طالبانو اعدامونو ته غبرګونونه 

0

Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان 

د تيرې فبرورۍ میاشتې په وروستيو ورځو کې د طالبانو حکومت درې تنه په جوزجان او غزني ولايتونو کې اعدام کړل ، دطالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې پر دغو کسانو یې د وژنو په تور  د قصاص حکمونه جاري کړي دي .

دغو اعدامونو چې په عام محضر کې تر سره شول پراخه غبرګونه راوپارول .

تر ډيره نيوکه داده چې دا محکمې صحرايي دي تر اوسه پورې طالبان ليکلي قوانين نلري او نه ورته ژمن دي نو ددا ډول اعدامونو  احکام د کومو قوانينو او او اصول په رڼا کې پلې کيږي ؟.

د کابل پوهنتون يو پخوانی استاد محبوب شا وايي : «  په ټوله اسلامي نړۍ کې اعدامونه او يو چا ته د سزا ورکولو مسله يوه ډيره مهمه او  حساسه مسله ده ، خو د طالبانو په واکمنۍ کې صحرايي محکمې زياتې شوي دي ، هره هغه سزا او د جرم تثبيت چې بنسټ یې منل شوی او تعريف شوی قانون نه وي صحرايي او خپل سرې ګڼل کيږي .» دا مهال  طالبان  هيڅ منل شوي اساسي او فرعي قوانين نلري .

پر طالبانو تر ډېره نيوکه داده چې دا اعدامونه د شخصي خصومتونو او علایقو پر بنياد کوي او دوی د قوانينو په نوم حدود يواځې پر هغه چا پلي کوي چې عام وګړي  وي او طالبان  نه وي .ښاغلی محبوب وايي ګڼ طالبان په بيلابیلو جرمونو ونيول شول  ويډ ګانې یې خپرې شوې مګر  تراوسه هيڅ طالب ته سزا ورنکړل شوه خو عام وګړي په معمولي شک هم په درو وهل کيږي  ، لاسونه ترې پرې کيږي  او ان اعداميږي  .

د ټولنيزو رسنيو يو کارکوونکی او پخوانی مدني فعال چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي هم په ورته نظر دی . پنځه ديرش کلن فتح الله وايي چې : ددې حکم پلي کول او د الهي احکامو تطبيق ښه خبره ده خو داسې حکمونه رښتيا هم دټولو لپاره یو شان دي ؟ ایا قصاص د ټولو خلکو لپاره د طالبانو په ګډون يو شان دی او  له  اسلامي او ديني اصولو سره سم عملي کيدای شی ؟ داسې ډيرې پوښتنې دي چې بايد ځواب شي ، که الهي قوانين ، پر ټولو خلکو ( طالب او غیر طالب ) يو ډول پلي شي ستونزه به ونلري ، خو ستونزه داده چې دلته د قوانينوپه نوم شخصي عقدې عملي کيږي .

 ملګرو ملتونو هم د طالبانو لخوا په عام محضر کې اعدامونه بوږنوونکي بللي دي . د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفن دوچاريک ددغو اعدامونو په تړاو يوې خبري غونډې  ته وويل چې:  « اعدام يوه ناوړه کړنه ده اودوی  به یې  تل  پر  ضد ولاړ وي » .

قصاص د اسلامي شريعت په احکامو کې غچ اخیستو ته ویل کيږي ، دا هغه سزا ده چې د جرم مرتکب ته د هغه له جرم سره سمه ورکول کيږي خو د ملګرو ملتونو ادارې او عامو وګړو تل د دا ډول سزا ګانو د شفافيت په اړه انديښنې ښودلي دي او دا یې د نړيوالو بشري حقونو پر ضد عمل بللی دی .

طالبان چې په ۱۹۹۰ کلونو کې پر افغانستان واکمن وو هم یې په عام محضر کې بيلابيلې د اعدام ، لاس پرې کولو ، او سنګسار  سزا ګانې عامو وګړو ته ورکولې .

ځينې کارپوهان پردې باور دي چې ، د جرايمو کچه هغه مهال کميږي چې قانون  په مساوي شکل پر ټولو وګړو پلی شي خو دا چې پر غريب عملي کيږي او پر  زورواکي نه پلی  کيږي لا د جرمونو کچه په ټولنه کې لوړيږي . ځينې پر دې باور دي چې  په افغانستان کې چې اوس مهال يو قانونمند حکومت نشته ، نو د بشر حقونو ته درناوی هم نشته ، د جرمونو د مخنيوي ډيرې لارې چارې شته چې مخ یې ونيول شي .

 د ټولنيزو چارو کارپوه محمد خان څرګند چې اوسمهال په کابل کې اوسي د ليکنې ليکوال ته وويل :« کچيرې خلکو ته کار روزګار پيدا شي ، او بوخت شي ، نو د جرمونو کچه هم کميږي ، خلک وزګار دي ، په حجره او جومات کې چې کيني ، یا شخصي بحثونه کوي ، يا تربګني او شخصي خصومتونه پالي چې همدا د خلکو په منځ کې د تاوتريخوالي سبب ګرځي  چې زياتره قتلونه او وژنې یې  له امله کيږي .»  

همدارنګه ځينې پر دې باور دي چې  په خلکو کې د عامه پوهاوي نشتوالی هم د ځينو جرايمو او يا دتاوتريخوالي سبب ګرځي.

احمدشا باور د افغانستان د ختيز ولايت لغمان  اوسيدونکی دی ، دا پنځه ویشت کلن ځوان وايي 🙁 زموږ په لرو پرتو سيمو کې زياترو قتلونو ته ناموسي نوم ورکول کيږي دا زياتره کورنی تاوتريخوالي وي چې نتيجه یې په مرګ تمامه شي ، چې عاملين بيا د حکومت لخوا يا اعداميږي يا په عمري بند محکوميږي ) دا پيښې زياتره په هغو سیمو کې کيږي چې ، د سواد کچه هم په کې ټيټه وي ، خلک بې روزګاره وي ، د ژوند شرایط یې د اقتصادي ستونزو او فقر له امله خراب وي نو جرايمو ته مخه کوي . نوموړي وايي تر دې دمه دې برخې ته چا کار ندی کړی ، نه د عامه پوهاوي په برخه کې ، نه خلکو ته د جرايمو د مخنيوي په برخه کې ، نه د کورني نظام او ټيکاو په تړاو ، نو همدا لامل دی چې ، جرمونه کيږي او بيا یې سزا ګانې هم درنې وي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *