په ویانا کې دافغان میرمنو دپاره ډیپلوماتیکه مبارزه 

0
سفارت غونډه د میرمنو په باره کې (1)

Manizha Bakhtari, Afghan Ambassador and Permanent Representative to Austria. Photo by @Attock for ADN.

عارف دریا

په شپږم د مارچ د افغانستان سفارت او دایمي نماینده ګۍ په ویانا کې غونډه درلوده په دې غونډه کې

ډیپلوماټانو ، او ویانا مېشتو افغان ډیاسپورا ګډون کړی و. 

په دې غونده ویاناکې د ځینو هیواد و ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و لومړي په ویانا کې د افغانستان سفیرې او دایمي استازې  منیژه باختري خبرې وکړې وربسې پیترا بایر د اوتریش د پارلمان غړي خبرې وکړې او خپله اندیښنه یې د افغانستان د انجونو او میرمنو په هکله بیان کړې ورپسې یو پینل و چې په دې پینل کې م شهرزاد اکبر د بشری حقونو پخوانۍ ریس ، انا مري د اوایس سي ای استازې د ایرلیند ، داکتر ولف ګانګ پتریچ د اوتریش انیستیوت د نړیوالو مسائلو ریس ، داکتر لارا سکارپتا ، د او ایس سي ای د جندر مشره سلاکاره ، فرحت اعظمي د افغانستان د پیوستون مشراو ویانده ، د مالتا سفیره ناتشا میلي داودي ، د بې له سرحده د ټولنې ریسه ادیت شلافر ، د اې سې دې او ریسه  پالاک ، د اوتریش د فیلم جوړوني تجربه کاره  هاله په دې پینل کې ګډون کړی و ددې پینل مودیراتوره  پاپین هاله کوله. .
چې په ټولیزه توګه د افغانستان د میرمنو په هکله دوې خپلې اندیښې او خواخوږي ښکاره کړه. . 
او د ویلو ده چې دپروګرام په بهیر یو لنډه ویډیويي فیلم هم د افغانستان میرمنو په هکله ګډونوالو ته د نندارې لپاره وړاندې شو . منیژه باختري چې دجمهوریت د پېره دلته سفیره ده او خپل محوله امور خورا په متانت او امانتدارۍ په مخ بیایي او په پټه دې پاتې نه وي چې ملګری ډیپلوماټ ټیم یې هم په ښه روحیه سمبال وګړي دي او دلته یې د هېواد ملي توغ لوړ ساتلی دی او دخپلې وسې تر بریده د وطنوالو او هیوادوالو په خدمت کې دي .

  . نن سبا سیاسي اتوموسفیر په افغانانو ډیر خړ دی خو بیاهم سفارت  د خپلې وسې منډه کوي ، په وچو هډوکو لګیا دي د وین مېشتو په خدمت کې دي . 

 باختري چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي فارغه ده دا چې دې په لوړو نومرو فارغه و نو بیرته په کادر کې پاتې شوه او د استاذۍ درنه دنده یې په مخ بیوله ، ددې تخصصي زده کړې د اخبارې خپرونو یا روزنامه نګارۍ په باره کې دی او په دې باره کې یې دوه کتابونه دنیای جالب اخبار او اخلاق و حقوق در روزنامه‌نگاری، لیکلي دی چې لا هم د کابل پوهنتون کې د تدریس وړ دي او ترې په لکچرونو او ریفرینس کې ګټه اخیستل کیږي .

 دې ډیره شاعرانه طبع هم لري ځکه چې دې د هیواد د ستر شاعر او نومیالي لیکوال واصف باختري لور ده چې خپله واصف باختري هم ده ته د یوې فاکولتې حیثیت درلود که دې د ورځې په پوهنتون کې د لیک او قلم سره بوخته وه کور کې بیا د خپل فاضل پلار سره په علمي او ادبي بحثونو مشغوله وه نو ددې د زده کړې ژوند کور مکتب او پوهنتون و دې دریو ځایونو کې د همدې علمي بحثونو او شننو سره مخ وه او ورته ډیره اسانه وه چې ژر او ژور دا علم اوپوهه خپله کړې ، شخصا ډیر لوړفهم او خوږه ادبي لهجه لري ، خو  باختري یوازې په دې بسنه ونکړه کړه د علمي ادبي ژوند سره خواکې یې ډیپلوماټ چاپیریال کې هم ځان و ازمايه د بهرنیو چارو وزارت ماموره شوه ریسه شوه او لنډه دا  چې د ښه استعداد او پوهې له مخې قدم په قدم مخکې ولاړه چې تر سفارته راورسیده.

 د ویانا د سفارته مخکې یې هم سفارتونه کړې دي خو د ویانا سفارت او دایمي استازۍ پر مهال بد  سیاسي محول کې راګیر شوه چې په خورا ښه متانت ورته ولاړه ده. 

 باختري په خپل ماموریت کې وه چې هېواد سقوط سره مخ شو هرڅه اوبو یوړه وطن هم ولاړ او ډیپلوماسي هم په ټپه ودریدله خو ده او ملګرو یې همت دلاسه ورنکړ او لکه پامیر هسکه سختو او تنګو ته وریدله . ویانا د نړۍ د سیاستونو او ملګرو ملتو د سازمان منځی دی دلته نړیوالې ناستې او کړنې سرته رسیږي او همدارنګه دلته د افغانستان د جګړې د پاي په نیت هم د مختلفو ډلو ټپلو ناستې  روانې دي چې  باختري او ملګري یې په ډېر مهارت ددې ناستو ولاړو د بې طرفه ساتلو او نتیجې او خیر ته د رسیدو منډې وهي چې څه ښه یې په  وس وي نه یې سپموي .

 سیاستوالي پرته د ادبيالنې ګرانه ده ،  باختري چې ښه د  ادب استاده ده نو ډیپلوماسي همداسې ادب او ادبي پوهه غواړي سیاستوال باید د سیاستوالۍ مخکې د ادب او سخنوري سره کاملا بلد وي چې دا کار ښه په لوړه پیمانه په باختري کې شته . دا دریم کال دي چې د افغانستان د سفارت او دایمي نماینده ګي په وړاندیز چې د فارسي ژبو هیوادونو د کولتور او ژبې یو ښه دروند جشن نیول کې او دېر یو لوړ دیپلوماتیک ماحول کې چې دا نوښت او ابتکار هم شخصا د  سفیرې دی .

 چې د نورو  ډیپلوماټانو سر بیره د ایران او تاجکستان سفیران ورته راځي ،  دې جشن کې د خبرو وروسته هر هیواد د خپل کولتور که هغه جامه ده که موسیقي ده نمایش ته وړاندې کوي چې په پاي کې یې بیا د هر هیواد خواړه میلمنو ته ښه کولتوري میلمیستیا ورکوي . 

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو فارغ لیکوال او مبصر

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت پهغاړه  نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *