نړیوال عرف ،او داوبو نړيوال تړونونه
محمد امين ظريف اصلا تړون یوه حقوقي اړیکه ده .چې د دواړو لوریو حقوق او وجایب په ځاي کوي...
محمد امين ظريف اصلا تړون یوه حقوقي اړیکه ده .چې د دواړو لوریو حقوق او وجایب په ځاي کوي...
الهام الدين افغان* افغاني ټولنه يوه رواياتي ټولنه ده چې تل يې په خپلو کولتوري رواياتو ټينګار کړی او دغه...
الهام الدين افغان په افغانستان کې د پخواني جمهوري دولت تر سقوط وروسته چې۲۰۲۱کال د اګست په پنځلسمه طالبان د واک...
الهام الدين افغان واکمنو طالبانو منلې چې په سرحدي سيمو کې پراته کډوال به دافغانستان نورو سيمو ته ولېږدوي طالب...
بولان یوسفزئ د وې اې ډې سي لخواتنظیم شوی یو ورځني کانفرانس کې دایراني او افغان میرمنو باندې د طالبي...
الهام الدين افغان افغانستان یوه دوديزه او قبيلوي ټولنه ده چې زیاتره قومي شخړې حقوقي او جزايي مسایل په کې د عدلي...
الهام الدين افغان وروسته تر هغې چې ، طالبانو د ملګرو ملتونو پر ښځينه کار کوونکو دفترونو ته په ورتګ او کار...
الهام الدين افغان طالبانو په يو تازه اقدام کې ، د پروان ولايت په چاريکارو کې خياطان يا ګنډونکي د ښځينه...
پوهاند محمد بشیردودیال د زغم او تحمل د ورځې په مناسبت موږ په ټولنه کی ژوند کوو ، د ټولنیزوالي...
الهام الدين افغان دنړۍ په زیاترو هېوادونو کې د بیان ازادۍ ته ژمنتیا شته او وګړي یې حق لري چې له سانسورپرته خپل نظریات څرګند کړي او دا حق یې په قوانینو کې تسجیل وي . خو افغانستان بیا هغه هېواد دی چې وګړي یې د تا ریخ په مختلفو پړاوونو کې د بیان د ازادۍحق ته بیخي لاسری نه دی پېدا کړی او که یې پېدا کړی بیاهم په هغه پېمانه ، نه چې سمه ګټه ترېپورته شوې وي . د ۱۹ ميلادي پېړۍ په شپېتمو کلونو کې د ولسواکۍ په لسیزه کې په نسبي ډول افغانانو دا حقحاصل کړ چې خپل فکر د رسنیو په رامنځته کولو سره اظهار کړي ، خو د بیان د ازادۍ دا پېر ډېرمحدود ؤ ، او درژیم په بدلون سره د بیان ازادي هم زندۍ شوه . په ۲۰۰۱ کال کې چې د امریکا او ناتو په مشرۍ د طالبانو رژیم نسکور شو او د بن د تړون په اساسپه افغانستان کې لنډ مهالی حکومت جوړ شو نو د بیان ازادۍ ته هم د یو حق په سترګه وکتل شول او کله چې پر همدې مهال د افغانستان لپاره نوی اساسي قانون تصویب شو نو ددغه قانون په څلور دېرشمه ماده کې د بیان ازادي هم تسجيل شوه . د قانون په دې ماده راغلي وو چې « د بيانآزادي له تيري څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا نورو وسيلو له لارې، په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرګند كړي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي. د مطبعو، راډيو او تلويزيون، د مطبوعاتو دخپرولو او د جمعي ارتباط په نورو وسايلو پورې مربوط حكمونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.» د اساسي قانون دهمدې مادې پربنسټ د رسنیو قانون رامنځه شو چې له مخې یې سلګونه راډېو ګانې او اخبارونه او لس ګونه تلویزونونه تاسیسشول . دې حالت دوه لسیزې دوام وکړ چې بالاخره یو ځل بیا د طالبانو په واک ته رسېدو اوله افغانستان نه دامریکا او ناتو په تګ سره د بیان ازادۍ ته هم د پای ټکی کېښودل شو. سره له دې چې په افغانستان کې یومحدود شمېر تلویزونونه او راډېو ګانې خپرونې لري خو خپرونې یې بشپړ سانسور او پر طالب واکمنو د نیوکو جرات نه شي کولی . رسنۍ هغه څه خپروي چې طالبان یې غواړي او ددوی له خوښې پرته دهيڅ مطلب په خپرولواقدام نه شي کولی . د رسنیو لپاره کومه مشخصه کړنلاره نه ده موجوده چې تر مخه یې دوی دخپرونو تګلاره وټاکي یواځې واکمنو ته ګوري چې په څه خوشحالېږي خپروي یې او په هغه څه چې خفه کېږي له خپرولویې ډډه کوي . د یو سیمه ییز تلویزون خبریال وايي چې مشر یې ورته ویلي چې داسې څه به نه رېپوټوئ چې طالبان پرې خفه شي . یوهٔ بل خبریال د لیکنې لیکوال ته وویل چې د رسنۍ مالک یې ورته ویلي چې ، د هر دڅه خپرولومسولیت په خپله خبریال لري ، که د طالبانو پر خلاف یې څه خپاره کړل ورته د پېښېدونکي ګواښ زمه وار به په خپله وي . په افغانستان کې د بیان د ازادۍ اوسني حالت د ژورنالیستانواو خبریالانو ټولنې او په خپله خبریالان اندېښمن کړي دي . د ژورنالیستانو ملي ټولنې د روان...