درې میاشتو وروسته د انګور اډې سرحدي بازار بېرته پرانیستل شو
عکس: @داود جبارخیل
داود جبارخیل
د انګور اډه او پاکستان ترمنځ د انګور اډې مهم سرحدي بازار، چې له تېرو شاوخوا درې میاشتو راهیسې تړلی و، د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، سوداګرو او ولسي استازو د ګډې جرګې او هڅو وروسته یو ځل بیا د سوداګرۍ او ولسي تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو.
ځايي سرچینې وایي، تېره ورځ د پولې دواړو غاړو ته د وزیر قوم مشرانو، سوداګرو او قومي استازو یوه مهمه جرګه کړې وه، چې پکې د بازار د بیا پرانیستلو، د امنیت د ټینګښت، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د خلکو د ستونزو د حل په اړه مفصلې خبرې وشوې. د جرګې ګډونوالو ټینګار کړی و چې د پولې تړل کېدو نه یوازې سوداګر، بلکې عام خلک، مزدوران او ناروغان هم له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.
د جرګې له پرېکړې وروسته نن سهار د انګور اډه بازار او پولهییزه لاره بېرته فعاله شوه او د دواړو غاړو ترمنځ د مالونو لېږد، تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه بیا پیل شول.
د بازار د بیا پرانیستل کېدو سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړې او وایي، د پولې د بندېدو له امله یې کاروبارونه سخت زیانمن شوي وو. د سیمې دوکانداران وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د بازارونو فعالیتونه کم شوي، سوداګریز توکي ګران شوي او ګڼ خلک بېروزګاره شوي وو.
د سیمې یو سوداګر افغان دیاسپورا شبکې ته وویل:
“د بازار بندېدو زموږ کاروبارونه درولي وو. خلک بېروزګاره شوي وو او د دواړو غاړو ولسونه له سختو مشکلاتو سره مخ وو. اوس هیله لرو چې حالات به بېرته عادي شي.”
یو بل ځايي اوسېدونکي وویل:
“کله چې پوله تړلې وه، ناروغان، محصلین او عام مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ وو. اوس د لارې پرانیستل د خلکو لپاره یو لوی راحت دی.”
د سیمې قومي مشران وایي، هڅه کوي چې د دواړو غاړو ترمنځ ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، څو په راتلونکې کې د پولې د تړل کېدو له امله ولسونه له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ نه شي.
د یادونې وړ ده چې انګور اډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي، چې هره ورځ پرې سلګونه کسان او سوداګریز موټر تګ راتګ کوي.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
