طالبان ولې ملي ارزښتونه نه مني؟

0

الهام الدين افغان    

 ملي ارزښتونه ديوې ټولنې  د باورونو او معتقداتو  يوه ارزښتناکه  ټولګه  ده چې په يوه  ځانګړې کولتوري  ټولنه کې شتون لري، چې د هغې ټولنې  تاريخي اصالت  او ارزښتونه پکې  انعکاس مومي چې ډيری وختونه،  د ټولنی د فرهنګ  او تاريخ څرګندونه کوي  . ملي ارزښتونه د هرې ټولنې دديني معتقداتو  او کولتوري  باورونو د تعريف هنداره ده چې تر مخه يې هغه ټولنه په هر اړخيزه توګه پېژندل کېږي . افغاني ټولنه هم د يوې دودېزې او کولتوري ټولنه په توګه تل د خپلو ملي ارزښتونو پالونکې پاتې  شوې ده .

خوله کله چې وسله وال طالبان په افغانستان کې واک ته رسيدلي دي ، نو هممهاله د ولس دهيلو پر وړاندې ودريدلي دي .  يو په دغو ملي ضد اقداماتو کې هم ،  د ملي ارزښتو نو په مقابل کې دطالبانو ودرېدل  دي چې لا له لومړۍ ورځې يې پېل کړي دي . ددوی له راتګ سره سم ، اساسي قانون تعطيل شوی دی ، دافغانستان اساسي قانون ته چې د ملي وثيقې يا ملي ارزښت په توګه کتل کېږي خو طالبانو دغه قانون منسوخ اعلان کړی او تردې دمه دوی د قانون په نوم څه نلري چې پر مټ يې دخپلې حکومتولۍ چارې پر مخ بوزي . دوی پر اساسي قانون باور نلري او وايي چې ، قران او شريعت يې دپرېکړو سرچينه ده .

همدارنګه ملي بېرغ هم چې دافغان ملت د ملي ارزښتونو سېمبول دی د طالبانو د واک ته رسېدو په لومړۍ ورځ له حکومتي ادارو راکوز شو او پر  ځای يې دوی دبېرغ په نوم هغه سپينه ټوټه پورته کړه چې کلمه پرې ليکل شوې ده . د پښتو ژبې يو ليکوال چې د ليکنې له ليکوال سره يې دخبرو پرمهال خپل مستعار نوم فهيم الله ياد کړ وويل: ((حکومتونه او ګوندونه ځي راځي ، خو په يوهيواد  او ملت کې ځينې داسې تلپاتې او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې ټول ملت  په يوه خوله وي او توافق پرې لري ، که هر ګوند او ډله واک  ته رسېږي ، نه يوازې ددغو ارزښتونو د بدلون  هڅه نه کوي ، بلکې  ورته معتقد وي او پالي يې ،په افغانستان کې ديني او ملي ارزښتونه ددې ټولنې معتقدات او باورونه دي  ، چې هر افغان يې په پاللو او ارزښت ورکولو مکلف دی .

 د تاريخ په اوږدو کې چې هر ې سياسي ډلې او افرادو ددغو ارزښتونو په خلاف اقدام کړی او يايې  ور ته په سپکه کتلي او له پامه يې  غورځول دي ، هغوی سپک شوي او د تاريخ کندې ته غورځيدلي دي )) هغه زياتوي پر حاکمه ډله غږ کوي چې د ملت ارزښتونو ته ژمن شي او له پامه يې ونه غورځوي . طالبانو په دې وروستيو  کې ، په لويو لارو کې پر غرونو او همدارنګه په عامه ودانيو رسم شوی ملي بېرغ سپين کړ چې په دې سره يې زيات افغانان خفه کړل .فهيم الله زياتوي : په لومړيو کې طالبان په ډېرو احساساتو کې وو او دا يې ويلې چې دوی افغانستان فتحه کړی دی خو وروسته تمه دا وه چې ؛ کله يې احساسات ارام شي دوی به ملي بېرغ ته ديو ارزښت په توګه وګوري او احترام به يې وکړي او مشران به يې  د ملي بېرغ  د راکوزولو مخه ونيسي ، خو داسې و نه شول او د ارګ  له لوړې ماڼۍ هم ملي بېرغ راښکته شو .

  دکار پوهانو په وينا د افغانستان ملي بېرغ هم ملي دی او هم تر ټولو اسلامي دی. ملي ځکه دی چې هر رنګ ېې د خپلې زمانې د حالاتو اوتاريخي رواياتو څرګندونه کوي ،همدارنګه  د رنګونو له مخې اسلامي دی  په دې معنا چې د اسلام په ټولو غزاګانو  کې له تور ، سپين او شين رنګونو بېرغونو  ګټه اخيستل شوې ده ، نو له دې درې برخو څخه يې دوه برخې له اسلامي رنګونو رغېدلې دي او په  اسلامي کلمه هم ښکلی شوی دی.

د اسد اته ويشتمه چې افغانان يې د خپلې ملي ورځې په توګه پېژني ، هغه ورځ ده چې پاچا امان الله خان  دانګليس له استعمار نه ازادي اخيستې خو دا چې دا ورځ د افغانانو د ملي ورځې استازولي کوي . دسياسي خپلواکۍ ترلاسه کول په افغاني ټولنه کې داصلاحاتو اود سياسي اقتصادي او فرهنګي بدلونونو په پراخ غورځنګ بدل شوي او افغانان په خپله ټولنه کې د زياتو بدلونونو شاهدان شوي دي  ، طالبان دغه ورځ د ازادۍ د ورځې په توګه نه يادوي . د تاريخ پوهنځي يو استاذ چې نه غواړي نوم يې ذکر شي په مستعار نوم ( عبيد الله ) وايي له بده مرغه چې ددغو ارزښتونو درناوی نه دی شوی  زياتوي: (له بده مرغه افغانانو له خپلواکۍ اخيستو وروسته هم ډېرې ستونزې ګاللي دي چې لا هم دوام لري .
دخپلواکۍ له تر لاسه  کولو وروسته بدلونونو   وښودله چې دافغانستان سياسي او ملي  هويت لا تراوسه پورې د پرديوله تېري خوندي نه دي  دطالبانو په شتون کې بهرني  تيري  او نور موارد ددې کارڅرګندوى دى چې زموږخپلواکي او ملي ارزښتونه له خطرونو سره مخامخ دي چې دا په ښکاره بهرنۍ دسيسې دي . د پرديو مزدورانو ته د بادارانو  نوکري له خپلو ملي ارزښتون نه ډېره معتبره ده  .) هغه زياتوي  د افغانستان دهويت زيات دوښمنان دي ، او دا دوښمنان زياتره د خپلو ګوډاګيانو او لاسپوڅو په وجود کې ملي ارزښتونه لوټوي . دا په لوی لاس د يو ملت تاريخ او هويت له منځه وړل دي .

همدارنګه ملي سرود چې طالبانو نفې کړې ، د افغانانو دملي تشخص سېمبو ل دی  تر ډېره تصور دادی چې دا يواځې يوه سندره نه ده بلکې تر شا يې يو لوي مفهوم پروت دی او دافغانستان د قومونو ترمنځ د اتصال يوه کړۍ ده ځکه هر قوم په کې د خپل نوم په اورېدو د خپل هيواد د مالکيت احساس کوي .

 یو افغان ليکوال تاج محمد  وايي :((افغانان په احترام  ملي سرود ته ودرېږي  او لاس ورته په سينه ږدي د ملي سرود اوريدل هر افغان ته د وطن دوستۍ احساس ورکوي  څوک په کې د بې وطنۍ نهيلي حس کوي ، بل ته  له ملت سره د مينې احساس ورکوي  ملي بېرغ په بېروني غونډو او  په  کرېکټ لوبو کې  دافغانانانو احساسات په څپو راولي ، هلته څوک د طالب سپينې جنډې ته ترجيح نه ورکوي ، خو ملي بېرغ او دافغانستان ملي سرود ، ته د تعظيم سر ټيټوي )) .

د ملي سمبولونو پېژندنه هم دا ده چې يو ملت يې  دخپل هويت په رڼاکې تعريف کړي او دخپل تشخص هنداره یې وبولي ، که د بېرغ په څېر  په رنګونو کې انځور وي  یا دغږ په بڼه خو د ملي هويت څرګندونه په کې وشي . زياتره د نظر خاوندان پر دې باور دي چې  ملي اتلان ، ملي ‌سمبولونه ، ملي سرود او ملي بېرغ ملي صبغه لري او ولس رامنځته کړي دی هيڅو يې بايد د محوه کېدو کوښښ ونه کړي ، که د فزيکي محوه کېدو هڅه يې  وشي خو له زړونو او فکرونو يې  څوک نه شي لرې کولی .

په  نړۍ  کې زياتره سياسي بدلونونه راځي  نظامونه او حکومتونه بدليږي  خو ملي ارزښتونه  يې پر خپل ځای پاتې وي او څوک يې د بدلون هڅه نه کوي افغانستان بيا يو ډېر متفاوت هيواد دی ، چې په هر  بدلون سره يې  ملي پوځ ، پوليس ، بېرغ ، سرود او نور ګڼ ارزښتونه لمنځه ځي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *