طالبانو اود ګاونډيانو امنیتي اندېښنې 

0

عکس: عادل

الهام الدين افغان

په افغانستان کې د طالبانوددويم ځلي واکمنۍ په لومړيو کې ددغه هيواد ګاونډيان يو څه خوشحاله ښکاريدل . وروس ته  چې رقيبانو یې  ( ناټو ) په افغانستان کې حضور درلوده او  ځواکونه یې له افغانستان نه ووتل د خوښۍ خبره وه چې ددښمن ځای یې داسې چا ونيوه چې ظاهرا یې دعوه کوله چې امريکا او ناټو يې په افغا نستان کې مات کړل . نو د افغانستان راتلونکي ته هم خوښ بريښيدل او تمه یې دا وه چې د طالباتو له حکومت سره به یې اړيکي هغسې وي چې څنګه یې دوی تمه لرله. خو اوس داسې ښکاري چې هر څه ددوی د تمې خلاف را خيژي . سره له دې چې طالبان هميشه پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر خلاف نه کارېږي . د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير يوې غونډې ته چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تيري په غبرګون کې جوړه شوې وه وویل: “مونږ د افغانستان خاوره نه د ګاوندیانو او نه په نړۍ کې د کوم بل هيواد په خلاف استعمالوو او نه به چاته اجازه ورکړو.”

په غونډه کې مولوي عبدلکبير له  نړۍ والو وغوښتل  چې له دوی سره ښې اړیکې وساتي دهغه په ټکو  که څوک څه اندېښنه لري ، د تفاهم  له لارې دې یې هواره  کړي. 

خو د افغانستان په شمال کې د دداعش او نورو وسله والو ډلو له موجوديت نه سترګې نه شي پټيدای ، په بدخشان ، بلخ او نورو شمالي ولايتونو کې دداعش او نورو ډلو شته والی د شمالي ګاونډيانو د انديښنې سبب ګرځيدلی  او  سيمې ته ګواښ بلل کيږي .

شننونکي پر دې باور دي چې له دې پيښو سترګې نه شي پټيدای .

د افغانستان د پوځ يو پخوانی جنرال چې نه غواړي نوم يې ذکر شي وايي « هر ورځ چې ګاونډيان د ناامنيو په باره کې غږونه پورته کوي او وايي چې  په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودې دي ، داحقيقت دی ، له دې نه ولې طالبان يا په ټوله کې موږ د افغانانو په توګه سترګې پټې کړو ».
وروسيې څو ځلې له طالبانو سره په ناستو کې انديښنه ښودلې چې نه غواړي نا امنۍ يې تر لمنې راورسيږي ، سره له دې چې طالبانو وخت پروخت ډاډ څرګند کړی چې له  خاورې به یې ترهګري نه خپريږي ، مګر پر سفارت بريد يې چې ديپلوماتان يې له افغانستان څخه ووتل د وروسيې لپاره د خطر زنګ و .

خو وروسان بياهم  د افغانستان لپاره  هر ډول قدم پورته کولو ته چې د نړيوالې ټولنې  او ملګرو ملتونو په ابتکار رامنځته کيږي د شک په سترګه ګوري . وروسیې د دافغانستان لپاره  ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په تړاو ممتنع رايه ورکړه 

په ملګرو ملتونو کې د وروسيې استازې ميرمن اوستیګنيوا ويلي : ( افغانستان هغه مهال له کړکیچ نه راوتی شي چې له طالبانو سره منظمې خبرې اترې وشي او لويديځ مرسته کوونکي دې له معمولو لفاظيو را بهر شي ) 
تر ډېره فکر دا کيږي چې وروسان پر طالبانو هم بې باوره  دي خو د افغانستان په تړاو د لوديز هرې هڅې ته هم دشک په سترګه ګوري .

د افغانستان شمالي ګاونډي تاجکستان په تيره می میاشت کې پر افغان پوله دوه نورې پوستې جوړې کړې .

تاجکستان دا پوستې ولې جوړوي ؟ شنونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو تر واک نيولو وروسته له امنيتي پلوه انديښمن دي، او ويره لري چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو لخوا ورته زيان ونه رسيږي او امنيت یې ونه ګواښل شي ، تاجکستان او د منځنۍ اسيا يو شمير نورو هيوادونو هم تر دې وړاندې  اندیښنې څرګندې کړې وې .

 له افغانستان څخه امنيتي انديښنې د منځنۍ اسيا د هيوادونو تر ډېره ګډ دريځ دی او له ټولو سره ورته انديښنې دي  دليل یې دا دی چې د طالبانو حکومت کوم مسول حکومت نه دی .

د افغانستان ختيز ګاونډي چې تر ډېره د طالبانو په ملاتړ تورن دی هم په دې وروستيو کې بیا بیا اندېښنې ښودلي چې افغان طالبانو یې مخالفو وسله والو ته پټنځايونه برابر کړي دي .

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د “پټنځايونو او د پرمختللو وسلو” په ترلاسه کولو اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې په يوه خبرپاڼه  کې چې  يوه اونۍ وړاندې په رسنيو کې خپره شوې وه  د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په مشرۍ د قول اردوګانو په دوه ورځنۍ غونډه کې په (افغانستان) کې د “پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو خوندي ځایونه، له هغه ځایه په ازاده توګه عمليات او د پرمختللو وسلو ترلاسه کول” د پاکستان  د امنيت لپاره د ګواښ په توګه ياد کړي دي.

پاکستان وړاندې هم په کراتو کراتو د ټي ټي پي په اړه اندېښنه ښودلې چې په  افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري ، طالبانو که څه هم دا خبره رد کړې ، خو د عيني شاهدانو په وينا  د پاکستاني طالبانو حضور په افغانستان کې بيخي زيات او د انکاروړ ندی .

ګاونډيان چې په افغانستان کې خپل پلوي په حکومتي اډانه کې ځايول غواړي تل یې د ټول ګډونه حکومت د جوړيدو غوښتنه کړې ده 

د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې  چې په ۲۰۲۳ کال جوړه شوې وه له طالبانو غوښتنه شوې وه  چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو کار او زده کړو ته اجازه ورکړي.‌

د دغې غونډې په یوه خبرپاڼه  کې چې په رسنيو کې خپره شوې وه راغلي وو چې “د غونډې کډونوال د نړیوالې ټولنې د هغې غوښتنې پر پلې کيدو ټینګار کوي  چې د ټولګډوني‌ حکومت جوړېدل او د ښځو د کار او زده کړو غوښتنه کوي.”

د طالبانو په وجود کې افغانستان تر ډېره د ګاونډيانو لپاره په ويره او اميدوارۍ بدل شوی دی ، هيله یې دا ده چې د ناتو او د غرب په عدم حضور کې به ورته له  افغانستان سره اړيکي ښې او ګټورې وي ، خو د يوې ډلې په لاس کې د يو مهم ګاونډي هيواد لويدل د ګاونډيانو لپاره له پورته هيلې سره سره ګڼې نهيلۍ او اندېښنې راولاړې کړي دي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *