اسلام د طالبانو د لاس نانځکه ده
وصیل فیضي
د افغان ولس ستونزه د طالب په نوم جنګي ډلې سره، چې خپله د یوه اوږدې سیاسي شاتګپال لیدلوري دوام دی، په بنسټ کې دیني نده، سیاسي اقتصادي ده او د همدې دوو توکو پر بنسټ ایډیولوژیکه ده. دا ښکاره ده چې د دوی شعارونه له یو مخې دیني دي او په دیني کالي کې د مطلقې واکمنۍ لور ته خپلې موخې پلې کوي، اما که چېرې د مذهبي سیاسي ډلو شالید ته په هېواد دننه او نړۍوال لید کې وکتل شي، د دوی تر منځ یو ستر ورته والی جوتېږي او څرګندېږي چې دا ټولې ډلې د بلې هرې غیردیني واک غوښتونکې ډلې سره په دې کې توپیر نلري چې اخري موخه یې واک دی. که داسې وګڼو چې د طالب موخه دیني ده، او هغه څه چې دوی له افغانانو سره کوي د دین له مخې یې کوي، بیا یې باید نړیوالو سره هم چلند یو ډول او دیني وای؛ حال دا چې داسې نده او طالبان نړیوالو سره پر ټولو بهرنیو سټېجونو د یوې سوچه سیکولارې ډلې په توګه چلند لري. دوی د نړیوالو په ژبه غږېږي، د هغوی ښځینه سیاستوالو سره په ورین تندي خبرې کوي، د هغوی ارزښتونو سره په نړیوال سیاست کې د ځان د عیارولو هڅه کوي او تر ټولو مهمه دا چې مادي مرستې یې په سیستماتیک ډول ځانته راجذبوي او د هغوی له سترو سیمهایزو موخو سره خپل ځان ته د نوي رول پر تعریفولو بوخت دي.
د افغانستان د تېرې پېړۍ نیږدې تاریخ ته په کتلو افغانې پرمختګپالې واکمنۍ چې کله هم، د بېلابېلو اوجکټیفو او مادي او مطالعې وړ عواملو له کبله، د ذوال لور ته روانې وې په دې ناسم اند او هڅه کې وې چې څنګه مخالفو شاتګپالو دیني ډلو ته خپله مسلماني څرګنده او ثابته کړي. د دوی په اند دا د خپلې مسلمانۍ په ثابتولو کې پاتې راتګ و چې دوی مات شول. د دوی ناکامۍ تر اوسه د ځینو شنونکو لخوا په دې هڅه کې د دوی پاتې راتګ ګڼل کېږي. خو د تاریخ ژوره مطالعه او په هغو زماني مرحلو کې د نړۍ او سیمې د حالاتو له مطالعې دا جوتېږي چې د هغو نظامونو ماتې د خپل ایمان په ثابتولو کې پاتې راتګ نه، بلکې د لویو نړیوالو لوبو په ګردابونو کې د کمزورو ولسي پایو د لرلو له کبله ناکامي وه. او مذهبي شاتګپالې ډلې، چې تر شا یې بېپایه نړیوال استعماري او پانګوال مادي او معنوي ملاتړ درلود، د دغو جګړو په پایله کې هر ځل بریالۍ شوې دي. دا چې وروسته بیا دغه دیني ډلې څنګه په څو څو ډلو سره وېشل شوي او د واک لپاره یې دین بیرته شا ته ګوزار کړی، خپله د دې حقیقت یو بل لاسوند دی چې څنګه موخه یوازې او یوازې تل واک وه، نه دیني حکومت او نه د ولس د خوښې حکومت. بلکې د خپلو ګټو او شخصي موخو سره برابر پر واک مونوپول ساتل او دوام ورکول.
د تېرې یوې پېړۍ تاریخ څخه که د بېشمېرو زدکړو تر څنګ یوه تر ټولو اړینه زدکړه کېدای شي، هغه باید دا وي چې موږ اړ نه یو طالب، مجاهد، داعش یا بلې هرې مذهبي ډلې ته ثابته کړو او یا ورسره پر دې اوږده بحثونه وکړو چې کوم څه په دین کې شته او څه نشته. موږ دې ته هم اړ نه یو چې د مذهبي فرقو تر منځ لانجو کې خپله کارپوهنه ښکاره کړو. موږ دې ته هم اړ نه یو چې طالب یا بلې هرې مذهبي ډلې ته خپله مسلماني ثابته کړو. د دین پر فیلوسوفي، تاریخ، رښتینولۍ او ساینسي مطالعې بحث هر کله کېدای شي خو هغه بحث یوازې د پرمختګپالو سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ په ټولنه کې د دین د ځای د پېژندنې او د دین د ټولنپوهنې په اړوند ګټور دی. له دې بحث څخه ډېر څه د یوې روښانه ټولنې په اړه زده کېدای شي، خو دا بحث دیني ډلو سره نشي کېدای. له همدې کبله باید زموږ بحث هم له مذهبي ډلو ټپلو سره دیني نه وي، بلکې سیاسي او د خپلو بنسټیزو انساني رښتو پر بنسټ وي. مطلق د دې دونیا پر ستونزو او زموږ د خلکو د غوښتنو او روښانه راتلونکي پر سر.
دیني او مذهبي ډلو د دین له پیدایښته په خپلو کې دې ته ورته ستونزې، چې څوک سم مسلمان دی او څوک ندی، حل نکړې نو موږ چې نه مو دین مسلک دی او نه کسب، نه پرې د پیسو ګټلو هوډ لرو او نه پرې پیري مریدي کوو، څنګه کړای شو دې کړکېچن، زوړ او بې ګټې بحث ته ورننوځو او هیله هم ولرو چې دا بحث به ګټو او بیا به طالب یا بله هره دیني شاتګپاله ډله واک د قناعت په پایله کې زموږ استازو ته راسپاري او له سیاست سره به خدای پاماني کوي او د دې وطن خلک به انساني ارام ژوند ته پرېږدي؟ له دغو ټولو ډلو سره دیني بحث ځکه نشي ګټل کېدای چې دین هدف ندی او هېڅکله نه و، بلکې دین لکه د ډېرو نورو ښکارندو په څېر د واک د ترلاسه کولو وسیله ده، توکی دی. دین تل د دغو ډلو د لاس موم پاتې شوی دی چې څه یې خوښ شوي هغه توکی یې ترېنه ځانته جوړ کړی او خلک یې هم په زور د هغې موم نه جوړ شوي بوت عبادت ته وربللي.
دیني تاریخ د دې بېشمېره بېلګې لري چې موخه ولې هېڅکله دیني نه ده، سیاسي او د واک ده. که داسې وای، طالب او مجاهد ولې سره یو بل وژل او یا نن داعش او طالب ولې د یو بل وینو ته سره ناست دي؟ حال دا چې ټول د یوه دین او مذهب خلک دي. د واک پر سر لانجې د اسلام له پیله د دین مسیر ټاکلی دی. او دا هم د یادونې وړ ده چې اسلام په دې برخه کې هېڅ ځانګړی ندی بلکې د عیسویت، یهودیت او ډېرو نورو دینو تاریخونه ورته بشپړتیایي بهیر لري. د ټولو ۱۱۹ خلفاو مرګونه او جګړې، چې له تاریخي اسنادو یې کتابتونونه ډک دي، د واک لپاره د یوه پراخ کشمکش انځور وړاندې کوي چې دا کشمکش تر ننه روان دی. او هر ځلې چې دین واک ترلاسه کړی، یوې کوچنۍ ډلې د میلونو انسانانو برخلیک په لاس کې اخیستی او چې څنګه یې خوښه شوې هغې لور ته یې په پوره زور او وحشت سره سیاست، اقتصاد، کلتور، او د خلکو ټول ژوند او ژواک ته لوری ورکړی. چې هر چا یې مخالفت کړی، هغه یې د بېدینه، کافر، مرتد، مردود او داسې نورو ټاپو پر مټ له ټولنې څخه محوه کړی دی.
برعکس، پر افغان موډرنیستانو د ځینو تاریخي څېرو لخوا تل دا تور پاتې شوی چې دوی د خلکو ژبې، دود، دستور او جامو سره اشنا نه ول. د دوی د ناکامۍ لپاره همدا تر ټولو ستر دلیل ګڼل کېږي. دا دلیل چې څومره بېبڼسټه دی هماغومره یې تاریخي حقیقتونه ردوي. افغان ولس هېڅکله په طبېعي ډول د ریفورمونو او بدلونو مخالفت ندی کړی، ځکه دوی له آره دې سره علاقه نه درلوده چې دیني متونو ته ورننوځي او د بدلونو حلال او حرام ځنې جوت کړي. دا د دوی کار نه و. بلکې ولس هر ځل د هر هغه مثبت بدلون هرکلی کړی دی چې د دوی په مادي ژوند کې یې بدلون راوستی دی. خو دا چې دا بدلونونه ډېر لږ او لنډ ول، په تاریخ کې یې ډېر غټ انعکاس نه تر سترګو کېږي. بلخوا دوی دین د دود په بڼه منلی و چې هېڅکله رادیکال نه و. اما تل د هغو ډلو په لمسون غبرګون ته په وار وار مجبور کړای شوی چې پېړۍ پېړۍ یې دوی لاندې کړي ول او د دین ادرس یې خپله مونوپولي ګڼله او دین یې د واکمنۍ لپاره د توکي په ډول کاراوه. د کافر، مرتد، جاسوس، او دې ته ورته نورې ټاپې د ولس له ادرسه هېڅکله نه وې، دا دیني ټرمینالوژۍ دي او د دیني مونوپول لرونکو شاتګپالو ډلو له ادرسه راغلي. ستونزه تل هغو ډلو کې پاتې شوې چې تیاره او نالوستې ټولنه کې یې ګټې وې.
دم ګړۍ افغانه ټولنه په مطلق ډول د طالب څخه بېزاره ده او د دوی دکتاتورۍ او مطلقې دیني واکمنۍ سره جوړه نده. کار نشته، د ښوونې او روزنې ورونه پورې دي، ښځې د ټولنې له منځه په مطلق ډول ویستل شوې دي او واک یوازې یوې کوچنۍ مذهبي ډلې، چې ټول پښتانه او نارینه دي، په لاس کې نیولی دی. په دې توګه یې ښځې، نجونې، نارینه، قومي او مذهبي لږکي او بله هره ډله له دې وطن څخه تېښتې ته مجبوره کړې ده چې د دوی په څېر فکر نلري یا دوی ځنې د ګواښ احساس کوي. خو افغان ولس او نوی سیاسي نسل باید په دې پوه وي چې له دې عصر حجر څخه د افغان ولس د وتلو لار تېرو شلو کالو پلورل شویو سیاستوالو سره نشته، او دا تاریخي بار د دوی پر اوږو دی. دوی پورې ده چې دې کشالې ته به د دې خاورې د ټولو انسانانو اړتیاو او حقونو ته په کتو حللار پیدا کوي او هر هغه حلار چې وي، د ټولو افغانانو د ستونزو انعکاس باید پکې وي. پرته له دې امکان نلري چې دې روانې ستونزې ته دې دایمي حل پیدا شي. دوی پورې ده چې طالب سره د دین پر بنسټ نه، بلکې د خپلو دنیوي ستونزو او غوښتنو پر بنسټ چلند وکړي.
وصیل فیضي د ویانا پوهنتون کی افغان محصل
یادونه:
د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.