د سور صليب د صحي مرستو بنديدل
الهام الدين افغان
د تېرې اګست مياشتې پر ۳۱ مه نېټه سور صليب د افغانستان له روغتيايي سکتور سره د خپلو مرستو د بندېدو اعلان وکړ د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا د روغتونونو د فعال ساتلو پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه مهال پېل شو چې د افغانستان روغتیايي سکتور د نسکوریدو له ګواښ سره مخامخ و.
ای سي ار سي ویلي د بودیجې د کمښت له امله نور نه شي کولی چې د روغتونونو مالي لګښتونه پر غاړه واخلي خو وايي په ورته وخت کې له ځینو هېوادونو او بنسټونو سره په خبرو بوخت دې چې د دې پروګرام له ځینو برخو سره مالي مرسته وکړي .
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې چارواکو رسنيو ته ويلي دوه کاله وړاندې یې چې په روغتيايي برخه کې مرسته پېل کړه موخه يې د روغتونونو فعال ساتل وو يادې ادارې په تېرو شا او خوا دوو کلونو کې دافغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له ( ۳۳) روغتونونو سره هر اړخيزه مالي مرسته کوله چې په وينا یې نژدې یوولسو زرو افغان ډاکټرانو، نرسانو او د روغتونونو د نورو مامورینو تنخواوې يې ورکولې او ترڅنګ یې د درملو ، طبي وسایلو، برېښنا، امبولانسونو، لابراتواري معایناتو او ناروغانو ته د خوړو لګښتونه هم ور برابرول ، خو په وینا یې دا چې نور يې نه شول کولی دا مرستې دوامداره وساتي نو يې د ټولو روغتونو مالي مسوولیت په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وسپاره .
پوښتنه داده چې په اوسمهالو شرایطو کې له نړيوالو مرستو پرته د افغانستان د روغتيايي سکتور مخته وړل څومره ستونزمنه چاره ده ؟
د يو ولايتي روغتون يو مسول را ته وويل : په تېرو څو ورځو کې چې د سور صليب مرستې ودريدلي ، دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي ، په لوژستيکي برخه کې ، ددرملو په رانيولو او همدارنګه دهغو ډاکترانو چې سور صليب یې تنخواګانې ورکولې اوس يې د تنخواګانو او امتیازاتو اميدونه ختم شوي دي او نژدې دی چې دندې پرېږدي .
د يو بل ولايتي روغتون مشر د نوم نه ښودلو په شرط د ليکنې ليکوال ته وويل: (( د سور صليب مرستې زموږ لپاره يو لوی غنيمت و ، هم پرې زموږ ددرملو چاره روانه وه هم مو ډاکترانو او نورو طبي کارکوونکو ته کافي اندازه معاشونه ورکول او له دې برخو چې کومې پېسې زياتېدې نو مو پرې د روغتون د ابادۍ چارې برابرولې او هم مو پرې طبي وسايل رانيول خو اوس چې دا مرستې له څو ورځو راپديخوا ځنډيدلي موږ يې دروغتون سيستم چلولو ته اندېښمن کړي يو .))
سور صليب داسې مهال د افغانستان له روغتيايي سکتور سره دخپلو پراخه مرستو لړۍ بندوي چې د همدې ادارې د چارواکو په خبره په دوو افغانانو کې یو یې روغتیاي خدمتونو ته لاسرسی او کافي خواړه نلري چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان خوارځواکه شوي او اړمنو کورنیو سره ډېرې لږې مرسته کېږي.
سره له دې چې سور صليب په روغتيايي برخه کې له يو شمېر روغتونونو سره مرستې کوي د دې نړیوالې کمیتې چارواکو رسنيو ته ويلي چې په افغانستان کې به د سرې میاشتې د ټولنې په زريعه له ( ۴۷) روغتیايي مرکزونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او سربیره پر دې یې له هغو روغتیايي مرکزونو سره هم د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی چې په وینا یې هر کال په کې د (۱۵۰) زرو معلولینو درملنه کېږي.
ای سي ار سي همدارنګه په زندانونو کې د روغتیاي خدماتو د ښه کولو لپاره له افغان چارواکو سره د ګډ کار ډاډ هم ورکړی دی .
خو پورته يادې شوې مرستې د هغو پرتله چې د پخوالي جمهوري دولت له نسکورېدو وروسته سور صليب د افغانستان له روغتيايي سکتور سره کولې ډېرې کمې دي .
له دې امله ای سي ار سي ، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.
افغانستان دهغو هېوادونو په کتار کې لا لوړ ځای لري چې وګړو ته يې روغتيايي خدمات په ډېره ټيټه کچه وړاندې کېږي. د رسنيو دراپورونو پر بنسټ که څه هم کورنيو ته د طبي پوهاوي د پروګرامونوورکول يو څه اغېزمن تمام شوي او د روغتيا ساتنې د ښه کيدو له امله تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړينه کمه شوې خو د نويو زېږېدونکو ماشومانو د مړينې کچه لا د پخوا په څېر لوړه ده.
د روغتيا پوهانو په وينا په افغانستان کې تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان زياتره د انتاني ناروغيو لکه نس ناستي، د تنفسي انتاناتو او داسې نورو ناروغيو له امله چې په واکسين سره يې مخه نيول کيدای شي مري .
د ماشومانو په نا روغيو کې د پاکو اوبو کمی او خراب چاپيريال ستر رول لري ځکه چې زياتره افغانان پاکو اوبواو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسي نه لري.
په تېر جمهوري حکومت کې د نړيوالو ادارولخوا ، هم ددرملنې په برخه کې مرستې کېدې او هم په روغتيايي برخه کې روزنيز او د پوهاوي بېلابېل پروګرامونه مخ ته وړل کېدل چې ګټور تمامېدل .
خو اوس نه يواځې داچې د عامه پوهاوي د پروګرامونو څرک نشته تر څنګ يې د نړيوالو روغتيايي مرستو بنديدل هم د افغانانو لپاره د خواشينۍ خبرونه دي .
الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.