د طالبانو دکړنو پر وړاندې د خلکو غبرګونونه 

0

Some Taliban provincial officials during a press conference in eastern Afghanistan. Photo: @private

الهام الدين افغان 

له کومې ورځې چې طالبان پر افغانستان ددويم ځل لپاره واکمن شوي هره  کړنه یې د ولس له ورځني ژوند ،او د ولس له هيلو سره په ټکر کې ده . په پېل کې له طالبانو  د خلکو هيلې دا وې چې دوی به ولس ته خدمات وړاندې کړي ځکه دوی مسلمانان دي د الله تعالی له لارې خبر دي  عدالت به تامين کړي ، مثالي امنيت به راولي او خلک به ورسره خوشحاله وي. خو  طالبان د ولس د ټولو هيلو پر خلاف ودرېدل او  په ورځنيو چارو کې يې پر ولس د ژوند، حلقه را تنګه کړې ده.  د يو شمېر افغانانو په وينا دوی داسې فکر کوي چې افغانستان يې په غنيمت نيولی او  څه چې پرې کوي اختيار لري او د هيچا پر وړاندې ځواب ويوونکي نه دي .  

افغانانو دوه لسيزې ولسواکي تجربه کړه او اوس هم زياتره  افغانان غواړي چې په يو ولسواک نظام کې ژوند وکړي ، هر افغان  د زده کړو حق ولري  ، ددندې حق يې تر لاسه کړی وي ،  روغتیايي خدماتو ته لاس رسی ورته اسانه وي او په ټوله کې يو قانون مند نظام ولري چې د ولس پر وړاندې ځواب ويوونکی وي او په ټوله کې ولس هوسا او ارام وي . دحقوقو او سیاسي علومو دپوهنځي يو فارغ  زده کوونکي چې د ليکنې ليکوال ته يې خپل نوم عبد الله وښوده وويل : (اوسنی نظام د ولس د هيلو ترجمان نه دی، د يوې ډلې له خوا په زور او جبر د قدرت نيول د حکومت او نظام په معنا نه دي ، طالب د نورو له خوا يوه راوستل شوې ډله ده، دوی يواځې پردی ماموريت پلی کوي او نور هيڅ ډول د رغون او سمون ستراتيژي نلري ) .

 څو ورځې وړاندې په کابل کې د يوخصوصي  تلويزون په يو بحث کې د افغانستان يو حقوق پوه ، عبدالحکيم دادرس وويل: ( د طالبانو واکمنۍ ته ديو نظام او حکومت نوم نه شم ور کولی ، ځکه چې د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکی نه دی ، محکمې ته نه شي وړاندې کېدای ، مشروعيت نلري او ديو قانوني حکومت اطلاق پرې نه شي کېدای.  ) د ښاغلي دادرس په دې نظر کې لوی مفهوم نغښتی دی ، په دې معنا چې طالبان د چا پر وړاندې خپل مسوليت نه مني ، کله چې مسوليت منل نه وي ، هلته حقوق او وجايب نه وي ، شفافيت نه وي ، نورو ته په ښه سترګه کتل نه وي يواځې خپله ډله او ټپله پالل وي چې همدا تګ لاره اوس طالبانو غوره کړې ده  .

دوی له زياترو حکومتي بستونونه پخواني مامورين لرې کړي  او پر ځای يې طالبان ټاکلي دي  ،  د ريسانو او امرينو په کچه پر څوکيو خو يې لا له وړاندې ملايان او طالبان ټاکلي خو په ښکته څوکيو هم چې ډېرې تخنيکي نه وي هم ملايان يا طالبان ټاکي . تازه د طالبان مشر حکم صادر کړی چې د ریسانو او ولسوالانو لپاره  یې پنځوس زره او امرينو لپاره یې شل زره افغانۍ  پر خپل اصلي معاش سربېره د مدد معاش په توګه ټاکلي دي .

د سمندر په نوم د يوې حکومتي ادارې يو مامور دليکنې ليکوال ته  وويل 🙁 په شپږم بست کې کار کوم، شا او خوا اوه زره افغانۍ معاش لرم زما  د فاميل د اتو غړو  وخت پرې نه تېرېږي ،زه نه پوهېږم ، طالب د کوم عمري عدالت دعوه کوي ، عدالت خو دادی چې هر چا ته په يوه سترګه وکتل شي ، زه تر خپل وس زيات کار کوم خو دحق الزحمې مستحق نه يم ، مګر  طالبان چې په هر پوست کې دي  اضافي معاش ورکول کېږي  چې زه دا د خپل ځان او زما په څېر نورو هغو مامورينو په حق کې زياتی بولم چې له تېر نظام څخه پاتې دي او په ادارو کې په ټيټو بستونو کې کار کوي .)

 دوفا په نوم يو افغان پر خپل ټويټر ليکلي دي : ( موږ د تپل شوې دوښمنۍ په رسۍ تړل شوي يو …. حاکم حالت افغان بڼه نلري هيواد مو د نورو تر سياسي ، اداري او  نظامي نفوذ لاندې دی همدا راز په نړيواله ټولنه کې مو خپل لرغونی افغاني برم او عظمت له لاسه ورکړی دی .ظالم او بې باکه طالب چې دنورو د اطاعت رسۍ پر غاړه لري له افغان رنځور ولس څخه هر ورځ ددوښمن دورکړل شوي پلان پر بنسټ غچ اخلي .)

همدارنګه د کلي ولس او د بازار اوسیدونکي ددوی له ناروا کړنو څخه په تنګ راغلي دي .

د يو رېکشا وان وينا ده چې دطالبانو په راتګ سره له يوې  خوا مزدوري ورکه شوې ده او بل پلو طالبان له دوی په ناحقه پېسې اخلي، وايي هره ورځ ترې طالبان په هره پېره سپرليو په بېلابېلو نومونو پېسې اخلي چې نور یې د هغه په وينا تر پوزې راوستي . که څه هم  طالبان کله ناکله ولس ته د حساب ورکولو په نوم ځينې غونډې جوړوي او په کې دځينو ادارو راپورونه وړاندې کوي خو نه ولس او نه هم رسنۍ له دوی په زغرده ددوی د کړنو په باب پوښتلی شي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *