په غيردولتي امکاناتو د لويې پروژې تر سره کيدای شي ؟
الهام الدین افغان
څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د کابل جلال اباد ددويم سرک د جوړولو پلان يې جوړ کړی خو وايي دا چاره به د حکومتي امکاناتو او بهرنيو مرستو پر مټ نه بلکې په ترانسپورټي ټکسونو او مالياتو سره پيلوي چې پر سرک له تلونکو موټرونو څخه به اخیستل کيږي .
څوورځې وړاندې طالبانو د تخار ولایت په در قد ولسوالۍ کې هم له ځايي اوسیدونکو غوښتي وو چې د يو پول د جوړولو لپاره له کورونو او مارکیټونو پیسې راټولې کړي چې پول پرې ورغوي دسیمې د اوسیدونکو په وينا په جبر سره یې د سيمې له خلکواو پانګوالو يو ميليون افغانۍ راټولې کړي دي .
ولسي خلک نه يواّځې د طالبانو ددې اقدام هر کلی نه کوي بلکې دوی تورنوي او نيوکې پرې کوي چې د حکومتولۍ او بيارغونې چارې په ولسي امکاناتو نه تر سره کيږي .
د پخواني حکومت يو کارکوونکی چې د افغانستان په شمال کې یې ډېر کلونه په دولتي ادارو کې کارکړی د طالبانو دا اقدام نيمګړی بولي ، دغه شا او خوا شپيته کلن سړی چې خپل نوم یې محمد الیاس راوښوده وايي له څو لوريو څخه غواړم د طالبانو ددې کړنې په تړاو در سره خپل نظر شريک کړم محمد الیاس وايي 🙁 يو مهال چې طالبانو دپخواني جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کوله ، نو دوی به پلونه الوزول په سرکونو کې به یې ماينونه کيښودل ، د بيارغونې د پروژو مخه به یې نيوله .) الياس زياتوي يو مهال چې د کابل جلال اباد دویم لين سرک جوړيدو بوديجه یې نړيوال اسیايي بانک ورکوله ، دا سرک شا او خوا سل کلومتره وو چې ، درې ديرش کلومتره یې د ننګرهار په ساحه کې جوړ شو او پاتې هغه ساحې وې چې طالبان په کې وو نو اجازه نه ورکوله چې سرک جوړ شي ، دوی به دشپې لخوا په سرک کې ماينونه ښخول چې د بيارغونې ماشين الات به پرې ورغلل چاودنې به پرې وشوې ، څو ځلې یې د سرک په جوړوونکو انجینرانو ډزې وکړې او کارته یې نه پرېنښودل ،دسرک د شا او خوا ۷۰ کلومترو سرک لپاره د مرستندویه ادارو پیسې بيرته ريفنډ شوې او د سرک کارنيمګړی پاتې شو .
همدارنګه د هيواد په نورو برخو کې چې د بيارغونې چارې مخې ته تللې اوسنيو واکمنو طالبانو به یې مخه نيوله .
د افغاانستان په ختيز ولايت ننګرهار کې چې د اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه نو هغه مهال یې طالبانو مخالفت کولو ، هغه پوهنتون په زر جريبه زمکه کې جوړيدو چې لومړۍ بوديجه د احاطې لپاره د هغه وخت حکومت ورکوله .
مګر کله یې چې د جوړيدو چارې پيل شوې ، يو ځل یې انجینران وتښتول شول ، بيایې په کار ځای کې چاودنې وشوې . دننګرهار پوهنتون د هغه مهال يو استاد فريد الله چې اوس په جرمني اوسيږي وايي ، کچيرې طالبانو د اسلامي پوهنتون د جوړيدو مخالفت نه وای کړی ، دهغه وخت حکومت ، د سعودي عربستان او ماليزيا حکومتونو په مالي او تخنيکي مرسته کوښښ کاوه چې دغه پوهنتون چې د سیمې او نړۍ په کچه به يو منلی او غښتلی پوهنتون وای او لوړ باور به یې لرلی جوړ شوی وای خو طالبانو یې د کارونو مخالفت کولو چې يواځې د زر جريبه زمکې احاطه وشوه او نورې چارې یې پاتې شوې ، دهغه د لوړو زده کړو د مسولینو به وینا درې سوه او پنځوس ميليونه ډالر په پوهنتون اوورسره په ټولو کمپسونو لګښت راتلو چې د ماليزیا حکومت یې سکيج او نقشه برابر کړي وو خو پروژه د امنيتي دلایلو له مخې پاتې شوه .
اوس ايا داسې لویې پروژې په داخلي امکاناتو شوني دی ؟
دټولنيزو چارو کار پوه محسن افغان چې د کابل اوسیدونکی دی وايي ، لويې څه چې وړې پروژې هم طالبان په خپلو امکاناتو نه شي سرته رسولی ، ښاغلی افغان وايي ولس د فقر او بې وزلۍ په منګولو کې راښکيل دی ، کار روزګارنشته ، دبيارغونې کارونه په ټپه ولاړ دي ، د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې خرابيږي او په دې حالاتو کې هم طالبان خلکو ته وايي چې د بيارغونې د کارونو لپاره به چندې ورکوي ، ښاغلی افغان زياتوي « حکومت نه په سوال کيږي او نه په تش لاس ، حکومولي امکانات او بوديجه غواړي ، اړيکي غواړي ، طالبان په کوردننه مفلس دي ، له بهرنيانو سره یې اړيکي نشته ، څوک یې په رسمياتو نه پيژني ، نو کله ورسره څوک مرسته کوي چې لويې پروژې پلې کړي » .
پر طالبانو يوه نيوکه داهم ده چې ټوله مخه یې ولس ته ده څنګه ددوی له جيبه پیسې او له خولې یې مړۍ واخلي ، بې اندازې زيات ټکسونه او ماليات چې دوی له خلکو راټولوي ، بيرته پرې خلک نه پوهيږي چې چيرته مصرفيږي ، ولس ته د هيڅ شي حساب نه ورکوي دوی يو مسول حکومت نه دی چې د خلکو دخدماتو مسوليت پر غاړه واخلي . دوی تر ډيره فکر کوي چې هيواد یې فتحه کړی او ولس ددوی په واک کې دی چې څه ددوی خوښه وي هماغه ور سره کوي ، طالبان پر دې اند دي چې هيڅو ک نشته چې له دوی نه پوښتنه وکړي چې ولې دا سې کوي .
ډيری افغانان پر دې باور دي چې طالبانو یې اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي خو پر وړاندې یې دغږ پورته کولو جرات نه شي کولی .
خلاصه دا چې طالبان د کومې ورځې نه چې پر افغانستان ددویم ځل لپاره واکمن شوي دي ، په دغه هيواد کې جنګ نشته ، چې بوديجه پرې مصرف شي خو د حکومتولۍ لپاره هيڅ کومه کړنلاره نلري همدارنګه پلان او پروګرام هم ورسره نشته چې د هر کال لپاره ، عادي او انکشافي بوديجه بيله کړی او بيا دا بوديجه له قانوني مراجعو نه چې ولسي جرګه او مشرانو جرګې دي تاييد کړی نو دا چې پالمان نشته او کومه بله ولسي استازولي هم نه شته نو د پوښتنې هم څوک نشته هر څه په خپل سر او خپله خوښه روان دی .
الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.