پر سلفي عقيده دطالبانو بنديز ته کتنه

0

الهام الدين افغان 

دسلف معنا پخواني خلک ، يا سلف په لغت کې هر هغه پديده  چې تېره شوې وي سلف بلل کېږي .

تر ډېره دغه عقيده هغه مهال ترويج شوه ، چې پر افغانستان پخواني شوروي اتحاد يرغل وکړ ډېری افغانان نورو هيوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته وليږديدل ، مهاجر افغانان مرستو ته  اړوو ، لويديځو هيوادونواو عربي نړۍ افغانانو ته دمرستو لاس را اوږد کړ ، خو هرچا خپلې خپلې موخې لرلې ، لويديځو هيوادونو له پخواني شوروي سره خپله دوښمني پاله ، له افغان مجاهدينو سره يې خپلوهر اړخيزو  مرستو ته ادامه ور کړه . سعودي عربستان هم ، له مجاهدينو او مهاجرينو  سره ، مرستو ته راوړاندې شو خو سعودي بيا ددغو مرستو لړۍ  د سلفيت د عقيدې د ترويج لپاره پېل کړه او ددې مرستو پرمټ يې  عملا افغانان  ، دسلفیت  عقيدې ته جذبول ، ان تر دې چې پر اوو ګوندونو سربېره يې  دسلفيانو یو ګوند هم جوړ کړ چې د وروسانو پروړاندې وسله والې جبهې لرلې او تر څنګ يې  په پاکستان کې  پراخې مدرسې هم جوړې کړې چې د سعودي دحکومت او دهغه هيواد خلکو ورسره دپېسو او وسلو خورا زياتې مرستې پېل کړې  .  

ددې لپاره چې په افغاني ټولنه کې د سلفيت عقيده يوه نوې پديده وه نو هغه مهال يې ، هم افغانان له عقيدوي او فکري پلوه سره وويشل چې دغه عقيدوي او فکري اختلاف شخړو او وسله والو نښتو ته هم لاره هواره کړه .  

له عقيدوي او فکري اختلافاتو سره سره بيا هم ،سلفيانو ، چې د وهابیانو يا اهل حديثو په نوم هم ياديدل زيات پلويان پیدا کړل او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې وروسته چې شوروي پلوی نظام هم له  پښو وغورځيد  او پخواني مجاهدين قدرت ته ور سيدل ، سلفيانو هم چې د وروسانو پر وړاندې يې وسله واله مبارزه کړې وه ، څه نا څه مطرح شول. دوی په ځانګړي ډول دافغانستان په ختيز کې چې لا له وړاندې يې په کې زيات شمېر پلويان پېدا کړي وو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ . دسلفيت نظره ورو، ورو په پراخېدو شوه ، او زياترو هغو ملايانو چې په پاکستاني او يا د سعودي عربستان په ديني مرکزونوکې يې زده کړې کړې وې ، افغانستان ته په راتګ سره یې دې نظريې ته ډېر تبليغ وکړ . د افغانستان په ختيز کونړ ولايت کې خو ، يې شمېر بيخي زيات شو لوی لوی جماتونه او مدرسې يې جوړې کړې او په خپلو  طريقو يې نمونځونه پېل کړل ، رفع اليدېن ، يا له هر تکبير سره د لاسونو اوچتول ، په جهر يا لوړ اواز د امين ويل ، پراخه ودريدل او ددعا لپاره د لاسونو نه اوچتول هغه څه وو چې دوی په خپله عقيده کې شاملول .

د سلفيانو دغه کړنې زیاتره وختونه د اختلاف سبب هم ګرځيدلې ، په جوماتونو او ديني مرکزونو کې به د ملايانو او مقتديانوترمنځ همېشه د اخ وډب سبب ګرځېدې .

په تېر جمهوريت کې خو د هيچا په عقيدوي او مذهبي فعاليتونو بنديز نه وو نو سلفيانو هم د خپلې عقيدې د دودولو لپاره پراخه هلې ځلې کولې ، خو واک ته د طالبانو په رسېدو سره ددوی پر فعاليتونو يې هم کلک بنديزونه ولګول ، هغو ملايانو چې به رفع اليدېن کول ، په جهر به يې امين ويلو ، او تر نمانځه وروسته به يې دعا نه ويله ، وګواښل شول چې له هر تکبير سره به  لاسونه، نه  اوچتوي،  نه به  په لوړ غږ امين وايي ، او تر نمانځه وروسته به دعا وايي .

په زياترو هغو جماعتونو کې چې ما [ ليکوال] ليدلي وو چې ملا او مقتديانو به يې په لوړ غږ امين ويلو ، له هر تکبير سره به یې لاسونه اوچتول او دعا به يې نه کوله چې دا تر ډېره په افغاني ټولنه کې يو نوی دود و او خلک ور سره نه وو بلد  خو په زياترو هماغو جماتونو کې اوس هماغه ملاامامان او مقتديان يې ، نه په لوړ غږ امين وايي ، نه له هر تکبير سره لاسونه اوچتوي او له نمانځونو وروسته اوږدې اوږدې دعا ګانې وايي .

ځينې ملايانوته  چې بيا دا چاره سخته برېښېده( چې په لوړ غږ امين ونه وايي او  په نمانځه کې لاسونه اوچت نه کړي ) نو امامتونه يې پرېښودل او له هيواده بهر لاړل، دسلفيانو  ځينې هغه مشران هم ، پاکستان ته لاړل چې د سلفي عقيدې د ترويج لپاره يې په افغانستان کې کار کولو ، طالبان لکه څنګه چې د بيان دازادۍ اصل ته ژمن نه دي ، او نه مدني فعاليتونو ته اجازه ورکوي ، دا رنګه د سني مسلمانانو د حنفي مذهب د تګ لارې د پلويانو په توګه د بل مذهب له پلويانو په ځانګړي ډول دسلفيت له عقيدې سره جوړ نه دي ، دا چې ددوی ددې کړنلارې تر شا څه راز دی ؟ دا هم تر ډېره نه ده جوته ، خو يو څه چې روښانه دي هغه له سعودي عربستان سره د طالبانو خړې پړې اړيکې دي ، سره له دې چې دملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو تېره واکمني سعودي عربستان په رسمياتو پېژندلې وه خو ، دا ځل چې ددوی د حکومت شااو خوا نولس مياشتې پوره کېږي هيڅ هيواد دوی په رسمياتو نه دي پيژندلي چې سعودي عربستان هم په دغه کتار کې راځي . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *