د طالبانو حکومتولي او اداري چارې

0

Downtown Kabul, October 2023. Photo: @AADIL

الهام الدين افغان 

طالبان چې له ديني مدرسو راوتلي بې تجربې خلک  او د عمرونو زياتره برخه یې په غرونو او رغونو کې تېره کړې ده د حکومتولۍ په اصولو او اداري چارو یې سر نه دی خلاص ، دوی لکه  دپخوا په څېر یې چې يواځې ډزې کولې او هیڅ ډول بشري او انساني حقوقو ته قايل نه وو  دا رنګه اوس هم فکر کوي چې  دوی يوه ډله ده او د هیچا پروړاندې مسوليت نلري . ددوی ټول فکر پر پيسو راټولو او د ځانونو پر هوساينه راټول دی .

په ولسواليو کې یې تګلاره داده چې څنګه له خلک عشر او زکات راټول کړي او په ښارونو کې د مالياتو په راټولوبوخت دي .هغه طالبان چې په ادارو کې یې  دندې نه دي موندلي پر دې ګمارل کېږي چې څنګه هوايي عوايد راونیسي ، د بېلګې په توګه د سرک پر سر ولاړو موټرونو او لاسي کراچيو او د ښار په کوڅو کې لاسي توکو پلورونکو او غرفونه د پېسو راټول چې حکومت يا ښاروالي ورته هيڅ خدمات نه وړاندې کوي . 

پر دې سربېره د حکومتوالۍ مسلکي او تخنيکي چارې هم هغه څه دي چې دطالبانو پرې ډېر سر نه خلاصيږي ، ددوی لوړ پوړي چارواکي نه کوم پلان لري نه منظمې غونډې او مجلسونه لري  بلکې ټوله اداره یې په ملګرتوب او روابطو روانه ده .

د يوې رسمي ادارې يو پخوانی کارکوونکي فضل سبحان د ليکنې له  ليکوال سره د خبرو پرمهال  وويل چې د تېر جمهوريت پر مهال يې هم په همدې اداره کې کارکولو دهغه په ټکو هغه مهال اداري سیستمونه موجود وو ، ورځنی مهال و ، د ادارو مشرانو به له مراجعينو سره د ليدو کتو پلانونه لرل همدارنګه به یې رسمي او اداري مجلسونه په منظم ډول  کول، ددې ټولو لپاره به د وخت ښه مديريت و .

فضل سبحان وايي:  ( اوس نه کوم رسمي مجلس شته  ، که وي هم نه اجنډا وي ، نه پلان وي چې ګوندې مجلس دې د بېلګې په توګه په لس بجې پېل شي او په يوولسو بجو  دې پای ته ورسیږي، مجلسونه لکه په حجره او ديره کې چې بنډار وي ، يو له يو ځای  نه په کې  را غورځېږي او بل له بل ځای نه،  مجلسونه بې پايلو سرته ورسیږي .) 

د ادارو لپاره ورځنی ، میاشتنیاو کلنی پلان د طالبانو په حکومت کې په زره بين هم نه ليدل کېږي ، 

 د اداري ماهرينو په وينا پلان د مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د یوې ادارې مدیر یا د یو ارګان یا پروژې مسول يې  د خپلو  چارو د بهبود لپاره  طرحه کوي او پر بنسټ یې خپلې چارې ښې تنظيموي  يا دا چې د یوې ادارې یا ارګان لپاره پلان اساس دی چې دهغې  ادارې چارې يې  پر مټ  تنظميږي او  عملي کيدل يې  د ادارې مسولين خپلو اهدافو ته رسوي .

د ادارې مسولين  په خپلو  پلانونو کې دا شاملوي چې یو فعالیت څنګه د چا لخوا ، چیرته، څه وخت، ولې، او د څه لپاره اجرا شي؟ .

خو د طالبانو په اداره کې دا نشته چې د مشر لخوا په منظم ډول تشريحات ورکړل چې د اداري سمون لپاره دا چاره تر سره کول ضرور دي .

د  طالبانو په حکومت کې خو ادارو يو شمير مشرانو  د خپلو کاري ميزونو تر شا د خوب تختونه اچولي دي ، کله چې یې مراجعين نه وي ، نو په هغو خوب تختونو کې په رسمي وخت کې هم  په ارام سره ويده کېږي .

دطالبانو هره فيصله او پرېکړه پر خلکو د لختې په زور عملي کېږي ، ددوی د پرېکړو پر وړاندې هيڅوک غږ پورته کولو ته زړه نه ښه کوي .

د ډيرو په باور ، په تخنيکي حکومتولی کې طالبان بلکل صفر دي  خو په عمل کې هره پرېکړه په شین زور کولی شي . طالبان د خپلو پرېکړو په پلي کولو کې هيڅ مصلحت ته غاړه نه ږدي ، او څوک  يې مخې ته هم نه ورځي . د يو لرې پروت ولایت يو قومي سپين ږيری عطا خان وايي: (( د طالبانو دپرېکړو پر وړاندې ځکه څوک نه ودرېږي ،خلک یې د موچي په تار حلال کړي ، که څوک یې د پرېکړو مخالفت وکړي ، د زندان تيارو ته یې اچوي چې څوک به یې د پوښتنې هم نه وي .))

له تېر حکومت سره دطالبانو يو توپير دادی چې هلته ولسواکي او د بيان ازادي وه ، هر چا غږ پورته کولی شو ، تر ډېره  د کاغذ پر مخ ډېرې ښې طرحې جوړېدې خو عملي بڼه يې ځکه نه لرله ، چې پروړاندې مخالفتونه راپورته کيدل ، ډېر کله به داسې طرحې او پلانونه وو چې د افرادو په تاوان به وو خو  اجتماعي ګټه به یې لرله مګر  د زورواکانو يا د مافيايي کړيو د مداخلو له امله به نه شوې پلي کيدای

خو اوس طالبان دې ته نه ګوري چې په دې پلان يا پروګرام کې عامه ګټه څومره متصوره ده ، خو چې ددوی د خپلې ډلې ګټه په کې وي  يا پرې ددوی عوايد لوړيږي هغه پلانونه پلي کوي .

دا چې طالبان په مسلکي او تخنيکي  اداري چارو کې  کمزوري دي يو لامل یې دادی چې دوی په خپله ډله کې مسلکي او په کار پو خلک نه لري او که په ځينو ادارو کې د پخواني حکومت تخنيکي او مسلکي خلک وي هغوی ته غوږ نه نیسي ، نو همدا لامل دی چې ددوی اداره په اداري پلان او اصولو نه ده روانه بلکې په خپل خوښي ډول یې چې څه زړه وغواړي په هماغه شکل يې مخته بيايي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *