“زه خپل راتلونکی په افغانستان کې له هر پلوه خوندي نه وينم”

0

@private

الهام الدين  افغان 

له کومې ورځې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي ، هممهاله ورسره له افغانستان نه د مهاجرتونو  لړئ هم ګرمه شوې ده .

طالبانو په يوه تازه اقدام کې د ټولو ښځينه حکومتي کارکوونکو معاشونه پنځه زره افغانی ټاکلی دی ، دا اقدام ښايي  ديو شمير ښځینه مامورينو لپاره  له مالي پلوه ډېر زيان اړوونکی نه وي خو د يو شمیر هغو کارکوونکو لپاره چې لوړ معاشونه لري پر اقتصاد یې ملا ماتوونکی ګذار دی .

د پوهنتون استادان او د علمي او اکاډميکو چارو د علمي کادر غړي په دغه  کټګوري کې راځي چې دا اقدام یې ښايي زيانمن کړي .

د کابل پوهنتون یوه استاده چې اوس په کور کينول شوې، د ليکنې ليکوال ته د خديجې په مستعار نوم وويل :  «    “موږ مجبورې کړل شوې یوو چې په کور کې  کينو.‌ دا هره ورځ‌ روحي تکلیف راته پيدا کوي.‌ د معاشونو  کمول ظلم دی، زياتره  ښځې د کورنیو سرپرستي کوي، هغوی به په پنځه زره افغانیو څه وکړي او کوم درد به یې پرې دوا شی ؟»

 د هغې په وينا  که  دغه پرېکړه عملي شي هغه به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي د خديجې په ټکو خاوند یې وفات شوی ، په کابل ښار کې خپل کور نلري ، د اولادونو ټول لګښتونه یې پر غاړه دي ، که یې معاش پنځه زره افغانئ شي هغه به پرې کوم مشکل ورحلوي ، هغه وايي  دا  ډول اقدامات به هغه او دهغې په څير نورې ډیرې ښځينه کارکوونکي چې اوس مهال یې تنخواوې  په نسبي ډول زياتې دي هيواد  پريښودو ته اړې  کړي .

طالبانو ديو شمير دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې  په کورونو  کينولي او تر اوسه په کور ددوی تنخواوې  ورکوي که څه هم ددوی په کورونو کينول ددوی لپاره هم ښه نده خو بيا هم چې معاشونه ورکول کیږي دوی یې ښه اقدام بولي .

ميرمنې چې د هرې ټولنې نيمايي قشر دی   په اقتصادي پياوړتیا کې لويه ونډه لري په أفغانستان کې چې تيرو څو لسیزو جګړو پراخه ويجاړی کړی ، زياتره نارينه په جګړو کې وژل شوي نو د کورنيو ټولې چارې ميرمنو ته ورتر غاړې دي ، هغوی  که په  دولتي یا نادولتي ادارو کې کار کوي  یا خپل شخصي کاروبارونه  ډېر شمیر میرمنې د خپلو کورنیو نفقه ګتونکې دي چې دا ډول اقدامات به یې ژوند زيانمن کړي .

د ننګرهار پوهنتون يوه  استاده چې لوړه علمي رتبه لري خو په  خپل نوم نه غواړي چې  له رسنيو سره خبرې وکړي د ارزو په مستعار نوم  وويل : « موږ اوس د بنديانو په څير په کورونو کې ناست يو ددې پر ځای چې زموږ له پوهې او تجربو نه ګټه پورته شي ، پر وړاندې یې راته خنډونه جوړ کړی دی ، خو بيا هم زموږ هيلې داو ې چې  ښايي يوه ورځ به دا محدوديتونه لرې او موږ به د خپلو زده کوونکو په مخکې  ودريږو او هغوی ته به درس ورکړو ، مګر  اوسني اقدامات زموږ پر وړاندې ، ددې هيواد له راتلونکي سره بله  ستره جفا ده ، دوی په یو شکل نه په يو شکل غواړي چې د هيواد لوستی قشر مجبور کړي چې هيواد پرېږدي ، زه خپل راتلونکی په أفغانستان له هر پلوه خوندي نه وينم »

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په  افغانستان کې د بې وزلۍ له امله د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو یو لامل د ددوی لخوا بندیزونه دي‌ چې د افغانو ميرمنو ستونزې یې  ډېرې کړي ‌دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره یې  مخ دي.

خو ددې ډول اقداماتو تر شا څه ليدل کيږي او د أفغانستان راتلونکی به څه ډول وی ؟

د چارو يو شنونکی ، محمد ایاز بری چې په کابل کې اوسیږي وايي : د طالبانو لخوا دا ډول کړنې ښيي چې په أفغانستان کې  نورې د تعليم او تحصيل هيلې مړې دي ، له دې وروسته به ښځينه قشرد زده کړو څه هيلې ولري ؟ زياتره خلک د هغه په ټکو که  له امنيتي ، اقتصادي او نورو مشکلاتو له امله مهاجرت ته اړ شوي خو ګڼ شمير یې له دې امله هم مهاجر شوي چې اولادونه یې په ځانګړي ډول نجونې زده کړې مخته یوسي .

محمد اياز وايي : ورونه او څو  نور خپلوان یې ګاونډي هيواد پاکستان ته لاړل چې ښځينه اولادونه یې په هغه هيواد کې خپلې زده کړې پرمخ يوسي . 

خو کچیرې دا ډول اقدامات وي پایله یې څه ده ؟ زياتره کارپوهان پر دې باور دي چې له أفغانستان څخه د علمي کادرونو وتل به ددغه هيواد پر راتلونکي تعليمي او تحصيلي نظام باندې ناوړه اغیزه وکړي . په تيرو دریو کلونو کې له أفغانستان نه ډيری استادان ، اقتصاد پوهان او هغه ځوانان چې په تيرو شلو کلونو کې یې په کور دننه او بهر لوړې زده کړې کړې وي له أفغانستان نه ووتل او دا لړئ لا دوام لري .   

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *