د سراج الاخبار پښتو ژباړه، يو ارزښتمن کار او زيار

0

څېړنوال ډاکټر داود عربزی

 څېړنوال ډاکټر داود عربزی

سراج الاخبار په دې وروستيو کې د هېواد د پياوړي ژورنالیسټ او اکاډميک شخصيت ډاکټر داود جنبش په قلم بشپړ په پښتو ژباړل شوی دی، چې تر اوسه يې د دوه لومړيو کلونو کليکسونونه په جلال اباد کې خپاره شوي دي.

په دې معتبر سند کې ډېر تاريخي، ادبي او ژورناليسټکي مطالب خوندي دي او زما په فکر دا ښه ده چې د هېواد اکثريت نسل د خپل تېر پېر د سياسي، علمي او تاريخي هلو ځلو خبر شي، دا ژباړه په دې هم د ارزښت وړ ده، چې په کې د هېواد د خپلواکۍ ډېر ارزښتمن را پورونه او ويناوې خپرې شوي ، زموږ اوسمهالی او راتلونکی نسل به له خپلې خپلواکۍ او د خپلو مشرانو له سرښندنو خبر شي. بل لور ته د دې ژباړې ارزښت په دې کې هم دی، چې زموږ نسلونه به له خپل کلتور او فرهنګ سره بلد شي، چې په تېره يوه پېړۍ کې موږ د کوم ډول کلتوري او فرهنګي ارزښتونو څښتنان و.په دې ازرښتمنه مهالنۍ کې زموږ نسلونه د نړۍ د نورو وګړو له افکارو او تجربو سره هم اشنايي پيدا کوي.

په لويه کې د ژباړې د ارزښت په برخه کې دا ويل کېږي، چې د يو مهم اثر په ژباړې سره ژبنۍ پانګه بډايه کېږي، ژباړې د يوې ژبې لپاره د نویو اصطلاحاتو او لغاتو د رامنځته کېدو سبب کېږي، همدا ډول سراج الاخبار په پوهنيز ډګر کې هم يو مهم ارزښت لري، چې په پښتو کېدو سره به يې لوستونکي پيدا شي او په دې توګه به د خپلې سيمې په برخه کې د ډېرو مسايلو او پخوانيو سيمه ييزو سياستونو سره بلدتيا پيدا کړي.  

 د ادبي ارزښت په برخه کې به يې  ووايم چې په دې جريده کې د ادب په برخه کې ډېر د لوړ کيفیت مضامين خپاره شوي او د هغه وخت د پياوړو ليکوالو له ارزښتمنو ليکنو او شعرونو سره مخ کېږو. د ډاکټر جنبش په دغه ژباړه کې موږ د ژباړې د اصولو له مخې ډېر څه موندلی شو. دلته به يې د ژباړې مسلکي توب ته پام وکړو: د پښتو متن په ليدو خو يې لوستونکي ته دا فکر نه ورځي چې زه د يو ژباړلي متن سره مخامخ يم او که په پښتو کې د يو ليکل شوي ار متن سره، نو همدا ده، چې ژباړه يې د ژورنالسټيکي قانونمندۍ د اصولو سره برابره ده، ډاکټر جنبش اصولو ته د ژمن ژورناليسټ په توګه بې سارې تجربه او مخينه لري او خپل ټول کمال يې په دې ژباړه کې را ښودلی دی.

له ډېره وخته د ژباړې په برخه کې روان ژورناليسټکي بهير ښه نه دی، زموږ اکثره ژورناليستان د نورو ژبو د ترکيبونو او اصطلاحاتو کټ مټ ژباړه کوي، چې دا کار يې په دې وروستيو کې د پښتو ژبې په متونو کې د مصنوعي ترکیبونو او جملو  د رامنځته کېدو سبب شوی. پښتو ژبه يې زيانمنه کړې او ډېر بې مفهومه او غلط ترکيبونه يې ژبې ته را دننه کړل، چې اوس په غلط ډول زموږ په ژبه کې دود هم دي.

په ژباړه کې تر ټولو ارزښتمنه مسئله دا ده، چې د متن اره مانا ولېږدوو، په دې ژباړه کې ژباړونکي دې اصل ته پوره پام کوي او تر پايه يې د متن او مفاهيمو د مانا خيال ساتلی دی، په کومه ژبه کې چې ليکل شوی متن دی، د هغې د حق اداکونې په خاطر يې د هغه ژبې د مطالبو روح هم په سمه مانا را لېږدولی دی.

د سراج الاخبار متن که څه هم ډېر پخوانی نه دی، دلیکلو یې شاو خوا يوه پېړۍ کېږي ، خو ډېر پيچلی هم دی، د يو نوم لپاره څو صفتونه يا القاب په يو ځای راوړل شوي، متن يې درباري بڼه لري، توصيفي او له مبالغې ډک دی، همدا وجه ده چې په دې متن کې د نورو ژبو لکه ترکي، عربي، فرانسوي، انګليسي او روسي لغات زيات ترسترګو کېږي. زموږ ژباړن دا کمال کړی، چې د هغو ټولو پردو لغاتو د مانا او مفاهيمو سمه پلټنه يې کړې او په پوره امانت يې پښتو کړي دي، زما په فکر د ژباړې د اصولو له مخې د داسې متن پښتو کول له ننګونو ډک وي او ژباړونکی په خپل کار پښېمانه کوي، خو دلته ډاکټر جنبش د خپل قلم پياوړتيا او په ژباړه د حاکميت هنر ډېر په لوړ کيف را څرګند کړی دی.

د سراج الاخبار دري او اوسنۍ پښتو بڼه که وکتل شي، نو څرګنده به شي چې ژباړن په هماغه ډول ډيزاين او د ليک د بڼې د يو رنګ‌والي ترڅنګ د ژباړې هم پوره حق ادا کړی دی، د دواړو ژبو متنونه که په پرتليز ډول وګورو، نو د اصل متن نه په پياوړتيا کې پښتو هغه يې هم کم نه دی، ژباړن په ژباړه برلاسی او د مانا په لېږد کې د قلم پياوړتيا نه کار اخلي او د جملو په رامنځته کولو کې يې کوښښونه بې څه نه دي، د متن رواني او ساده والی او هر سرليک ته په خپله ژبه دوديز متن لټول، دا هم د ژباړن جرات روښانه کوي.

په ژباړه کې دا مهم اصل دی چې څنګه ژباړونکی اصل متن ته ژمن پاتې شي، په دې ژباړه کې ژباړن د اصل متن مفهوم، د مضمون روح، ژبنی قانون  او پيغام ته ډېر پام کړی او په خپل دغه زيار کې يې د اصل متن فکر په عالي ډول وړاندې کړی دی، همدا ډول که د ژبې روانۍ ته يې وکتل شي نو د ژباړې په وخت کې يې د ژبې له روانۍ او سادوالي څخه هم پوره کار اخيستی، داسې چې لوستونکی پرې د ژباړې فکر نه شي کولی.

په ژباړه کې بل مهم اصل دا دی چې ژباړونکی د متن کلتوري او فرهنګي پېر هم په پام کې ونيسي، چې متن په کومه تاريخي دوره کې زېږېدلی او زه يې چې د کوم پېر لوستونکو ته ژباړم، د دې وخت کومې غوښتنې دي.

په دې برخه کې ډاکټر جنبش له ډېر دقت نه کار اخيستی، د سراج الاخبار تاريخي شاليد يې ښه درک کړی او د اوس وخت د ژبنيو او ژورناليسټکي پرمختګونو قانون يې پرې هم پلی کړی دی. 

ژباړن هڅه کړې چې د سراج الاخبار د ار متن سبک هم ورک نه کړي او د هغه د سبک انعکاس په کې له ورايه ښکاري، اصل متن ته يې هومره ارزښت ورکړی، چې په پايله کې يې په پښتو کې هم ډېر د لوړ ادبي ارزښت متن زېږولی دی.

په دې وروستيو کلونو کې زموږ يو شمېر ځوانانو پښتو ژبې ته د ژباړو ګړندۍ لړۍ وپاللـه، د هغوی هر يو کوښښونه په خپل ځای د مننې وړ دي، خو په دوی کې يې زيات شمېر داسې و، چې په ژباړه حاکم نه و، هم يې په خپله ژبه کې مسلکي زده کړې نه لرلې او هم د مقابل ژبې په برخه کې د پوره تجربې خاوندان نه و، نو همدا وجه ده چې د ژباړې کيفيت مو د نشت سره برابر شو، چې په دې سره مو نه يوازې دا چې ژبه بډايه نه شوه، بلکې ډېره وځپل شوه، بې مانا مطالب په پښتو کې ډېر شول، د نورو ژبو د متونو د مانا لېږد په پام کې ونه نيول شو او د اصل مطلب روح وټکېدو.

د خپلې ژبې د ژباړې د بهير لارويانو ته دا وايم، چې د يوې باوري او روانې ژباړې د زده کړې لپاره دې د ډاکټرصیب دا کوښښ سر تر پايه د يو ښه لارښود په توګه ولولي، زه د ډاکټر صيب داود جنبش دغه کوښښ او باوري ژباړه د پښتو ژبې په بډاينه کې لويه زياتونه ګڼم او لوستونکي يې په دقت لوستو ته رابولم.

يادښت: د سراج الاخبار پيل که څه هم په ۱۹۰۶م کال کې د مولوي عبدالروف کندهاري په مديريت شوی و، خو له يوې ګڼې خپرېدو  وروسته د انګريزانو په غوښتنه يې خپرونې په همدې ځای ودرېدې، په دويم ځل دا جريده په ۱۹۱۱م کال کې د هېواد د سياسي او ټولنيز شخصت (د ژورنالېزم پلار) محمود طرزي له خوا په خورا عالي ادبياتو او د نوي ژورنالېزم له اصولو سره پيل شوه، دا جريده د هېواد په فرهنګي او تاريخي پېر کې تر ټولو اغېزمن او مهم لاسوند دی، چې د ولسونو د بيدارۍ په موخه به يې يو لړ ښوونيز، سياسي، ټولنيز، ساينسي، ادبي، فولکلوري، ژبني او د هېواد پالنې مضامين خپرول.  سراج الاخبار، د سياسي وېښتابه او د افغاني ملت پالنې سمبول و. تر دې مخکې په هېواد کې یوازې د شمس النهار جريدې څو ګڼې خپرې شوې وې، له هغه وروسته په افغانستان کې مطبوعات په ټپه درېدلي وو. سراج الاخبار د خپل وخت د مسلکي ژورنالېزم يو ښه پيل دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *