پخواني مامورين د طالبانو له ناسم چلند نه شکايت لري
الهام الدين افغان
په افغانستان کې د پخواني جمهوري دولت تر سقوط وروسته چې۲۰۲۱کال د اګست په پنځلسمه طالبان د واک پر ګدۍ ناست دي ، په ټولو ادارو کې يې تر درېيم بست پورې ټول خپل خلک( وسله وال طالبان ) په دندو ګمارلي دي خو په هغو برخو کې چې ډېرې تخنيکي دی او دوی پرې نه پو هېږي دوی مجبور دي ، پخواني مامورين چې په کومو څوکيو يې کار کولو پر خپلو ځايونو پرېږدي .خو هغوی چې لا هم له دوی سره دندې مخته بیايي شکایت لري چې همېشه ددوی له تحقيري او سپکوونکي چلند سره مخامخ دي .
دوی ( پخواني مامورين ) په ډاډمنه توګه هيچا ته د زړه غوټه نه شي سپړلی ، له مطبوعاتو سره خو له خبرو اترو کولو نه بيخي زیات په ويره کې دي او ډډه ترې کوی . خو يو نيم څوک چې پيدا شي او دوی هم په دې ډاډه شي چې راز يې ساتي نو ورو ، ورو ورته د زړه غوټه وسپړي . ښايي يو له هغو کسانو يې زه ( ددې لیکنې ليکوال ) هم موندلی وم چې ځينو را سره خپل درد شريک کړ خو پر دې شرط چې نوم به یې نه اخلم .
احمد الله ( مستعارنوم ) د کابل په يوه دولتي اداره کې مامور دی وايي : له کومې ورځې نه چې طالبان يو ځل بیا قدرت ته رسېدلي او په ادارو کې یې کار شروع کړی ، له هماغه اولې ورځې چې دوی ور سره په ادارو کې ګډ کار کوي دوی ته په ښه سترګه نه ګوري ، همېشه ور سره داسې چلند کوي لکه طالب یې چې بادار او دوی (پخواني مامورين ) يې غلامان وي.
د يوې بلې حکومتي ادارې يو بل مامور چې هغه هم له نوم ښودلو نه ډډه کوي وايي (( موږ همېشه د طالبانو له بد چلند سره مخامخ يو، دوی موږ ته همېشه دپخواني حکومت او د ددوی په ټکو د اشغال د پاتې شونو خطاب کوي )) دغه مامور زياتوي (( اوس دطالبانو په ادارو کې د مامور د حقوقو بحث نفې شوی ، طالبان فکر کوي چې دوی افغانستان په زور نيولی او اوسیدونکي يې له دوی سره یرغمل دي ، دوی نه انساني حقوق پيژني او نه هم دحکومتي چوکاټ اصول ، دوی د لارې د سر دشکوونکو په څېر چلند کوي ، ديو کشر طالب هم چې څه خوښه وي هغه کوي او ځان د هيچا پر وړاندې مسول نه ګڼي ))
ورته شکايتونه د پخواني حکومت له ډېرو مامورينو اورېدل کېږي . دپخواني حکومت یو بل مامور صلاح الدين چې اوس هم په خپله څوکۍ په دريم بست کې دنده پر مخ بيايي خوله غږ ثبتولو او انځور اخیستو ډډه کوي وايي چې (( په طالبانو کې ښه خلک نشته ، دوی دا ځل له ډېرو زياتو عقدو او کینو سره افغانستان ته راغلي دي ، طالبان فکر کوي چې ټول افغانستان ددوی غنيمت دی چې په چا څه کوي څوک يې د مخنيوي نشته )) هغه زياتوي يوه ورځ ورته يو طالب وويل : شکر وباسئ چې ژوندي مو پرېښي ياستئ ، او د افغانستان له هوا څخه تنفس کوئ دا تاسې لپاره غټه خبره ده ، کنه تاسې ټول مباح الدم وئ او باید وژل شوی وای .
يو بل دولتي مامور سمندر ( مستعار نوم ) وويل :(( له يو بل مامور سره مې په يو څه لفظي شخړه راغله ، نه کوم فزيکي برخورد شوی و نه کوم بل څه ، د ادارې مشر وغوښتم ، ددې پر ځای چې شفاهي توصيه را ته وکړي او يا رانه د موضوع پوښتنه وکړي خپلو وسله والو ته يې امر وکړ زه يې دومره ووهلم چې په خپلو پښو تر کوره نه شوم تلای یو همکار مې په خپل موټر کې تر کوره ورسولم او هماغه شېبه يې له دندې هم منفک کړم .)) د افغانستان دمامورينو په قانون کې د يو مامور ټول حقوق تعريف شوي دي . د بېلګې په توګه ، که په ه لومړي ځل يو حکومتي مامور سرغړونه وکړي ، یوه شفاهي توصيه ورکول کېږي ، همدارنګه ، که سرغړونه تکرار شي بیا ورته ليکنۍ توصيه ورل کېږي ، که ددريم ځل لپاره سرغړونه تکرارېږي نو په سوانحو کې ورته اخطار درج کېږی ، کسر معاش او انفکاک په څلورم او پنځم ځل سرغړونو ورکول کېږي خو بیا هم دتقاعد حقوق د هر مامور حق دی چېباید ورکړل شي . خو طالبان دې هيڅ حق ته متعهد نه دي ، همدا اوس په افغانستان کې هيڅ قانون نه مراعات کېږي او نه فيصلې د قانون په رڼا کې کېږي .
په ادارو کې تقرر ددوی په خپله خوښه دی يوآځې هغه څوک مقررېږي چې طالب وي ، يا يې له دوی سره په جګړييزو فعاليتونو کې ونډه اخيستې وي ، څه موده وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزيرندا محمد اخوند وويل : هغه څوک ورته لومړيتوب لري چې بوشکې يايې بمونه بټاو کړي وي نو ددوی لومړيتوب جوت دی ، د حقوقو ، عدالت او انصاف په نوم هيڅ څه نه پېژني او تعهد هم ورته نلري دوی پر دې باوري دي چې اوسمهال داسې کومه اداره يا ارګان نشته چې له دوی نه پوښتنه وکړي او دوی يې پر وړاندې ځواب ويوونکي وي .
ښاغلی افغان مستعار نوم غوره کوي. هغه د افغانستان په ختیځ کې ځایی خبریال دی. *
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان مهاجرینو شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.