درییمه برخه: په افغانستان کې فدرالیزم 

0 44
افغان٬ افغاني او افغانستاني د تاریخ له نظره - 7

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی.

جاوېد احمد قايم

الف: سریزه

د پورته پرتلیزو قضیو پر بنسټ دا پوښتنه راولاړیږي چې ایا فدرالي نظام د افغانستان لپاره مناسب غوراوی (اپشن) دی او که نه؟ که څه هم فدرالیزم ډېر ځله د حکومتدارۍ د ستونزو د حل په توګه وړاندې کېږي، خو دا نه کوم نړیوال درمل دی او نه هم کومه جادویي نسخه. هر هېواد دا نظام د خپلې تاریخي تجربې، کلتوري جوړښت او اړتیاوو سره سم تنظیموي، چې پایلې یې له یوه هېواد څخه تر بل هیواده پورې ډېر توپیر لري.

په افغانستان کې د اساسي قانون د جوړېدو یا تعدیل پر مهال سیاسي بحثونه تل فدرالیزم ته ورګرځي او افغان او نړیوال پوهان په دې برخه کې سخت متفاوت نظرونه وړاندې کوي. په همدې ترتیب سیاستوال بیا له دې بحثه د خپلو سیاسي اجنډاو لپاره ګټه اخلي.

د پورتنیو څیړنو په اساس،‌ د لیکونکي استدلال دا دی چې فدرالي نظام د افغانستان د حکومتدارۍ اړتیاوو ته یو مناسب ځواب نه دی.

ب: بحثونه او ملاحظات
۱تاریخي شالید:

افغانستان د پېړیو په اوږدو کې د واکمنانو د بدلونونو، بهرنیو یرغلونو او داخلي سیالیو شاهد پاتې شوی، خو سره له دې یې بېلابېلې قومي او ژبني توکمونه تر ډېره د متمرکز نظامونو تر چتر لاندې یو ځای پاتې شوې دي. هغه تیرې تجربې چې په افغانستان کې یې ځواکمن سیمیزواکمنان راپورته کړي دي، زیاتره د ثبات پر ځای د بې ثباتۍ او وېش لامل شوی دی.

له بلې خوا، فدرالیزم په نسبي ډول یو نوی مفهوم دی چې په لویدیځو هېوادونو کې یې ښه کار ورکړی، خو په ختیځ کې یې بریالۍ بیلګې یېډېرې کمې دي. د افغانستان تاریخي تجربه ښيي چې ثبات ډېر وخت د پیاوړو مرکزي بنسټونو له لارې تامین شوی دی.

۲. حکومتي خدمات:

د فدرالیزم ملاتړي استدلال کوي چې د واک وېش یا غیرمتمرکز نظام؛ حکومتداري ښه کوي. دا خبره تر یوې کچې سمه ده. خو هېڅ قاطع ثبوت نشته چې یوازې فدرالي سیستمونه د واحدو حکومتونو په پرتله غوره عامه خدمات وړاندې کوي. څیړنې ښي چې ځینې مرکزي حکومتونه چې واک یې په سیمه‌یزه کچه ویشلی وي، ډېر اغېزمن عامه خدمات وړاندې کوي. برعکس، ځینې فدرالي نظامونه د صلاحیتونو د تداخل او موازي ادارو له امله له ناکارۍ سره مخ وي.

په افغانستان کې کاواکه او کمزوري دولتي بنسټونه دا په ډاګه کوي چې د حکومت د طبقو څو چنده کول به نه دا چې بې کفایتي کمه نه کړي بلکې نوره به یې هم زیاته کړي. 

 ۳. قومیت او هویت:

په افغانستان کې د فدرالیزم ځینې پلویان دا ادعا کوي چې فدرالي نظام به قومي ډلې بااختیاره کړي. خو د دولت وېشل د قومیت پر بنسټ – چې ورته قومي فدرالیزم (Ethno-federalism) ویل کېږي، د فدرالیزم تر ټولو ډېره بې‌ثباته بڼه ده. د ایتوپیا وروستۍ ګډوډي ښکاره کوي چې قومي فدرالیزم د هویت ستونزې نه حلوي، بلکې لا يې پسې زیاتوي. ان کاناډا چې له تر ټولو غیرمتمرکزو فدرالي هېوادونو څخه دی، لا هم د کبېک (Quebec) د بیلتون غوښتنې له جریانونو سره لاس او ګریوان دی. سربېره پر دې، د یوګوسلاویا تجزیه هم د همدې ډول سیاسي جوړښت تر ټولو سخت او تاریخي درس دی.

نو له همدې امله، په افغانستان کې د حکومت په رسمي جوړښت کې د قومیت بنسټیز کول به د ملي یووالي پر ځای وېش ته قانوني بڼه ورکړي، بېلتون پاله مشران به لا نور هم بااختیاره کړي او هېواد به د کړکیچ او تجزیې پر لور یوسي.

۴. اقتصادي ملاحظات:

په ننني نړیوال اقتصاد کې د هېوادونو سیالي د ګډو اقتصادي تګلارو په شتون پورې تړلې ده. ان د امریکا متحده ایالات، جرمني او هندوستان په څېر پیاوړي فدرالي هېوادونه د سوداګرۍ، مالیې او پولي تګلارو په برخه کې متمرکز کنټرول ساتي څو اقتصادي ثبات او ملي همغږي یې خوندي پاتې شي.

غېر متمرکز فدرالیزم د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه الګو نه ده. که افغانستان په داسې فدرالي واحدونو ووېشل شي چې هر یو یې اقتصادي خپلواکي ولري، نو پایلې به یې خطرناکې وي. دا کولی شي د هېواد ملي اقتصادي سیالي زیانمنه کړي او د نا برابر پرمختګ او د سرچینو د ناسمې استفادې لپاره لاره پرانیزي.

 له همدې امله، اقتصادي تجربې ښيي چې د افغانستان په شان هېوادونه د ملي یووالي، د بازار همغږي او عادلانه پرمختګ لپاره پیاوړي مرکزي اقتصادي مدیریت ته اړتیا لري، نه د واک داسې وېش ته چې هره سیمه یې خپله اقتصادي اجنډا ولري.

۵. دفاع او امنیت:

د هیوادونو دفاعي نظام د فیدرالي حکومتونو په شمول په ټوله نړۍ کې متمرکز وي. په تاریخي لحاظ، فدرالي هېوادونه د همدې لپاره جوړ شوي چې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې ګډه پوځي وړتیا ولري.

افغانستان چې په جیوپولیټیک لحاظ په حساسو سیمو کې موقعیت لري. له پرانیستو پولو، سیمه‌ییزو لاسوهنو او امنیتي ګواښونو سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د امنیت او دفاع واک سیمو یا ایالتونو ته سپارل عملي نه دي او نه هم د هېواد ملي حاکمیت خوندي کولی شي.

یوازې واحد او ملي منظم دفاعي سیستم کولی شي د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت تضمین کړي.

۶. سیمه‌ییز جیوپولیتیک:

د افغانستان جغرافیایي موقعیت چې جنوبي او مرکزي اسیا سره نښلوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو او پولو پېچلي اختلافات لري، د قوي مرکزي حاکمیت اړتیا لا ډېروي. که په افغانستان کې کمزوری یا ویشلی فدرالي جوړښت رامنځته شي، بهرني ځواکونه به وکولی شي له سیمه‌ییزو چارواکو سره جلا-جلا معاملې وکړي، چې دا به د ملي حاکمیت بنسټونه کمزوري کړي او قومي یا سیمه‌ییز اختلافونه به لا پسې را وپاروي. له همدې ډاره اندونیزیایانو د فیدرالي حکومت پر ځای، مرکزي حکومت غوره کړ.‌

۷. د قومي وېش محدودیتونه:

له بلې خوا په قومیت ولاړ حکومتي جوړښتونه نه شي کولای د ټولنې د ټولو ډلو ګټې او غوښتنې خوندي کړي. په افغانستان کې د قومونو جغرافیایي سرحدونه روښانه نه دي. په جنوب، شمال او ختیځ کې مختلف قومونه ګډ سره اوسېږي او د یو بل تر منځ یې کره جغرافیایي کرښې نه شته. که قومي فدرالیزم رامنځته شي، نو په یوې سیمې کې به یواځې یو قوم رسمي واکمن وپېژندل شي او نور قومونه به په همدې سیمه کې دویمه ‌درجه خلک ګڼل کیږي.

دا ډول جوړښت به:

  • ټولنیزې کړکېچنې اړیکې نورې هم کړکېچنې کړي؛
  • تبعیض ته به رسمي زمینه برابره کړي؛
  • او د خلکو اجباري کډوالۍ او داخلي بې‌ځایه کېدنې ته به لاره هواره کړي.

لکه څرنګه چې د اتوپیا تجربې وښودله چې قومي فدرالیزم د قومي ستونزو دحل پر ځای لا نورې ستونزې راولاړې کړي. څیړنو ښودلې ده چې په داسې نظامونو کې پر یوې منطقې د څو قومونو موازي دعوا ډیره او د دوی تر منځ د واک پر سر شخړې لا پسې ډیرې او شدیدې شوې دي.‌ 

د پخوانۍ یوګوسلاویا تجربه هم ښيي چې ان ډیر راډیګال میکانیزمونه لکه د ولسمشرۍ نوبتي نظام هم د قومي ستونزو مخه نه شي نیولی او نه یې حلولی شي.

ج: مخ ته پرته لار

که څه هم د فدرالي نظامونو پرتلیزه څېړنه ګټور درسونه لري، خو افغانستان باید ځان یوازې تر فدرالي نظامونو پورې محدود نه کړي. هغه هېوادونه چې قوي واحد یا (مرکزي) نظامونه لري، لکه چین او فرانسه، دا ښيي چې متمرکزه حکومتولي که د ښه طرحه شویو غیرمتمرکزو جوړښتونو سره یوځای شي، کولای شي هیواد ښه اداره کړي، خدمات په مؤثره توګه وړاندې کړي او ملي یووالی وساتي. د فدرالي او غیر فدرالي دواړو نمونو څېړنه کولای شي افغانستان سره مرسته وکړي چې د خپل ځانګړي تاریخي، فرهنګي او جیوپولیټیک وضعیت مطابق یو داسې نظام جوړ کړي، چې د سیمه‌ ییزو واکونو ګټې د قوي مرکزي حکومت له ثبات سره یوځای کړي.

۱. غیرمتمرکیزه حکومتولي

افغانستان د فدرالیزم پر ځای د یو واحد (مرکزي) نظام دننه د یو اغېزناک غیرمتمرکز جوړښت ته اړتیا لري. د حکومتولۍ سیستم باید په پنځو کچو کې تنظیم شي: مرکزي، ولایتي، ښاري، ولسوالي او کلیواله کچه، او د هرې کچې صلاحیتونه او حساب ورکوونه باید روښانه وي. د زده‌کړې، روغتیا او برېښنا په څېر خدمات باید په عادلانه او مؤثره توګه خلکو ته ورسول شي. لکه څنګه چې د کاناډا تجربه ښيي، د دندو روښانه وېش او د حکومتونو ترمنځ همغږي کولای شي شخړې راکمې او د خدماتو وړاندې کول ښه کړي. د افغانستان لپاره د داسې ولس‌واکه بنسټونو جوړول چې د خدماتو د وړاندې کولو وړتیا ولري، بنسټیز اهمیت لري. پرته له داسې بنسټونو څخه فدرالیزم به یوازې د ناکامیو او بې‌کفایتیو کچه نوره هم لوړه کړي.

۲. سیاست او ملي ګوندونه

ډیموکراسي یا ولسواکي هغو سیاسي ګوندونو ته اړتیا لري چې د قومي هویت پر ځای د ملي هویت او فکري ایډیالوژۍ پر بنسټ ولاړ وي. افغانستان باید داسې ګوندونه وهڅوي چې د قومونو تر کرښو تېر شي او پر اډیالوژي ولاړ وي. مونږ کولای شو دوه ګوندي لکه امریکا او یا هم څو ګوندي لګه جرمني او هندوستان نظامونه ولرو. د افغانستان شخړه د تاریخ له لحاظه زیاتره د روشن فکرو (مدرنیستانو) او محافظه کارو (سنت‌پالو) تر منځ ده، نه د قومونو ترمنځ‌. د کاناډا له تجربې څخه، په ځانګړي ډول د کیوبېک (Quebec) له ستونزې، افغانستان باید زده‌کړه وکړي او له هویت‌محورو ګوندونو ډډه وکړي. پر ځای یې، باید یو ګډ، ملي سیاسي مشارکت رامنځته کړي. په ځانګړي ډول، د خلکو له منځه راټوکیدلي ملي او متنوع ګوندونو په پیاوړتیا سره افغانستان کولای شي داسې ولسواکه نظام جوړ کړي چې خپل ولس سره یو موټی کړي.

۳. قومي تنوع او فرهنګي خپلواکي

افغانستان که څه هم اوږدمهاله قومي جګړې نه دي لیدلي، خو سیاسي شخړې یې ځینې وختونه قومي بڼه خپله کړې ده. له پېړیو راهیسې بېلابېلو قومونو په نسبي همغږۍ او سوله کې ژوند کړی او حتی د کړکېچونو پر مهال یې یو د بل ملاتړ کړی دی. د قومونو پر بنسټ فدرالیزم به د یووالي پر ځای وېش ته قانوني بڼه ورکړي. د دې پر ځای افغانستان باید د تنوع د منلو لپاره ولایتونو او ولسوالیو ته په فرهنګي چارو کې، په زده‌کړو کې او ددودونو په لمانځلو کې خپلواکي ورکړي، خو سیاسي یووالی او مرکزیت وساتي. د جرمني بېلګه ښيي چې د فرهنګي چارو غیرمتمرکز چلند څنګه د ملي حاکمیت له ګواښ پرته د تنوع درناوی تضمینوي.

۴. مالي توازن او عدالت

د جرمني د مالي توازن (Fiscal Equalization) او د کاناډا د مالیاتو د وېش سیستم ښيي چې د سیمو ترمنځ اقتصادي نابرابرۍ کولای شي د مرکزي واک له کمزورتیا پرته اداره شي. افغانستان چې یو کمزوری اقتصاد او د سرچینو نابرابره وېش لري، باید یو شفاف مالي سیستم رامنځته کړي، څو د ولایتونو ترمنځ متوازن پرمختګ یقیني شي. ملي عواید باید په ستراتیژیک ډول ولګول شي، څو د سیمه‌ییزې ناخوښۍ مخنیوی وشي او ملي یووالی پیاوړی شي.

۵. اقتصاد

افغانستان باید د بېوزلۍ د کمولو او د اقتصاد د نوي‌کېدو (عصري‌کېدو) ته لومړیتوب ورکړي. ځانګړي پرمختیايي زونونه، د چین د خپلواکو اقتصادي زونونو (AEZs) په څېر کولای شي اقتصادي وده وهڅوي، پرته له دې چې سیاسي فدرالیزم ته اړتیا پېدا شي. موږ په تاریخي لحاظ د داسې زونونو مثالونه لرو چې د بلګې په توګه د وادي هلمند او ارغنداب د حوازې اداره (Helmand and Arghandab Valley Authority) یادولی شو.‌ دا ډول سیمه‌ییز، هدفمند او نیمه خپلواک نوښتونه کولای شي ولایتونه په اقتصادي لحاظ پیاوړي کړي، په داسې حال کې چې د مالي او سوداګریزې تګلارې ستراتیژیک کنټرول د مرکزي حکومت په لاس کې پاتې شي.

۶. قوي مرکزي دندې

ټول بریالي فدرالي نظامونه خپلې بنسټیزې دندې لکه دفاع، بهرنی سیاست، اسعار او د ملي اقتصاد او سوداګرۍ ستراتیژي د مرکزي حکومت په واک کې ساتي. د افغانستان لپاره هم په دې برخو کې قوي مرکزي واک اړین دی. که څه هم د خدماتو په وړاندې کولو کې غیرمتمرکز نظام د حکومتولۍ کیفیت ښه کولای شي، خو ملي حاکمیت او یووالی یوازې هغه وخت ساتل کېدای شي چې د دولت مهمې او حیاتي دندې د مرکزي ادارې تر کنټرول لاندې وي.

د: پایله

نړیوالې تجربې ښيي چې فدرالیزم پخپله نه د بریا او نه د ناکامۍ نسخه ده. د هغه پایلې د هر هېواد له ځانګړو شرایطو، تاریخ او اداري جوړښت سره تړلې دي. په لوېدیځو هېوادونو کې فدرالیزم هغه وخت بریالی ثابت شوی، چې قوي بنسټونه، د قانون حاکمیت او ګډ ملي هویت یې د تنوع تر منځ د یووالي لپاره جوړ کړی وي. خو په کمزورو هېوادونو لکه ایتوپیا او پخوانۍ یوګوسلاویا کې فدرالیزم د وېش او شخړو لامل شوی دی.

فدرالیزم د ثبات لپاره لنډه لاره نه شي ګڼل کېدای. د افغانستان د اوسني وضعیت له مخې، چې قومي وېش یې خپور، بنسټونه یې کمزوري، د قانون حاکمیت یې محدود، اقتصاد یې وروسته‌پاتې او له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، فدرالیزم یو خطرناک انتخاب ګڼل کېږي. د هېواد د قومونو پر بنسټ وېشل به نابرابرۍ قانوني کړي، جلاطلبه مشران به ځواکمن کړي او ملي یووالی به زیانمن کړي.

پر ځای یې افغانستان باید یو واحد (مرکزي) نظام غوره کړي، چې په هغه کې د دفاع، بهرنۍ تګلارې، او ملي اقتصادي ستراتیژۍ واک له مرکزه اداره کېږي، خو ورسره د ځایي حکومتولۍ، فرهنګي خپلواکۍ او سیمه‌ییزو اقتصادي نوښتونو لپاره اغېزناک غیرمتمرکز جوړښت رامنځته شي.

که افغانستان له بېلابېلو نړیوالو نظامونو څخه زده‌کړه وکړي، کولای شي د حکومتولۍ داسې یو ماډل جوړ کړي چې ملي یووالی او سیمه‌ییزه انعطاف‌پذیري سره متوازنه کړي، د خدماتو عادلانه وړاندې کولو، دایمي پرمختګ او دوامدار ثبات تضمین کړي. په دې توګه، هېواد به وکولای شي نړیوالې تجربې د خپلې ځانګړو تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو واقیعتونو سره سم تطبیق کړي، پرته له دې چې یو داسې نظام راوړي چې په ورته بې‌ثباتیو او تنوع لرونکو ټولنو کې ناکام ثابت شوی وي.

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی. ښاغلی قایم اوسمهال د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون (ASU) کې د عامه چارو په پوهنځي کې استاد دی. دا لیکنه په Gioafghanica کی نشر شوی. 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *