طالبان او د ګاونډيانو اندېښنې

0

Taliban fighters in downtown Kabul, 2023. Photo: @AADIL

الهام الدین افغان 

له کله نه چې طالبان ددويم ځل لپاره  واک ته رسیدلي دي ،هممهاله ورسره د ګاونډيو هيوادونو اندېښنې هم را پور ته شوي دي . دا اندېښنې،  هغه مهال زياتې شوې چې له بېلابېلو سیمو نه د ترهګرو ډلو د شته والي راپورونه ورکول شول . د افغانستان په شمالي ولايت  بدخشان کې د ازبکستان داسلامي غورځنګ ( ای، ام، يو ) او د ختيز ترکستان د اسلامي غورځنګ د غړو د فعاليتونو راپورو نه ورکول شول او دسیمې خلکو په دې اړه شکايتونه وکړل .

د راپورونو تر مخه ، د ازبکستان د اسلامي غور ځنګ ، د تاجکستان د جماعت انصار الله  او د ختيز ترکستان د اسلامي تحريک ، لږ تر لږه (۳۰۰ ) درې  سوه  کورنۍ د بد خشان په جرم ، راغستان ، خواهان او درواز  ولسواليو کې  میشتې شوي دي .

د چارو  يو شننونکي د کمال په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل :ددې جنګياليو زياتره غړي ، د تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان وګړي او چينايي يغوريان  دي  چې له القاعدې  سره هم اړيکي لري .

د افغانستان د پخواني ملي پوځ يو منصبدار عابد الله وويل : ( دغو ډلو په تېرو دوو کلونو کې مالي توانايي پېدا کړې ده  او په منظم ډول خپل فعاليتونه مخته بيايي او بریدونو ته چمتو والی نیسي) . دسیمي اوسیدونکي وايي ، دا ترهګرې ډلې په ازاد ډول فعاليتونه کوي او هيڅ ويره نه لري . 

چين او پاکستان څه موده وړاندې پر طالبانو غږ کړی و،  چې دخپلو ګاونډيانو پرامنيتي انديښنو غور وکړي . د همدغو امنيتي ستونزو  له ا مله د منځنۍ اسيا د هيوادونو اندېښنې هم را ولاړې شوي دي ، په تېرو څو مياشتو کې پاکستان څو ځلې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شته والي انديښنه ښودلې په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو  تحريک  يې په پاکستان کې د نا امنيو د پېدا کولو سبب بللې دی . ورته اندېښنې د منځنۍ اسيا يو شمېر هيوادونه چې د افغانستان شمالي ګاونډيان دي هم لري . 

دې اندېښنو ته د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتوني ګوتېرېش هم غبر ګون ښودلې دی ،نوموړي په دوحه کې د افغانستان  په اړه په دوه ورځني کنفرنس کې چې څه موده مخکې جوړ  شوی و  وويل:  چې د کنفرانس ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري نوموړي زياته کړه  په افغانستان  کې د ترهګرو ډلو دايمي شته والی نه يواځې د افغانستان لپاره بلکې دسیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی . ګوتېریش وویل د نشه يي توکو قاچاق هم بله ستونزه ده چې په اړه یې اندیښنې شته.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې درانه بريدونه وشول ، له دې جملې  د روس پر سفارت بريد د چينايي کمپنۍ پر غړو برید ، د پاکستان پر سفارت بريد او ګڼ نور بریدونه په مرکز کابل  او ولايتونو کې په دولتي او غېر دولتي ادارو باندې تر سره شول ، د ځينو باور دا دی چې طالبان نه دي توانيدلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو مخه ونيسي .

روسي چارواکي سره لدې چې په پېل کې  د طالبانو په بيا واک ته رسيدو سره خوش بين وو ، ورو ، ورو يې خوشبينۍ په انديښنو بدلې شوې ، دوروسیې ددفاع  سرګي شويګو څه موده وړاندې له خپل قزاقي سيال سره د ليدنې پر مهال  په افغانستان کې د بې شمېره ترهګرو ډلو په شته والي اندېښنه وښوده . 

د چارو شنونکي بيا تر ډېره په دې برخه کې هڅونه او ملاتړ بېرونی بولي ، د محمود حيدر په نوم د امنيتي چارو يو کار پوه د سلام وطندار په نوم رسنۍ ته ويلي چې : ( سره له دې چې روسیه او اسلامي امارت ښې اړيکي لري خو امريکا او لويديځ هيوادونه له روسيې سره د سيالۍ لپاره په افغانستان کې بېلابېلې تر هګرې ډلې روزي .  له دې ډلو څخه ملاتړ کولی شي چې روسيې او د منځنۍ اسيا هيوادونو ته ګواښ پېښ کړي ). 

دسیمې د هيوادونو ګڼې غونډې چې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوي دي  نو دافغانستان اوسنی وضیعت په کې د اندېښنې وړ بلل شوی دی ، په سيمه کې هندوستان ، پاکستان ، ايران او د منځنۍ اسيا هيوادونو پر خپل وار د افغانستان د اوسني وضيعت او په کې د ترهګرو ډلو پر شته والي وخت پروخت اندېښنې ښودلي دي . طالبان سره لدې چې په افغانستان کې  د ترهګرو ډلو ، شته والی ردوي ، خو د لويو بريدونو پرمهال له دې انکار نه شي کولی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته ځکه د لويو بريدونو مسوليت تل دداعش ډله پر غاړه اخلي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *