پرمېرمنو دطالبانو  پر لپسې بنديزونه

0

الهام الدين افغان

طالبانو په يو تازه اقدام کې ،  د پروان ولايت په چاريکارو کې خياطان يا ګنډونکي د ښځينه و له جامو ګنډولو منعه کړي دي ، پر ښو د امر او له بدو نه د منعه کولو ځايي ادارې ( امر بالمعروف او نهی عن المنکر ) خياطانو ته لارښوونه کړې چې تر دې وروسته دې د ښځو جامې نه کنډي، د طلوع په نوم سيمه ييزې رسنۍ ، په خپله خبر پاڼه دا خبر خپور کړی دی .

د۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې  چې طالبان د دوهم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسيدلي دي ،پر افغان ميرمنو يې تر شلو زيات بنديزونه او محدوديتونه لګولي دي . دا بنديزونه ، او محدوديتونه د توصيو فرمانونو او  شفاهي ويناوو په بڼه لګول شوي دي .

کله چې طالبانو پلازمینه  کابل قبضه کړ لومړنی بريد يې د ښځو پر حجاب و  چې پر دوی يې حجاب جبري کړ تر دې وړاندې يې  په دغه ښار کې پر ديوالونو او د ښځينه و په سينګارتونونو د ميرمنو کښل انځورونه ور پاک کړل ، او پر ځای يې د میرمنو د حجاب او ستر په تړاو ويناوې وکښلې ، له دوکاندارانو وغوښتل شول    چې د هغو نانځکو مخونه هم وپوښي چې د ښځينه و کالي وراغوستل شوي وي.  د طالبانو دغې کړنې په نړيواله کچه وغندل شوې   . 

 د ملګرو ملتونو سرمنشي  انتونيو ګوتیرش او د افغان میرمنو او  بشري حقونو لپاره  د  امريکا ځانګړې  استازې   رينا اميري  په ګډون  زياتو سازمانونو  او بنسټونو د طالبانو دا کړنه  دبشر له حقونو سرغړونه وبلله  او له طالبانو يې وغوښتل چې   نړيوالو قوانينو ته په کتو خپل مکلفيت تر سره کړي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي . پر حجاب سربېره بل بنديز چې پر افغان مېرمنو ولګېد هغه  د موټر چلولو محدوديت و  که څه هم په لومړيو کې طالبانو نه منله چې پر ښځينه  موټر چلوونکو يې محدوديت لګولی دی ، خو وروسته طالبانو رسنيو ته ومنله چې  ښځينه و ته د موټر چلولو پر جواز ور کولو يې بنديز لګولی دی .

پر ښځينه لوبغاړو  بنديزونه: 

‌ د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې طالب واکمنو رسنيو سره په خبرو کې وويل چې  د ښځو ورزش  يو “ناسم او غيرضروري”  عمل دی  د احمد الله وثيق په نوم هغه مهال د اطلاعاتو او کولتور يوه چارواکي رسنيو ته ويلي وو چې :  ښايي  د لوبغاړو  مخ  او  بدن  بهپټ نه وي چې شريعت کې يې جواز نه شته”.  وروسته بيا د طالبانو  حکومت د بدني  روزنې او ورزش  ادارې  هم وويل چې  د “خوندي چاپېريال”تر برابرېدو وروسته به  نجونو ته د  لوبو کولو  حق ورکول کېږي  خو  د  شاوخوا   نولسو  مياشتو له تېرېدو سره لا  هم دوی ته   دلوبو په  سياليو کې د برخې اخيستو حق نه دی ورکول شوی د رسنيو  د راپورو نو تر مخه  د اولمپيک نړيوالې کمېټې افغانستان ته خبرداری ورکړی  چې که ښځينه لوبغاړو  ته اجازه  ور نه  کړي  نو اړيکې به ورسره پرې کړي.  

د  ښځو پر مخ د پارکونو، حمامونو او ورزشي ځايونه بندول د دوی پر وړاندې بل محدوديت وو چې طالبانو ولګولو ، تر ډېره  په کور  دننه او بهر د طالبانو دا کړنه هم وغندل شوه ، دا محدوديت يواځې د ځوانو نجونو د سېل او تفرېح پروړاندې نه  وو بلکې زياتره عمر تېرې مېرمنې هم په دې محدوديت کې راغلې چې د ناروغيو ددرملنې لپاره ورته ډاکترانود ورزش لارښوونه کړې وه . پر سفرونو  محدوديت بل قدم و چې طالبانو د مېرمنو پر وړاندې واخيست  د رسنيو د راپورونو ترمخه  طالبانو  د ۲۰۲۱ کال  په  سمبر کې  د ښځو پر سفرونو  هم محدوديت وضعه کړ  د امربالمعروف  او  نهی  عن المنکر وزارت له موټر چلوونکو غوښتي وو چې  “بې حجابه” او له “محرم” پرته  سفر کوونکې ښځې  په موټر  کې  سپرې نه کړي، چې دا عمل هم دډېرو مېرمنو د ناخوښۍ سبب وګرځيده او د زياترو رسنيو سرټکي يې جوړ کړل .

امن  خونې چې يو مهال به د مېرمنو لپاره تر ډېره خوندي ځايونه بلل کېدل او  هغه مېرمنې چې به له کورني تاوتريخوالي او يا له ناوړه کولتوري محدوديتونو سرمخ وې  دا خوني ورته تر ټولو خوندي ځايونه وو خو طالبانو دغه خونې بندې کړې .

له اووم تر د وولسمه د ښوونځيو بندولو خو سل ګونه زره هغه نجونې په سرو سترګو وژولې چې طالبانو يې پروړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې د دوی د واکمنۍ ايله يوه مياشت تېره شوې وه چې ددوی  د پوهنې وزارت په يوه خبر پاڼه کې يوازې له نارينه زدهکوونکو او ښوونکو وغوښتل، ښوونځيو ته ستانه شي خو تر شپږم ټولګي پورته  د نجونو  ښوونځيو د بيا پرانېستې په اړه يې څه ونه ويل او د نورو فرمانونو او حکمونو په څېريې د امر ثاني يادونه وکړه .

 خو په  پوهنتونونو کې يې  د نارينه او ښځينه ټولګي په لومړيو کې بېل کړل ، بيا يې   په کانکور ازموينه او دماسټرۍ په  پروګرامونو   کې د ښځينه زده کوونکو لپاره  پوهنځي محدودول کړل،  خو وروسته يې د نجونو پر مخ د پوهنتونو در وازې   په بښپړه  توګه وتړلې چې دې چارې په کوردننه او نړيوال غبرګونونه راوپارول . د نجونو پر مخ  يې د بېلابېلو زده کړو کورسونه هم  وتړل او په جوماتونو کې يې له دیني زده کړوهم نجونې  منعه کړلې او د  ښځينه  محصلانو  پر  فراغت   غونډويې هم  محدويتونه ولګول .  له کاره يې   ښځې ګوښه او  دولتي کارکوونکې يې  په کورونو کېنولې تازه چې   طالبان واک ته   و رسېدل په لومړۍ مياشت  کې يې تر ډېره په دولتي ادارو کې کارکوونکو ښځو ته سپارښتنه وکړه چې په کور کېني.د رسنيو د راپورونو تر مخه  د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۱۹مه د کابل ښاروالۍ ښځينه مامورانو ته ويل شوي وو  چې يوازې هغه کارکوونکې چې کار يې نارينه مامورين  نه شي کولای، دندو ته ورتلای شي.  د ګڼو ادارو  نورې  ښځينه کارکوونکې يوه-  نيمه ورځ کار او يا هم د تنخوااخيستو لپاره ورغوښتل کېدې خو دکار او دندو دروازې يې پر مخ تړلي دي . 

د  مېرمنو دپورته حقونو په تړاو په کور دننه او بهر د بشر حقونو ، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو بسټونو غږونه پورته کړل خو تر دې دمه طالبانو دغو غوښتنو ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ويلی ، ځينوطالب چارواکو هم په پر خپل مشر له دې امله نيوکې کړي خو هيڅ کومه نتيجه يې نه ده ورکړې .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *