دافغان شخصيتونود راستنېدو د کميسيون چارې څومره اغېزناکې دي؟  

0

Taliban car with the inscription "Islamic Emirate" Photo: @AADIL

الهام الدين افغان 

تېر کال طالبانو ، له افغان شخصيتونو سره د اړيکو په نوم کميسيون جوړ کړ چې د طالبانو په وينا دغه کمیسيون له هغو افغانانو سره اړيکه نیسي چې د تېر جمهوري نظام  تر چپه کېدو وروسته له افغانستان نه وتلي دي .

ددغه کمیسيون وياند احمد وثيق رسنيو ته ويلي چې ددغه کميسيون غړو  ، د را ستنيدونکو شخصيتونو لپاره يو طرزالعمل جوړ کړی چې دغه طرزالعمل د لیدنې کتنې، حقوقي شخړې، د پانګونې ستونزې او د ځینو وسایلو کارول مشخصوي.

 د وثيق په وينا یوه کړنلاره يې هم جوړه کړې ، چې  راستنيدونکي شخصيتونه  وکولی شي یو سند ترلاسه کړي چې په اساس یې په خپل هیواد کې خوندي ژوند وکړي.” د هغوی لپاره هم یوه کړنلاره جوړه شوې او وروستۍ شوې ده . ددې کميسيون د اړيکو پر مټ تر اوسه لسګونه کسان راستانه  شوي دي  ، د کمیسیون دچارواکو په وينا د راستنو شويو شمېر شا اوخوا پنځوسوو ته رسيېږي  . 
وثیق رسنيو ته ويلي (( له افغان شخصیتونو سره دتماس کمیسیون اړیکو څانګه فعاله ده او څلورویشت ساعته دټولو خلکو په خدمت کې ده او هغوی کولی شي چې له دغې څانګې  سره تماس ونیسي او هغه فورمې چې ددوي شخصي احوالو دثبت لپاره ورکول کیږي ترلاسه او ډکې کړي او وروسته ددوي د راتګ لپاره زمینه برابرېږي  له ټولو هغو افغانانو څخه چې دمنفي تبلیغاتو له امله له هیواده وتلي هیله مو داده چې باید خپل وطن ته راستانه شي.))

خو پخواني چارواکي بیا هېواد ته  د راتګ لپاره د انلین فورم ډکول ددوی  لپاره سپکاوی بولي ،چې په وینا یې دغه ډول کړنلاره  له افغاني کلتور سره سمون نه لري دوي وايي، طالبانو ته پکار ده،چې له افغان شخصیتونو سره د یو پلاوي له لارې اړیکه ونیسي او د دوی پر اندیښنې له نژدې  پوه شي او حل لاره ورته وموندل شي .

 دکورنيو چارو پخواني  وزیر محمد عمر داوود زي همدغه  ډول يوه اندېښنه له رسنيو سره شريکه کړې ده هغه ويلي د افغان شخصيتونو ځایونه او ادرسونه  معلوم دي،خو د بېرته راستنیدو لپاره یې دطالبانو له لوري  هيڅ ډول پلاوی نه دی ورلیږل شوی.

عمر داوودزی زیاتوي :(راغوښتل په دې شکل نه وي، چې فورمه په انټرنیټ کې شته او ته یې ډکه کړه. د فورمې پرځای  دې دوی ته ورشي، د دوی دتشویشونو په اړه دې  مخ په مخ ورسره خبرې وکړي، د پخوانیو سیاسیونو ټول ادرسونه معلوم دي یا په متحده عرب اماراتو کې دي یا په قطر کې دي یا په ترکیه او یاهم د مرکزي اسیا په هېوادونو کې دي)

له هغې وروسته چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ شوی، د وزیر ، معین ، والي د ملي شورا غړو او امنیه قوماندانو په کچه پخواني چارواکي او سیاسیون افغانستان  ته ستانه شوي دي

د تماس کمیسیون له لارې راغلي کسان د کمېسیون په تخنیکي برخه نیوکې لري،چې په وینا یې ځینې چارې غیرې منظمې دي.

»درسنيو د معلوماتو له مخې يو شمېر پېژندل شوي پخواني افغان چارواکي له جوړ شوي کميسيون سره د اړيکو نيولو په پایله کې افغانستان ته ستانه شوي دي د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ ، ، د برېښنا شرکت پخوانی مشر امان الله غالب ، د مخکینۍ مشرانو جرګې لومړی مرستیال حسیب الله کلمیزی ، د امنیت شورا پخوانی مرستیال عبدالحکیم نورزی، د کندهار پخوانی والی توریالی ویسا ، د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري او دولسي جرګې پخوانی غړی امير خان يار او نور ګڼو پخوانيو چارواکو نومونه د يادولو دي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، چې هېواد ته راستنې شوې سیاسي څېرې له بشپړ خوندېتوب نه برخمنې دي او دوسیې  یې د دغه کمېسیون له لوري څېړل کېږي . خو ځينې افغانان بیا له افغان شخصيتونو سره داړيکو په نوم کمیسيون جوړول تېر اېستونکي اقدام بولي . 

(( د احسان الله نېرو په نوم  بهرمېشتی افغان چې ځان د افغانستان د ژغورنې په نوم د مقاومت دعالي شورا وياند بولي له   ددغه ډول کمېسیون جوړول پایله نلري. د افغانستان مسایل په دې کچه یو کمېسیون نه‌شي حلولی. موږ د پراخ‌ بنسټه حکومت، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د نظام څرنګوالي په اړه د خبرو غوښتونکي یو چې دغه کمېسیون د دې مسایلو پر وړاندې د خبرو لپاره کوچنی دی))  .

د سياسي چارو يو کار پوه روان فرهادي چې له رسنيو سره غږېدلی دا کميسيون  له طالبانو سره د بېعت په توګه بولي چې په وينا یې هيڅ اغېز نلري .

پر يو شمېر معلومو څېرو او مشهورو شخصيتونو سربېره  ځينې دا سې خلکو هم دې کمیسيون سره اړيکې نيولي او ددغه کمیسيون کارتونه يې تر لاسه کړي چې نه يې لوړ دولتي موقفونه لرل او نه هم مشهور خلک وو ، خو دوی يواځې ددې په موخه چې د وسلې اخیستلو امتياز تر لاسه کړي او يا د خونديتوب کارتونه چې ورکول کېږي  ترې ګټه واخلي چې که څوک ورسره حقوقي دعوې لري چې د همدغه کمېسيون پر مټ يې هوارې کړي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *