له  جرمني له يو شمير افغانانو شړلو پريکړه

0

Central Kabul. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان

له يو شمير افغانانو سره د جرمني حکومت هغه پريکړې انديښنې پيدا کړي دي چې اولادونه يا خپل  خپلوا ن یې په قاچاقاقي لارو جرمني ته  تللي او  تر دې دمه  یې د قبليدو چارې نه دي بشپړې شوي .

تازه د جرمني حکومت له طالبانو سره له تعامل پرته  افغانستان ته د ځينو کسانو د استولو پر موضوع له منځګړو هيوادونو سره پټې خبرې کړي دي . د جرمني د کورنيو چارو وزيرې  له رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي دي : « برلين له يو شمير هيوادونو سره خبرې اترې کوي چې د هغو افغانانو د شړلو پر بهير وغږيږي چې په جرمونو کې ښکيل دي .»  اغلې فايزر له  یوې ځايي ورځپاڼې سره د خبرو پرمهال ويلي :  « موږ سخته هڅه کوو ، چې وکولی شو خطرناک سخت دريځي اسلامپال او متشدد مجرمان افغانستان ته واستوو » 

هغې ويلي د جرمني ګټې ورته تر هر څه لومړيتوب لري .  د جرمني شپيګل مجلې په خپل يو راپور کې  ليکلي وو چې جرمني د  ازبکستان په څير د ځينو منځګړو  هيوادونو له لارې افغانستان ته د ( د مجرمو افغانانو ) د استولو چارې ارزوي .

 دا پريکړې د هغو افغانانو په اړه کيږي چې په جنايي جرمونو کې لاس لري ، څو ورځې وړاندې يو پنځه ویشت کلن افغان د چاکو په بريد سره یو جرمني  پولیس افسر وواژه ، په يوه بله پيښه کې پولیسو يو افغان په ډزو وژلی و چې درې تنه یې ټپيان کړی وو .

خو په افغانستان کې هغه افغانان چې اولادونه یا خپل خپلوان یې  په جرمني  کې اوسیږي  اندیښمن دی چې تر دې پرېکړې لاندې  را نشي ؟

ځينې افغانان چې له تيريدو شا او  خوا  دريو کلونو راهیسې یې  د خپلو خپلوانو کیسونه ځنډنی او تر دې دمه نه دی قبول شوي  هغوی خو په لا زياتو انديښنو کې دي .د ننګرهار يو اوسیدونکی تماس خان چې زوی یې په قاچاقي لارو په کال کې جرمني ته رسیدلی او انسانی قاچاق کوونکو تر هغه ځايه تر لسو زرو ډالرو زياتې پيسې اخیستي په اندېښنه کې دی چې د جرمني د حکومت دا پريکړه به یې د زوی پر کیس  منفي اغيزه وکړي . هغه د ليکنې ليکوال ته وويل : «  کله مې چې دا خبر اوريدلی چې جرمني کې افغانان په  جرمونو کې لاس لري ، نو اندېښنه را سره  پیدا شوې ده چې هسې نه چې زوی مې له جرمني بیرته راستون نه  کړي ، د زوی د ليږلو لپاره مې له څو تنو خپلوانو او دوستانو نه پیسې په پور اخیستي دي که د زوی  کیس مې ونه منل شي ، دا به راته لوی درد سر او بالاخره به یې ، له جرمني نه را و  شړي چې له ډيرو ستونزو سره به مخا مخ شم »

يو بل افغان هم د تماس خان  په څير اندیښنه لري ، د کابل ولايت اوسیدونکی  محمد دين وايي ، زوی یې چې څو ځلې له ترکيې نه ايران ته راستون شوی وو خو بالاخره وتوانیده چې ، له  ترکيې نه بلغاريې ته او بيا له هغه ځايه په قاچاقي ډول جرمني ته رسیدلی دی ، يو ځل یې له خپل یو ملګري سره شخړه هم کړې وه محمد دين وايي ( افغانان په ټوله کې تند مزاجه دی ، حوصلې یې کمې دي خو بیا چې په دې سختو لارو لاړ شي نو ذهني تکلیفونه هم ورته پيدا شي بيا په وړه خبره هم تشدد کوي خپل زوی ته مې ځکه اندیښنه ده چې یوڅه  روحي تکلیف ورته پیدا شوی دی ، هغه په لارو کې د سرحدي  پولیسو لخوا په سپيو داړل شوی و اوس یې هم ټپونه  ، نه دي رغيدلي ، دا زما د ژوند بده خاطره ده چې هيڅکله به مې هيره نشی .) محمد دين چې  له ما سره یې  خبرې کولې له سترګو یې غټې غټې اوښکې را تویې شوې ، هغه وويل : که په خپل هيواد کې کار روزګار وای نو ولې به مې زوی په دومره سختو لارو ليږه ، اوس یې هم په اړه انديښمن یم ، دا اندیښنې هره ورځ زما او زما د کورنئ ژوند ګواښي .

که څه هم له تيرو دوو لسیزو را پدخوا بهرنيو هيوادونو په ځانګړي ډول اروپا او بیا جرمني ته د افغان ځوانانو بهير ور مات دی خو له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان ددويم ځل لپاره واک ته ورسیدل ، د افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو د هيواد پريښودو پروسه چټکه شوه ، ډير شمير ځوانان په قاچاقي لارو اروپايي هيوادونو په ځانګړی ډول جرمني ته په سختو لارو لاړل ، يو شمير په   لارو کې ، او ځينې  د کښتيو د چپه کيدو له امله مړل شول چې وخت پر وخت یې له رسنيو څخه راپورونه هم خپاره شول.

له دې ټولو سختیو سره چې په لارو کې ورسره افغان  ځوانان مخامخ دي او د رسيدو په صورت کې یې کیسونه په اسانئ سره نه منل کيږي بيا هم په افغانستان کې د بې کارئ او بدو امنيتي حالاتو له امله هر ورځ سلګونه افغانان هيواد پريښودو ته مجبوريږي او د سرپه بدل اړ دي چې بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *