له افغانستان نه د ځوانانو فرار

0

July 2023, Kabul Photo: @AADIL

الهام الدين افغان 

که څه هم بهر ته پر قاچاقي لارو د افغان زلمو د لېږد بهير له پخوا پېل شوی و ، خو هغه مهال په کې د پام وړ زياتوالی  راغی چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست پر پنځلسمه ، د افغانستان د جمهوري نظام پښې ولړزېدې او په چپه کېدو سره یې وسله وال طالبان چې دوه لسېزې  د جمهوري  نظام پر وړاندې جنګيدلي وو واک ته ورسېدل . د طالبانو واک ته له  رسيدو سره سم زرګونو افغانانو پر هوايي ډګر ورمنډې کړې او ګڼ ځوانان په امريکايي الوتکو کې له هيواده نه ووتل ، دې چارې ځو ورځې دوام وکړ .

افغانان ځوانان اوس هم  بهر  ته د تللو لارې  چارې لټوي ، د نژدې هر مجلس  دبحٍث توده موضوع بهر ته د ځوانانو د تګ وي، او په ناستو او مجلسونو کې دا خبره ښه توده وي چې  پلانی اروپا ته ورسيد، هغه بل  په ايران کې بند پاتې دی ، پلانی يې له ترکيې بېرته را وګرځولو ، د پبلاني زوی نيول شوی دی، هغه بل ته  قاچاقبر داسې ويلي دي او له پلاني  نه قاچاق بر  دومره پيسې غوښتې دي، ټوله ورځ پر همدغو خبرو تېرېږي ..

په لارو کې د مرګ خطر ، د انساني قاچاق کوونکو بې رحمي ، په پولو ولاړ عسکر بې رحمه او د مرګ تر کومي د ځوانانو رسول ، په لارو کې د نورو سلو خطرونو منل او که له چا سره نصيب ياري هم وکړي او ترکوم  اروپايي هيواده ورسیږي   بیا هم په منلو او قبليدو کې يې خورا زياتې ستونزې وي اود  کامياب راتلونکي لپاره یې کومه خاصه اميدواري او باور هم نه  وي .

خو افغان ځوانان ولې دا خطرات مني او بهر  تلو ته زړه ښه کوي ؟ ولې د کورنيو مشران، د خپلو کشرانو لپاره دا برخليک غوره کوي؟ د ټولو تر شا د افغانانو بې وزلي ، فقر او بد اقتصادي وضيعت نغښتی  دی .

د ګل محمد په نوم د ننګرهار يو اوسیدونکی چې زوی يې  د ايران او ترکيې له لارې اروپا ته تللی وايي: ((  څوارلس ځلې مې زوی له ترکيې نه ايران ته بېرته راولېږل شو ، په پنځلسم ځل چې د ترکيې له لارې بلغاریې  او بيا فرانسې ته ورسيده ، داچې په په بلغاريه کې يې ګوتې لګيد لې وې نو له فرانسې یې بېرته بلغاريې ته ولېږه ، له هغه ځايه  مې ورته بل قاچاقبر پېدا کړ اوس جرمني ته رسيدلی لا یې هم  دقبولۍ کار  نه دی شوی په يو کېمپ کې د خپل راتلونکی  بې برخليکه ژوند په هيله شپې سبا کوي .))  

د پکتيا يو اوسیدونکي  ملک دين وويل (( زوی مې دا درې میاشتې وشوې چې ايران ته تللی ، همالته دی او ماسره توان نشته چې له ايران نه يې د ترکيې يا سربېې له لارې اروپا ته وباسم ، هلته کار روزګا هم نه شي کولی ډېره اندېښنه مې ده ورته ))  

له هيواد نه د ځوانانو وتل زياتره د بې روزګارۍ له امله دي ، د طالبانو په واک ته رسيدو سره ، زياتره ځوانان چې د ملي پوځ په ليکو کې وو ، يا په ملکي ادارو کې وواو  يا په خصوصي سکتور کې پر دندو بوخت وو له يوې مخې بې روزګاره شول ، په کور دننه بوختيا نشته نو هر څوک په دې لټه کې دي  چې له هيواد بهر په قاچاقي لارو لاړ شي . يو شمېر د نظر څښتنان پر دې باور دی چې حکومتي مسولين بايد مسوليت ومني او ځوانانو ته د روزګار په چمتو کولو کې  اقدام وکړي .  ليکوال او  ژورنالیست عزیز الله ميوند ((مستعار نوم )) وايي  ((  د يو ملت د واکمنو  مسئوليت ډېر دروند دی . زه ډاډه يم چې د دې هر ځوان د بې وزلۍ او سختو پوښتنه به الله له مسولينو څخه  کوي  د دې هېواد او افغان ملت د ژوند سختې ، واقعا له زغم نه وتلي دي ))

دډېرو په باور دې چارې ته توجه کول باید د حکومت او مسوولينو  په لومړيتوبونو کې وای، خو څومره له موجودو واکمنانو نه دا توقع کېدای شي ، طالبان چې په زور راغلې ډله ده او واک يې نيولی دی ، دهيچا حقوقو ته نه دي قايل او نه هم  کوم مسول حکومت دی چې د ولس د خېر ښېګڼې فکر ورسره وي.   

د اسلامي علومو يو پوه سميع الدين  وايي : (( که يو  نامسلم د مسلمانانو د ناسم چلند له امله له  اسلامي نظام څخه لاړ شي نو يو بد تاثر به له ځانه سره وړي او لازمي ده چې د مسلمانانو پر وړاندې به د کرکې دريځ خپلوي، کوم ځوانان چې بهر ته ځي له طالبانو نه متنفر کېږي اوس په دې فکر پکار دی چې ولې خپل پردي کيږي؟ د کوم سلوک او چلند له امله خلک واټن خپلوي؟ ددوی پرېکړې به څه عواقب و لري؟ ددوی کړنې به يې  نظام پايدار کړي  او که دمزل لاره به يې لنډه کړي .؟)) 

که څه هم له هيواده د تللو ځوانانو دقيقه شمېره نشته خود طالبانو په بيا واکمن کېدو سره له افغانستان نه لسګونه زره ځوانان په قاچاقي لارو بېلابېلو هيوادونو ته د مزدورۍ په موخه تللي دي .   

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *