په طالب واکمنۍ کې د سندرغاړو ژوند
سنګین افغان
له کله نه چې طالبان ددویم ځل لپاره واک ته رسیدلي دي ، نو د موسیقۍ پر ستوني هم د بندیز خپسه ناسته ده .
له دې سره د افغان سندر غاړو ژوند هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی .
زیاتره افغان سندر غاړو هیوا د پریښی او د کډوالۍ ژوند یې غوره کړی دی .
د پښتو موسیقۍ افغان سندرغاړی بریالی صمدي یو له هغو سندرغاړو څخه دی چې ګاونډي هیواد پاکستان ته کډوال شوي دی ، دغه نسبتا ځوان سندر غاړی تقدیر دوه ځلې د ګډوالۍ پر برخلیک اخته کړ د طالبانو په لومړۍ دوره کې یې هم په تانده ځوانۍ کې د مهاجرت موزې پښو ته واچولې او دباګرام د سروش د پخلاینې نغمه یې زمزمه کړه، هغه دنګ خېبر ته هم د بې وسۍ نارې وکړې ؛ « خو دکاڼو په غوږونو کوڼ خیبر » یې نارې وانه ورېدې ، هغه د نورو افغان بلبلانو په څېر ځان ته د تسلۍ په خاطر خیبر مخاطب کړ چې :
د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده ؛
په کابل او پېښور کې افغان یو دی . خو خیبر او باګرام بیا د افغان بلبلانو د ورتګ هر کلي ته د پخوا په څېر سینه پراخه نه کړه، دا ځل له باګرام «پښاور » نه د خپلوۍ د خوږو وږمو بوی نه را تلو .
دا پلا پېښور د پښتو موسیقۍ د ښکلا ننداره نه کوله ، او پېښوري چاپیریال افغان سندرغاړو ته د پرديتوب احساس ورکاوه د پاکستان نورو ښارونو خو بیخي د زړه بستر افغان هنرمندان ته نه غوړاوه ، او د افغان عزت مړی خو پنجابۍ اژدها ته په خړو خاورو کې پروت دی .نو د نازکه هنر مزاج به کله هلته خوښ شي ، چې د شعور ټول چاپیریال کاړ کاړ وي ، هلته به کله د ژوند پر سختیو د راحت لاس بر وي .تل بهار ننګرهار چې سندریز غږ یې د هوا مرغان د هنر زمزمو ته په الوت راوستل داسې ګونګی دی چې په سندرېزو شونډو یې سپېره بادونه الوزي .
د هغه ځای یو خوشنوا بلبل چې په څو پښته کې یې د خلکو پر شونډو مسکا خپره کړې اوس داسې چپ دی چې ته وا ، د رنجو کاروان یې د ستوني پر وره اړولي دي . رضوان منور چې دپاکستان په ازغن چاپیریال کې د بې کوره مساپر په توګه د ژوند سختو ته اوږه ورکړې وايي:د اوسېدو د اسنادو له نه درلودو سره سره اقتصادي ستونزو یې هم د ژوند رباب له ترنګه ویستلی : ))تر دې دمه هیڅ نړیوال بنسټ په پاکستان کې له میشتو افغان هنرمندانو سره مرسته نه ده کړې.((
هغه د ژوند کلمه نیمه وایي ، ځکه چې وړي دي یې توري توپان .
سعیدالله وفا، بل ځوان هنر مند دی چې تازه یې د هنر مرغه وزرې پړقولي دي ،دی هم د خپل هنر په پسرلي د خزان بادونو اړ کړ چې خپل تاوجن چاپیریال پرېږدي او دپردېسۍ لمنه ونیسي ، دده د ژوند دسختیو بیان اورېدل هم د سړي زړه غوڅوي سعید الله چې په پاکستان کې د کډوالۍ د ژوند غشو ته سینه سپر کړې ددې ژوند سرې لمبې یې ډډې سیزي او خپل مبهم راتلونکی یې د تصور په ټال زنګوي : ))په پاکستان کې د قانوني اسنادو نشتوالی او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ بله غټه ستونزه د اولادونو نامعلوم راتلونکې دی((.
هغه لکه د نېز څپو نیزه وړی هر څه ته لاس اچوي خو د تقدیر بېړۍ یې تر دې دمه د نجات ماڼو ته په لاس نه ده ورغلې.
افغانان په ټوله کې د وخت بې درده څپو په مخه کړي او دجنون د بد رنګو ښاپېریو راج پرې چلېږي ، دلته خو د حسین او ذوالجناح د وینو اباحت د هر شمر په بیان کې نغښتی دی ، نو د هنر د بلبلانو غږ به کله د ازغن چاپیریال د کرکې له چغو سره غاړه غړۍ شي . ځکه د نفرت په فصل کله د مینې باران ورېږي .
ګل اغا بهسودی بل سندر غاړی دی چې د پاکستان د پنجاب په پېنډۍ کې اوسي او د خپلو نازولو ، زړه ټوټو «اولادونو » د شخصي زده کړو ناتوانۍ پرې د خفګان څپه خوره کړې ده ، هغوی چې د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې ترې د زده کړو حق تروړل شوی دی .
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو له پیل سره د نا رسمي شمېرو له مخې کم تر کمه څلور سوه افغان سندر غاړي کډوالۍ ته مجبور شویدي .دا افغان سندر غاړی وایي په پاکستان کې په نا څرګند برخلیک اخته دی .
د شننونکو په وینا : «پښتو موسیقي تر ډېره له لویدو سره مخ ده. په وروستیو کلونو کې یې ډېره وده کړې وه خو وروستي سخت ګذار موسیقي او سندرغاړي له کمر نه وغورځول ، اوس په افغانستان کې نه یواځې د موسیقۍ د ودې لپاره د ودې لپاره امکانات نشته بلکې د هنرمندانو ځای نور په افغاني ټولنه کې نه دی پاتې دلته موسیقي حرامه او هنرمند مجرم ګڼل کیږي((
د افغانستان په خصوصي راډيوګانو او تلویزيونو کې هم پر موسیقۍ خپرولو بندیز لګیدلی او په ودونو او ښادیو کې هم څوک د طالبانو له ویرې موسیقي نه غږوي . په یو شمېر ولایتونو کې د سندور له اورېدونکو سره د طالبانو د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول شوي دي او د طالبانو له خوا د موسیقۍ د وسایلو د ماتولو ویډیوګانې هم په خواله رسنيو کې خپرې شوي دي.
یو شمېر سیمه ییز سندرغاړي چې لا هم په افغانستان کې دي د طالبانو له ویرې موسیقۍ غږولو ته زړه نه ښه کوي ، دوی اوس بل کار روزګار هم نشي کولی نو یې ژوند له ډېرو اقتصادي لوړو ژورو سره مخامخ دی .
اوس د پاس تنګي مستې ځدرانې ، د رباب د نغمو په سر ټکو کې نه غږېږي ، چې په ژڼو پسې دخفګان اوښکې تویې کړي . دپاس غرو نو سرونو ته په تورو ګور ګورو پسې د تللو نجونو ټپې هم په خوږ ترنم کې له رباب او منګي سره نه غاړه غړۍ کېږي ، او نه د چنارو لاندې منګي ته د سبا د کوچ سندره د سیتار غوږ تاووي ، د غرو په لمنو کې د شپونکي له سوزنده شپیلۍ هم د ترنم غږ نه خیژي .
د اتڼ ډول ته هم اوس خوستي او پکتیاوال ژڼي څڼې نه غورځوي او دښار له واټونو نه سندرمارو ، کډه کړې ده .
دکلي دنګې په سپین کې غنمرنګې هم په نریو ګوتو چمبه نه وهي .
د انتظار شیبو سیزلی ، بورا د ګل تغاغل ته د حسرت اوښکې تویوي .
خو تمه داده چې دا تیارې لمر شي او د شپې لمن څیري کړي او دسبا باد بیا په دې چمن ګذر وکړي او رنګا رنګ ګلونه وسپړي .
سنګین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.