د ولسمشر داود خان د سقوط تاریخي کیسه

Habib Rahman Habibi, aid to Former President of Afghanistan, Hafizullah Amin.
عبدالوکیل اټک
نږدې پنځوس کاله وروسته له هغه چې د افغانستان لومړی جمهوریت راوپرځېد، یو کمسارې او زړهبوږنونکې کیسه راڅرګندېږي.
یو عيني شاهد ٬ حبیب رحمان حبیبي چې د ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ، سیاسي اختلافاتو او د هغه د کورنۍ د خونړۍ پای په اړه نوی رڼا اچوي.
حبیبي د پخواني جمهور رئیس حفیظ اللّٰه امين نږدې ملګری او د اردو سیاسي چارو په لوی ریاست کې د تشکیلاتو او سازماندهۍ مسؤل و.
“زموږحزب له لومړۍ ورځې د داود خان د جمهوریت مدافع وه، “په ۱۳۵۲ کال کې چې داود خان پاچاهي ختمه کړه او جمهوریت یې اعلان کړ، زه په قلعهي جنګي کې منصبوال وم. موږ افسران د جمهوریت لپاره ژور اخلاص درلود. هر مازیګر به موږ د پښتونستان واټ کې راټولېدو، او د نوي نظام د راتلونکي په اړه به مو خبرې کولې.
حبیبي وايي، د داود خان واک تر لاسه کولو لږ وروسته، د خلق دموکرات ګوند مشران لکه نورمحمد ترکی او حفیظالله امین سره یې وکتل. “هغوی راته وویل: موږ جمهوریت تاییدوو، او چمتو یو چې د دولت سره د یوې جبهې په بڼه همکاري وکړو. امین را ته وویل: نورو افسرانو ته هم دا پیغام ورسوه چې جمهوریت وساتي، حتا د داود خان په نشتون کې.”
خو ژر یې درک کړه چې دا همکاري دوام نه لري. د مذهبي ډلو، قومي توندلارو، او داود خان د واک زیاتېدو سره، د خلق ګوند اندېښمن شو.
“داود خان نورو ګوندونو ته اجازه ورنهکړه، فشار یې راوست، او د جزا قانون یې ډېر سخت تدوین کړ. سره له دې، موږ بیا هم مخالفت ونهکړ، خو کله چې یې زموږ پر ګوند برید وکړ، دا زمونږ لپاره د ځان دفاع خبره شوه.”
د ثور کودتا شپه – او د کورنۍ د وژل کېدو ادعا
تر ټولو دردناکه برخه د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا اړوند ده، چې داود خان او ټوله کورنۍ یې ووژل شول. خو، حبیبي د یوې حیرانونکې ادعا یادونه کوي: ګواکې داود خان خپل زوی ته امر کړی و چې کورنۍ یې ووژني، ترڅو د اسارت یا توهین له برخلیک سره مخ نه شي.
“ګلالۍ، چې د داود خان د مشر زوی مېرمن وه، ویلي و چې داود خان خپله کورنۍ ګلخانۍ ماڼۍ ته راټوله کړې وه، او خپل دریم زوی ویس ته یې امر کړی و چې هغوی ووژني. دا خبره داود ملکیار هم کړې، که څه هم ویډیو لا موږ لاس کې
نشته.”
حبیبي وايي: “که دا سمه وي، دا د افغانستان تاریخ ته یوه ترخه بڼه ورکوي.”
حبیبي زیاتوي، داود خان ته د تسلیمېدو وړاندیز شوی و. “قومندان امامالدین ته وظیفه ورکړل شوې وه چې دا پیغام ورسوي. خو داود خان پر ځای د تسلیمېدو، لومړی فیر وکړ — او دا یې د پای پیل و.”
“باوجود د ټولو نیمګړتیاوو، داود خان وطنپال شخصیت و. هغه د دې برخلیک مستحق نه و.”
نن ورځ، د داود خان میراث لا هم تر بحث لاندې دی. یو شمېر خلک هغه اصلاحطلب بولي، خو نورو ته هغه یو مستبد و. خو د حبیبي لپاره دا یوازې سیاست نه و دا شخصي خبره ده:
“موږ د داود خان جمهوریت دفاع وکړه، ځکه موږ د یو عادلانه او پرمختللي افغانستان خوب لیدلی و. کله چې دا خوب مات شو، د افغانستان یوه برخه هم له منځه لاړه.”
بشپړه مرکه د افغان دیاسپورا نیټورک یوتیوب کانال کیې کتلی شی.
عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.