نورې ډلې  او ديني پوهان طالبان څومره يو ديني روایت ګڼي ؟

0

Taliban supporters celebrate the second victory anniversary in Kabul, August 2023. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان 

طالبانو شا اخوا دوه لسیزې  په دې نوم په افغانستان کې جګړه وکړه چې پخوانی افغان حکومت  یې  د امريکا او ناتو لاس پوسی ګاڼه  ، او ادعا یې دا وه چې  افغانستان د امريکا او متحدينو لخوا یې اشغال شوی دی . ددې جګړې  لپاره په پاکستانيو مدرسو کې  فتوې ورکول کيدې چې ګويا په افغانستان کې جهاد يو روا عمل دی .د اوسنيو واکمنو طالبانو زياتره  لوړ پوړي غړي په  هماغو مدرسو کې روزل شوي دي  چې دا فتوې تر راوتې او مشرانو یې په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو د وسله والې مبارزې ملاتړ کولو . دا  پاکستانی مدرسې چې له څو لسيزو را پديخوا ابادې  دي پکې د  پخواني شوروي پلوه رژيم پر وړاندې هم دجهاد فتوې ورکول کيدې او هغه مهال به هم  په پاکستان  کې د افغان مهاجرينو او مجاهدينو ښکاره ملاتړ کيده او پاکستان ددوی لپاره د نړيوالو مرستو د راټولېدو  يو لوی مرکز ګرځيدلی و . 

خو ټول اسلامي ګوندونه په يوه فکر او مفکوره سره راټول نشول ، د هر چا برداشت د خپل ګوند او خپلې ډلې پر ګټو را وڅرخېده ، پخوانيو جهادي ګوندونو چې هر يوه  یې د خپل ګوند له نوم سره د اسلام وروستاړی غوټه کړی و د پخواني شوروي پلوه حکومت تر ړنګيدو وروسته د حزب ، جميعت ، اتحاد او وحدت ګوندونو د واک تر لاسه کولو لپاره په خپلو کې جګړې پېل کړې دوی هر يو خپله داعيه برحقه ګڼله او خپل مخالف یې باطل ګاڼه .

شا او خوا درې لسيزې وروسته عين سناريو بيا تکرار شوه ، واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته  دوی هم د نورو هغو ډلو پر خلاف وسله پورته کړه ، يوه په دوی کې دداعش په نوم ډله ده چې طالبانو یې پر وړاندې اقدامات وکړل ، دداعش زياتره غړي یې ووژل او ګڼ نور یې زندانيان کړل . داعش هم د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي ، چې په کابل او ولايتونو کې یې لوی لوی بريدونه وکړل . 

د حزب التحریرپه نوم يوه ډله چې  د اسلامي معتقداتو پالونکی بلل کيږي  له روسیې او قزاقستان سره د نږدې اړیکو  له امله  اوسني طالب واکمنان غندلي . دغه  ګوند  په خپله يوه خبرپآڼه کې چې (د  روان ثورمياشتې  پر دولسمه)  په رسنيو کې خپره شوې وه  له روسیې سره د طالبانو د اړیکو ټینګېدل تر نيوکو لاندې راوستي  دي . حزب التحریر لیکلي(  روسیه له اسلام او مسلمانانو سره په دښمنۍ کې له امریکا، اروپا او چین سره توپیر نه لري. د روسیې پر وړاندې زموږ د دریځ اساس دا دی چې روسیه یو استعماري هیواد  دی او له  اسلام او مسلمانانو سره د تاریخي دښمني لري .

که څه هم طالبان داسې يوه  ډله ده چې نه د بيان ازادۍ ته ژمنتيا لري او نه پر دوی نيوکې زغملی شي ، ځينې مذهبي مشران او دیني عالمان  له دیني پلوه طالبان  په ناسمه لاره تلونکی بولي ، د اهل حديثو په نوم يوه ډله چې په عامه اصطلاح وهابيان نومول کيږي طالبان له دیني روايته خرافاتيان بولي او وايي دوی په داسې لاره روان دي چې د خدای او رسول لاره  یې نه شو بللی .

مولوي محمد خان چې د ختيز ولايت کونړ اوسیدونکی دی وايي ( طالبان چې په کومه لار روان دي له دين سره کاملن مغايره لاره ده ، دوی ددين په احکامو نه دي روان د الله حکم يو څه دی دوی په بله لاره روان دي ) 

نوموړی وايي  ټولنيز عدالت ددين حکم دی ، خو طالبانو چې څه روان کړي دي دين ندی ، نه شريعت دی ددوی خپل روايتونه دي چې ددین په نوم یې پر خلکو مني ، څوک یې پر وړاندې غږ نشي پورته کولی که څوک نيوکه وکړي ، يا زنداني کیږي او يا وژل کيږي .  د نورستان ولايت يو ديني عالم چې له نوم اخیستو ډډه کوي د عبدالستار په مستعار نوم یې د ليکنې ليکوال ته وويل : که طالبانو د رښتيني اسلام تګ لاره غوره کړی وای په دوی کې به عدل او انصاف وای له خلکو سره به یې بد چلند نه کولو، ترحم او عاطفه به پکې وه  ، دا اوس چې له خلکو سره دوی کوم ظلم شروع کړی د اسلام په تاريخ کې چا دا ډول  ظلم ندی کړی ، دوی خپلو کړنو ته کومه اسلامي توجيه لري؟  نوړی زياتوي د اسلام خليفه ګان به د دوږي او غريب د احوال معلومولو لپاره  د شپې په کورونو ګرځيدل چې د خلکو حال احوال معلوم کړي ، هغوی ته به یې په خپلو شا ګانو خوراکي توکي وروړل ، هغوی د خپلو اولادونو او نورو توپير نه کاوه .   د طالب او غير طالب تر منځ جوت توپير ددوی په ادارو کې ليدل کيږي ، د يو طالب معاش د يو غير طالب په نسبت څو ځله لوړ دی. هغه څه چې ډير ښکاره دي هغه دادي چې طالبان ددولت له اموالو نه ډيره ناوړه ګټه پورته کوي دا هم له  ملت سره زياتی دی .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *