طالبانو پر ضد نوې جوړې شوې جبهې 

0

Anti-Taliban demonstration in Vienna by the Afghan diaspora in support of the so-called "National Resistance Front (NRF)" in September 2022. Photo: @Ali Ahmad

الهام الدين افغان 

د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ سره سم ، ددې ډلې پر وړاندې مخالفتونه را څرګند شول ، لومړنی مخالفت د احمدشا مسعود د زوی احمد مسعود و چې  له هماغه پېل نه یې هغه مهال شروع کړ چې له طالبانو سره  يې ، خبرې اترې بريالۍ نه شوې او ددې ډلې پروړاندې یې وسلې ته لاس کړ . 

احمد مسعود  په هماغه پېل کې پر افغانانو غږ وکړ چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي ، او ددې پر په مقابل کې يې  خپلو غلچکو بريدونو او دخرپ ترپ جګړې ته  دوام ورکړی ، چې وخت ناوخت هم طالبانو ته د زيانونو اوښتو ادعا ګانې  کوي . طالبانو هم د احمدمسعود دډلې پر ضد وخت ناوخت اقدامات کړي دي ،  د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې یې ددې ډلې وياند فهيم دشتي وواژه ، چې د طالبانو د وسله والو مخالفينو پراخه غبرګونونه يې را پارولي وو .

که څه هم د ملي مقاومت په نوم  جبهه په ښکاره ، کوم نړيوال  ملاتړنلري ، خو په يو شمېر هيوادونو کې  يې مشر او نور غړي په غونډو او ناستو کې ګډون کوی ، چې وروستی ګډون يې د مشر احمد مسعود د پاریس د سولې د کنفرنس په شپږم پړاو کې و .

د افغانستان د يو پخواني پوځي چارواکي یاسين ضيا په مشرۍ يوې بلې جبهې هم د طالبانو پر وړاندې د پوځي مخالفت غږ پورته کړی او وخت ناوخت د خپلو وسلو بريدونو خبر ورکوي ، او په دې بريدونو کې طالبانو ته د زيانونو د اوښتو ادعا کوي . څه موده وړاندې د ازادۍ په نوم جبهې ، شمال ته د پاکستانی طالبانو ، پر ليږدولو نيوکه کړې وه . 

 د ازادۍ په نوم جبهې په يوه خبر پاڼه کې  دغه ليږ ته قومي بڼه ورکړې وه او زياته کړې وه  دا جبهه پر دې باور ده  دې چې د هيواد د شمال په نفوس کې جوړښتيز بدلون به په هيواد  کې د تل  لپاره د نفاق، سختدريځۍ او ترهګرۍ  تخم وکري.

سره له دې چې د وسله وال مقاومت دا جبهې وخت نه وخت د خپلو وسله والو کړنو خبرونه يواځې د خواله رسنيو له لارې  خپروي ، او په ټوليزو رسنيو کې  د محدوديتونو له امله يې  په خپلواکه توګه تاييد نشي کيدای  ، يو شمير د نظر خاوندان پر دې باور دي چې د مخالفو جبهو وسله وال مقاومت په دې حد کې نه دی چې د طالبانو حکومت له جدي ګواښ سره مخامخ کړي . دافغانستان په سهيل کې  د جمهوريت د مهال  د پوځ يو ډګروال عیسی خان  وايي ، کومو وسله والو ډلو چې اوس مهال د طالبانو پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کړی ، دپوځي تجهيزاتو او وسلو له پلوه په دې موقف کې نه دي چې طالبان چيلنج کړي ، دا يو کمزوری حالت دی ځکه چې دمګړۍ د وسله والو مخالفينو کوم خاص ملاتړی هيواد په سيمه او نړۍ کې نشته چې دوی په پوځي لحاظ تجهيز کړي .

ځينې شنونکي پر دې باور دي چې دمګړۍ طالبان له امريکا سره د تړون په ترڅ کې واک ته رسيدلي او تر هغې چې  امريکا د طالبانو له ملاتړ نه لاس وانخلي د سيمې او نړۍ د هيوادونو لپاره به ګرانه وي چې په مخالفت کې یې جبهې قوي کړي .

دسیاسي چارو يو شنونکي د شبير په مستعار نوم د ليکنې ليکوال ته وويل: ( هر اونۍ چې طالبانو ته میليونونه ډالر راځي ، ددې معنا داده چې امريکا او ملګري یې په غير مستقيم ډول طالبان حمايه کوي ، طالب د امريکا په مرسته خپل موجوده نظام چلوي چې امريکا ورته څه وايي هماغه کوي ،اوسمهال د امريکا لپاره ارزانه ، ملیشه طالبان دي نو فکر نکوم چې دمګړۍ دې امريکايان ددوی پروړاندې د مخالف حرکت حمايت وکړي .

خو پوښتنه پېدا کېږي چې که د امريکا متحده ايالات ، د طالبانو پروړاندې ددوی وسله وال مخالفين نه حمايه کوي نو بيا ځينې حرکتونو ته ولې اجازه ورکوي چې په امريکا کې دفتر پرانيزي ؟

د جنرال سميع سادات او جنرال خوشحال سعادت په نوم دوو جنرالانو دیو شمير پخوانيو دولتي چارواکو په ګډون  د طالبانو پر ضد د جګړې اعلان وکړ او په  امريکا   کې یې دفتر پرانیست ، دوی هغه ملي بېرغ چې له هلمند ولايت نه له ځان سره وړی و هلته پورته کړ او ويې ویل دوی به يو ځل بيا دغه بېرغ په افغانستان کې پورته کوي . د متحدې جبهې په نوم ددغه وسله وال حرکت مشر جنرال سميع سادات  دخبرو پرمهال وويل( موږ بېرته د خپل هيواد د لاسته راوړلو لپاره چمتووالی نیسو ، د افغانستان د اساسي قانون چې د ملت د استازو له خوا تصويب شوی او د ملي بېرغ ، تر چتر لاندې چې ټول قومونه په کې خپل ځای پېدا کړي د يو قانوني نظام غوښتونکي يو .) 

خو دداعش په نوم ترهګره ډله بيا هغه حرکت دی چې په تېرو دوو کلونو کې یې په کابل او نورو ولايتونو کې دلويو لويو بريدونو مسوليت منلی دی ، تر ډېره فکر کېږي چې د طالبانو زياته ويره له داعش څخه ده ، يادې ډلې په تېر کې هم دافغانستان په ختيز کې له حکومتي پوځونو او وسله والو طالبانو سره زياتې جګړې کړي دي چې يو بل ته یې زیات ځاني زيانونه ور اړولي دي . 

ځينې پر دې باور دي چې دې ډول حرکتونونو ته اجازه ورکول ، يو بديل دی خو په اوږد مهال کې ، تر ډېره تصور دادی چې که طالبان ، ولسي مشروعيت تر لاسه کړي ، يو ټولګډونه حکومت جوړيدو ته لاره هواره کړي ، ټولو افغانانو ته خپل حقوق وسپاري ، نړيوال يې په رسميت وپېژني ، بېلا بېل اقتصادي ، سیاسي او ټولنيزروابط پېدا کړي ، ښايي په داخل او بهر کې افغانان ورسره ، دپخلاینې لاره غوره کړي خو که دا کار ونکړي ښايي ددوی پر وړاندې پېل شوي اوسني حرکتونه چې کمزوري ګڼل کېږي ، په راتلونکي کې لوی شي او طالبانو ته په جدي خطرونو واوړي .   

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.   

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *