په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې لوړيدل

0

کابل ـ افغانستان: عکس: @AADIL

الهام الدين افغان

د افغانستان اقتصاد که څه هم  له پخوا څخه  پياوړی نه و ، خو د دوو لسيزو په اوږدو کې چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې  حضور در لوده ، نو افغانان  هم ور سره په اقتصادي لحاظ پياوړي وو. زياترو افغانانو له نړيوالو سره دندې لرلې په هغو مخامخ پروژو کې ور سره مصروف وو چې ددوی له خوا تمويليدې ،  تر څنګ يې  په هغو پرمختيايي پروژو کې هم ګڼ افغانان په بيلابيلو برخو کې پر دندو بوخت وو چې، نورو ادارو ته په قرارداد ور کول کيدې ، چې په  ټوله کې یې فردي او ټولنيزې ګټې افغانانو ته ر سيدې .

خو په افغانستان کې دطالبانو ددويم ځل واکمنۍ  له پيل سره ، سم هم د نړيوالو پروژې په ټپه ودريدې ، په کور دننه لس ګونه زرو افغانانو دندې وبایللې ، کار روز ګار یې خراب شو نو دډېرو افغانانو اقتصادي وضيعت هم ور سره ولويده ، او له بې وزلۍ سره مخامخ شول . د ګيلپ په نوم د يوې ادارې د‌يوې سروې له مخې ، سږ کال هم ګڼ  شمير افغانان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وو .

د سروې له مخې تر اتيا سلنې زیات افغانان فکر کوي چې دافغانستان حالات مخ په خرابيدو دی . د چارو يو شنونکی محمد اسلم شيرزی وايي (  پر افغانستان د طالبانو واکمني دوه کلنه شوه خو په دغو دوو کلونو کې په دغه هيواد کې له  نورو ستونزو سره سره ،د فقر او غربت کچه وروستي حد ته رسيدلې ده چې افغانان یې له ناورين سره مخامخ کړي دي . )   ډيری افغانان چې کارو بار يې  له لاسه ورکړی دی ، وايي غربت يې په ورځني ژوند سيوری غوړلی دی دوی خپل دغه حالت له زغمه وتلی بولي .

د شمشاد په نوم يو افغان  د ليکنې ليکوال ته وويل 🙁 اقتصادي حالت مې ډير خراب دی او د هرې ورځې په تيريدو سره نور هم خرابيږي تر هغې چې کاري فرصتونه ، نه وي پيدا شوي ، حالات به نور هم خراب شي )‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

ځينې کار پوهان پر دې اند دي چې  مرستندویانو تر ډېره د افغانستان له روغتيايي، پوهنیزو او نورو بيلابيلو  سکتورونو سره خپلې مرستې کمې کړې دي نو له همدې  امله  ميلیونونو افغانانو خپل عوايد له لاسه ورکړي او له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي .

دښاري سيمو پرتله  په کلیوالي سیمو کې بيا اقتصادي وضعیت نور هم ډېر اندېښمنوونکی دی د بيارغونې کارونه نشته چې خلکو ته په کې لاس مزدوري پيدا شي .

ډيری کار پوهان پر دې باور دي چې د طالبانو رهبري هم باید دا ومني  چې د بانکي سیستمونو ستونزو هم پر اقتصادي حالت مخامخ اغيز کړی دی .

د اقتصادي چارو کار پوهان پر دې باور دي چې افغانستان يو له ډېرو وروسته پاتې هيودادونو په کتار کې شامل دی ، د وروسته پاتې هيوادونو  ځانګړنې ، د عوايدو ټيټه کچه ، دبشري ځواک کمزورتيا ، او د اقتصادي سرچينو کموالی په ګوته کيږي .

 د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان (سيو ده چلډرېن) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې به د خوړو د کړکيچ له امله له هرو دریو ماشومانو څخه یو له لوږې سره مخ شي.

د دې ادارې په وینا، په نوي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي ځکه چې یخنۍ لا له وړاندې پیل شوې دي، پر  وچکالۍ، زلزلې او اقتصادي ستونزو سربيره به نورې بيلابيلې  ستونزې لا پسې ډېرې شي.

یو شمير افغانانو له رسنیو  سره د هغو سختيو په اړه خبرې کړي  چې کورنۍ  يې ور سره مخ وې.

دوی وايي،  خراب اقتصادي وضعیت ددوی د ژوند چارې سختې کړي او دوی له کړاوونو سره لاس او ګريوان دي .

 په افغانستان  کې  بيلابيلو ادارو د اقتصادي وضيعت او بې وزلۍ په اړه راپورونه ور کړي دي :

 د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا ) په یوه راپور کې  چې تير کال په رسنيو کې خپور شوی و لیکلي و چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د بې ‌وزلۍ کچه ۴۷ او په ۲۰۲۱ کې ۷۰ سلنه وه، خو په ۲۰۲۲ کې ۹۷ سلنې ته لوړه شوې وه .

په دغه راپور کې  د ګټې‌ وټې کميدل، د بیو لوړوالی او ځينې نور په  افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې  د لوړوالي لاملونه یاد شوي وو . 

د کابل ښار يو اوسيدونکي حزب الله  چې بوټان رنګوي وايي: ( چې ټوله ورځ کار وکړم دوه سوه ، يا دوه نيم سوه افغانۍ نه شم پيدا کولی ، لس تنه د کور غړي لرم ،دا پیسې مې نه د خوراک کيږي نه ددرملو او نه د نورو ضرورتونو ) . 

د اقتصادي چارو کارپو محمد خان سيال وايي :د طالبانو لخوا د نړيوالو د غوښتنو نه منل ، د هغوی له لوري د طالبانو د حکومت په رسميت نه پيژندل ، د أفغانستان د شتمنيو کنګل کيدل 

 او پرطالبانو د  نړيوالې ټولنې بنديزونه د افغانانو د بې وزلۍ لاملونه دي .

خو طالبان چې اوس پر افغانستان واکمن دي ، مسوليت لري ، چې ولس ته خدمات وړاندې کړي د اقتصادي پياوړتيا لپاره یې پلان او پروګرام ولري ، خو چې کتل کيږي له دوی سره نه کوم پلان شته او نه د مسوليت احساس کوي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *