  یې ونيولم او په پوله يې راواړولم ))، هغه چې نه غواړي غږ او تصوير يې خپور شي وايي د کور غړي او لوښي  يې په پاکستان کې پاتې دي نو مجبور دی چې په هر شکل وي چې د کورنۍ غړي او لوښي او سامانونه يې لاس ته ورشي .

يو بل افغان محمد يوسف وايي (( شل کاله مې په پاکستان  کې تېر کړي دي  ، په داسې يو سيمه کې اوسيدم چې هيجا رانه د اسنادو پوښتنه نه ده کړې  خو چې ویې نيولم نو د تور خم له لارې یې افغانستان ته راواستولم )) هغه وايي په خپل وطن کې نابلده يم د استوګنې لپاره هيڅ امکانات نلرم ، که حکومت په ډاګ کې ځای هم را کړي د سرپنا جوړولو لپاره یې هیڅ امکانات نشته ،هغه غوښتنه کوي چې مرستندویه ادارې ور سره مرسته وکړي .

په افغانستان کې اوس لويه ستونزه دبې روزګارۍ ده ،دا مهاجر په داسې حال کې  خپل هيواد ته راستنيږي چې ډېری افغانان په ځانګړي ډول ځوانان له هيواد څخه د وتو په حال کې دي په دې وروستيو دوو کلونو کې لس ګونه زره افغانانو خپل هيواد پرېښی او په بېلابېلو قاچاقي لارو نورو هيوادونو ته کډوال شوي دي ، دا لړۍ لا اوس هم روانه ده او هره ورځ  سلګونه ځوانان په سختو لارو بهر ته په ځانګړي ډول اروپايي هيوادونو ته ځي . طالبان يواځې همدومره وايي چې په افغانستان کې یې امنيت راوستی او افغانان دې نورو هيوادونو ته نه ځي خو دزياترو افغانانو ، بنیادي حقوق پايمال دي او طالبان يې پر وړاندې د يو مسول حکومت په توګه چلند نکوي نوهمدا لامل دی چې نه يواځې دا چې له بهر څخه راتلونکي افغانان په خپله خوښه افغانستان ته  په اوسنيو شرايطو کې د راتګ زړه نه ښه کوي، بلکې که هغو افغانانو ته چې په داخل کې دي له هيواده د وتلو  امکانات پيدا شي نو  يوه لحظه هم په خپل هيواد کې نه پاتې کېږي او بهر ته ځي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *