افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو وضیعت: هيلې او انديښنې

0

@Image Creator Bing

الهام الدين افغان 

 واک ته د طالبانو تررسيدو وروسته  په افغانستان کې د نورو خصوصي سکتورونو په څېر د خصوصي پوهنتونونو وضيعت هم د اندېښنې وړ دی  مسوولين يې  وايي،  يو شمېر خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره  لاس او ګريوان دي  او که دا حالت همداسې دوام وکړي  ښايي چې ګڼ  پوهنتونونه وتړل شي.

په کابل کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي د ستونزو دهواري  په برخه کې ور سره د طالبانو  حکومت ژمنې کړي چې هغه ستونزې یې چې په دوی پورې اړه لري هوارې به يې کړي .

له  تېر يو کال راهیسې هغه مهال د خصوصي پوهنتونو اقتصادي وضيعت لا ډېر خراب شو چې د نجونو پر مخ دلوړو زده کړو در وازې وتړل شوې ، په زياتره خصوصي پوهنتونو کې د نجونو شمېر تر هلکانو زيات وو نو ځکه له زده کړو  دنجونو منعه کيدل پر خصوصي پوهنتونو لوی ګذار دی . 

په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونو ټولنې چارواکو رسنيو ته ويلي ځينې پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي هغوی په کابل ښار کې د «افغانستان »  په نوم او په بلخ ولایت کې د «البرز» په نوم پوهنتونونو   د تړل‌کېدو اندېښنه وښوده  د خصوصي پوهنتونونو مسولين وايي  که وضعیت همداسې  دوام وکړي، نور ډېر خصوصي پوهنتونونه به هم وتړل شي..

د يو خصوصي پوهنتون مشر وويل : د حکومت د بېلابېلو ارګانونو ټکسونه او ماليات پر دوی د پخوا پرتله پردوي زيات شوي ،  د ودانيو لوړې کرايې، د استادانو او کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه یې خورا زيات دي او عايدات یې بيخي کم شوي دي نو دوی نه توانيږي چې خصوصي پوهنتونونو ته ادامه ورکړي .

د خصوصي پوهنتونونو  د ټولنې د عامه اړيکو مسول عبدالکريم ناصري رسنيو ته ويلي: (په کابل کې ٦٧ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو خصوصي  موسسې فعالیت لري چې که په دې ورځو کې يې  احصایې واخیستل شي، نو په کابل کې له ۳۰ تر ۳۵ خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.)

بله ستونزه خصوصي پوهنتونو ته د محصلينو د جذب کموالی دی ، دا چې بې روزګاري ده اقتصاد خراب دی د فیس ورکولو وړتيا په خلکو کې نشته نو ځکه اوس مهال دخصوصي پوهنتونونو  محصلين کم شوي دي .  مسولين يې وايي خصوصي پوهنتونونه فارغان  لري ، خو د جذب کچه یې کمه شوې ده .

د خصوصي پوهنتونونو مسولين وايي د مالیاتو د معافېدو غوښتنه يې  له طالبانو کړې ده ، خو تر اوسه پورې په کې کوم اقدام نه دی شوی  د مسولينو د معلوماتو پر اساس په خصوصي پوهنتونو کې شاوخوا ٧٠ زره نجونې په زده‌کړو بوختې وې چې اوس په کورونو کې ناستې دي او خصوصي پوهنتونونه يې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د تېرو ۲۰ کلونو يوه لويه  لاسته راوړنه د لوړو زده‌کړو په برخه کې دخصوصي سکټورلوړه  پانګونه وه چې ډېر پرمختګ يې کړی و او شا او خوا ۱۴۰ خصوصي پوهنتونه نه ايجاد شوي وو چې پر ليسانس زده کړو سربېره يې د ماسترۍ بېلابېلې برنامې هم لرلې چې اوس هم په ځينو پوهنتونونو کې  شته .  دډېرو اندېښنه داده  چې که د خصوصي پوهنتونونو روان کړکيچن وضيعت کنترول نشي  نو افغانستان به له علمي او  تحصیلي پلوه  ستر زيانونه وويني . 

‌‌‌په کابل کې د مشعل په نوم ديو خصوصي پوهنتون مسول فتح الله  بابکرخېل رسنيو ته ويلي ، په پوهنتون کې يې  په  انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او اقتصاد پوهنځيو کې  ٤٨٠٠ محصلين وو، له دې ډلې ۱۸۰۰ یې ښځینه او ۳۰۰۰ نور یې نارینه وو د هغه په خبره، دجمهوري نظام تر سقوط وروسته د پوهنتون ډېری محصلین خپلو درسونو ته حاضر نه شول .  دنوموړي په وينا ۵۰ سلنه استادان او اداري کارکوونکي  یې  له دې امله چې  تنخواوې يې  نه شوې ورکولې  نو ځواب کړي يې دي .

په ټوله کې لويه صدمه د نجونو پر زدکړو د بنديز ده چې خصوصي پوهنتونونو  ته رسيدلې ده . ديو خصوصي پوهنتون مرستيال نجم الدين پرويز په وينا :    ( په ښارونو کې د خصوصي پوهنتونونو ډېری  محصلين نجونې دي نو ځکه د نجونو د تحصیل ځنډولو له امله خصوصي پوهنتونونه له لوی مالي زيان سره مخامخ دي ) .

 نوموړي دغه راز وویل چې په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو عایداتو یوازېنۍ سرچینه  د محصلینو فیس دی چې د ټولنې د خراب اقتصاد له امله په پوهنتونونو کې محصلین کم شوي دي  او برحال محصلين هم د فیسونو  ورکولو توان نلري.

 (د خصوصي پوهنتونونو مسولين وايي زده کوونکي يې  ورځ تر بلې په کمېدو دي ، د هر سمسټر په تېرېدو پکې ځکه کمی راځی  چې زاړه شاګردان  فارغېږي او نوي نه جذبېږي ) .

.د طالبانو د  لوړو زده‌ کړو وزارت مسولينورسنيو ته ويلي چې د خصوصي پوهنتونونو د شکایتونو او دهراړخيزو ستونزو په تړاو  ياد  وزارت یو پلاوی ټاکلی چې ددوی ستونزې وڅيړي او د هواري لپاره یې حل لارې ولټوي .

خو تر اوسه پورې ددوی د ستونزو د هواري لپاره کوم اقدام نه دی شوی ، څارونکي پر دې باور دي چې طالبان ځکه په دې بر خه کې اقدام نه کوی چې دوی ته لوړې زده کړې اهميت نلري ، ددوی اقدامات داسې دي چې له لوړو زده کړو څخه  افغانان زړه توري کوي . طالبانو په زياترو لوړو څوکيو داسې کسان ګمارلي چې لوړې زده کړې نه لري يواځنی معيار یې ددوی په وينا ، جهاد ، انفجار او انتحار دی ، نو دډېرو په باور له دوی نه داتمه بې ځايه ده چې لوړو زده کړو ته دې توجه وکړي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *