طالبان قومي  روايتونه او بحثونه 

0

Kabul 2022 Photo: @SS Ahmad

الهام الدین افغان      

له کله نه چې په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط کړی او پر ځای يې ، طالبان په دويم ځل واک ته رسيدلي ،د قومي روايتونو بحثونه  هم په رسنيو کې تاوده شوي دي يو شمېر  پردې اند دي چې طالبان پښتانه او يوه مشخصه قومي اجنډا مخې ته وړي ، ددوی دليل دا دی چې دوی له  پښتنو سيمو نه را اوچت شوي دی اکثريت يې پښتانه او غواړي چې د پښتنو تسلط پياوړی وساتي ،دا ډله خلک په يو شمېر سيمو کې له غېر پښتنو سره د طالبانو ناسم چلند ته اشاره کوي چې طالبان نا پښتانه افغانان زوروي . دوی د بغلان او پنجشير د سیمو بېلګې راوړي چې هلته تاجکان زورول شوي کورونه يې پلټل شوي او د شک په تور يو شمېر خلک بنديان شوي دي .

عبد الله خنجاني چې ، ټولنيز فعال او  د تېر جمهوري حکومت پر مهال د سولې د وزارت مر ستیال و ، پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي 🙁 هغه لامل چې تر مخه يې طالبان نه شي کولی ملي او نړيوال  مشروعيت تر لاسه کړي په خپل حکومت کې د نورو قومونو نه ګډون دی چې يواځې د يو قوم  اراده او غوښتنه په کې  تمثيل شوې ده . ښاغلی خنجاني چې پر همدغو موضوعاتو زياتې ليکنې کوي په خپل یو بل ټويټ کې ليکيی (  هيبت الله،  یعقوب، حقاني او نورو شتمنۍ پېدا کړي او هر څه لري خو دخلکو په ژوند په ځانګړې توګه د ځان مرګو بريد کوونکو کورنيو ته څه اقتصادي ارزښت لري؟ له قومي سیاست ځخه په ګټه اخيستو يو شمېر کسان ځانونه دخلکو د کټو ساتونکو په توګه معرفي کوي او په ټولنه کې د ويرې په خپرولو سره داسې ذهنيت را منځته کوي چې که دا ډله په واک کې نه وي نو ولس به په سيند لاهو شي ) د طالبانو يو بل منتقد  مجيب الرحمن رحيمي  هم په خپلو زياترو  ليکنو کې طالبان په قومي سياست تورنوي ، هغه په يو ټويت کې ليکي ( طالبان د افغانستان ، قومونو په ځانګړي ډول د تاجکو او ازبکو لپاره يو ناورين دی ) نوموړی په خپل يو بل ټويټ کې کاږي ( د طالبانو د نامشروع رژيم انحصاري سياست نه يواځې دا چې په هيواد کې قومي ژبنۍ او کولتوري تنوع  نه بېژني بلکې په هيواد کې د کولتوري تنوع د ژبو او سیمبولو د له منځه وړلو هڅي کوي ) ددوی په څېر يو شمېر نور ليکوال هم پر همدې نظر دي چې طالبان قومي او ژبنۍ برنامې لري . ددوی د خبرو معنا داده چې زياتره  طالبان نسلا پښتانه دي  او يواځې د پښتنو لپاره کار کوي .

خو  زياتره افغانان چې  په افغانستان  کې اوسيږي او ټولنيز عيني واقعيتونه  له  نژدې درک کوي پر دې باور دي چې طالبان په خپل سیاسي مذهبي روايت فکر کوي او د طالبي قرات برنامه یې پېل کړې ده .

    دسمیع مهدی په نوم  دبدخشان ولایت يو اوسیدونکي په دري ژبه  ليکلي دي  : د بدخشان طالبان تاجک دي ، مګر زه طالب نه يم او له هغوی دفاع نه کوم ، د زياترو طالبانو پښتونوالی ، ددې لامل نه دی چې زياترو پښتنو ته د طالب خطاب وشی ، طالب يو فکري انحراف دی او ښايي هر ځای کې پيدا شي . 
هغوی چې پښتنوته  د طالب خطاب کوي ، بايد له هغو پښتنو سر بازانو نه چې  د پوليسو او پوځ په ليکو کې د کندوزيو خويندو او ورونو په دفاع کې جنګيدلي وشرمېږي. ..
 تعصب ته په  لمن وهلو سره ، د طالب ټولنيزه بستره مه پراخوئ ، او ددوی وحشيانه جګړې ته مشروعيت مه ورکوئ . څوک چې له طالب نه دفاع کوي مهمه نه ده چې هر څوک وي که نکټايي لرونکی وي او يا بې نکټايي .

د طالبانو تحريک له پښتنو جنوبي او جنوب ختيزو  سیمو را ټوکيدلی ، او د نورو سيمو پښتانه هم په کې کم دی ، ددوی زياتره دلوی  کندهار او لويې پکتیا او سيدونکي دي او  د لوی ننګرهار ونډه په کې ډېره کم رنګه ده ، په لږ شمېر کې په کې تاجک او ازبک او د نورو قومونو استازي شته .

خو له لویه سره ، پر هغه څه چې طالب باور لري هغه ددوی خپله ډله ټپله پالل دي  ، د لوی کندهار لويې پکتیا زياتره لوستي ، علمي او اکاډميک خلک ددوی په ډله کې نشته او نه هم پر لوړو څوکيو یې څوک ګمارل شوي دي .

ددوی زيان اړوونکي ګواښونه ټول ملت ته متوجه دي ، په ټول افغانستان کې د ښځينه قشر پر مخ د ښوونځيو او پوهنځیو او د کار کولو ددفترونو دروازې بندې دي .

په ټول افغانستان کې  پخواني مامورين له دندو ګوښه شوي دي ، دطالبانو په دويم ځل واکمنېدو د زياترو  افغانانو اقتصاد وضيعت خراب شوی او له بې روزګارۍ شکايت لري . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *