د ویانا ناسته او څو خبرې

0

وصیل فیضي

د روان کال د سپتمبر د میاشتې له ۱۵-۱۷ پورې د ویانا په ښار کې ۲۵ پخواني افغان سیاستوال سره په یوه کنفرانس کې راغونډ شول. د کنفرانس موضوع افغانستان وه. زمینه یې د اوتریش دولت رامنځته کړې وه چې له ډېره وخته راهیسې خپله په کورنيو او بهرنيو سیاسي بحرانو کې راګېر هېواد دی او خپل پېژاند یې د یوه نیوترال دولت په توګه له ډېره راهیسې بایللی دی. د اوکراین جګړې د دې خبرې ښه څرګندونه وکړه. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې د نورو پخوانیو تکراري افغاني سیاسي څېرو په ګډون نوې څېره احمد مسعود وه چې اروپايي رسنیو د دې کنفرانس د اصلي څېرې په توګه خلکو ته وروپېژانده. ګڼ شمېر رسنیو یوازې له احمد مسعود سره مرکې وکړې او دی یې د پلار، احمدشاه مسعود د مقاومت د میراث پر مخ وړونکي نوي رهبر په توګه معرفي کړ. د کنفرانس ګټې د نورو سیاسي څېرو لپاره د هغوی د ختم شوي سیاسي ژوند په دې پړاو کې ښايي دومره نه وي خو د احمد مسعود لپاره دا یوه ښه زمینه وه چې د مقاومت د نوي میراثخور په توګه په سیاسي سټېج راڅرګند شي او د غربي او نړیوالو رسنیو له لارې د نړۍ پام ځانته ورواړوي. 

رنګین دادفر سپتنا، رحمت الله نبیل، فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، سادات منصور نادري او فضل احمد منصور نادري څو نورې هغه څېرې وې چې دې غونډې ته رابلل شوې وې. لکه زما په څېر د دوی د نومونو په لوستو هر افغان ته وار د مخه دا جوتېږي چې له دې زړو سیاسي دوکاندارانو څخه د نوې خبرې او نوې لارې تمه نشي کېدای او دوی هر یو خپله په تېرو شلو کلونو کې په وار وار ازمویل شوي دي. بهرنیو سفارتونو سره د دوی اړیکي کومې پټې خبرې ندي او په تېرو ټولو سیاسي لوبو کې هر ځل د خپلو ګټو لپاره په پوره بېشرمۍ لوبېدلي دي. د تېر جمهوري نظام یوه غوښنه برخه د دوی په خدمت کې وه او د واک په اوج کې دوی له خلکو سره هغه جفاوې وکړې چې د طالب دکتاتورې واکمنۍ ته یې لار هواره کړه او نن یې زموږ بېوزلي خلک پایلې ګالي. 

په ورته وخت کې د کنفرانس په لومړۍ ورځ د ټاکلي ځای مخې ته دوه لاریونونه ترسره شول. یوه ډله یې هغه افغانان ول و چې د احمد مسعود او شمال کې د روان جهادي مقاومت په پلوۍ راټول شوي ول او څو متره لرې بله هغه ډله وه چې د دغو ټولو پخوانیو سیاسي څېرو پر ضد یې غږ پورته کړ. د دوی په نظر دغه ټول سیاستوال ازمویل شوي او جمهوري نظام د دوی د فسادونو، جنایتونو او ځانغوښتنو په پایله کې وپرځېد. د دواړو لاریون کوونکیو ډلو تر منځ ترخې کرکجنې خبرې هم سره شوې وې او ټولو هغو افغاني رسنیو خپرې کړې چې په بهر کې د جمهوري نظام د راپرځېدو څخه وروسته فعالې شوې دي او ټاکلې سیاسي موخې لري. یوه ښه بېلګه یې د افغانستان انټرنشنال رسنۍ ده چې د ګارډین ورځپاڼې د یوه راپور له مخې د سعودي د دکتاتور محمد بن سلمان د سیده پانګونې په په پایله کې رامنځته شوې. د دې رسنۍ موخه په منځنۍ اسیا کې د سعودي د راروانو لرو ستراتېژیکو موخو لپاره کار کول دي او دم ګړۍ د افغانستان په برخه کې له یو مخه قومي، مذهبي، ژبنیو او سمتي کرکو ته لمن وهي. 

دې کنفرانس د منځپانګې او سیاسي پایلو له مخې کوم نوي څه ترسره نکړل او نه یې هم کومه داسې نوې خبره وکړه چې د افغانستان د خلکو په درد دې وخوري بلکې یو له هغو کنفرانسونو څخه و چې په تېرو دوو لسیزو کې په بېشمېره ډول جوړ شوي‌ ول خو هېڅ یو یې هم عام افغان لپاره پرېکړې ندي کړي او د هغوی په ژوند کې یې کوم بدلون ندی راوستی بلکې برعکس یې هر ځل د سیاستوالو دروغجنې څېرې، غوولونکې ژمنې او د دوی سیاسي لوبېدونکی کرکټر راڅرګند کړی دی. دا ځل هم دا سیاستوال، چې تل یې افغانان سره په خپلو کې په قومي، سمتي، ژبنیو او مذهبي ډلو وېشلي په دې بریالي شول چې افغانان سره لا نور هم ووېشي. په ټولیزو رسنیو کې د دې کنفرانس پلویو او مخالفینو تر منځه ډېرې کرکجنې څرګندونې وشوې او بهرمېشتو ډېریو رسنیو هم په اګاهانه ډول هوا ورکړه. 

داسې ناستې څه ګټه لري؟

د ویانا کنفرانس افغانانو ته هېڅ نوي څه نلرل او نه یې هم داسې کومه عملي لاره چاره وړاندې کړه چې د خلکو له منځه دې وي او د خلکو لپاره دې وي. د تل په څېر یو څو سیاستوالو پکې خپل ځانته لابي وکړه او په ښکاره یې له بهرنیو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. خندوونکې دا ده چې دوی لا هم ځانونه د افغانانو استازي ګڼي او د هغوی په استازولۍ غږېږي. حال دا چې د جګړې تر اور لاندې او د طالب د ټوپک تر شپېلۍ لاندې وږي افغانان هېڅ استازی نلري. افغانان هم د نړیوالو لخوا او هم د هغوی د لاس روزل شویو سیاستوالو لخوا په تش میدان یوازې پرېښودل شول او هغه ګړۍ ثابته شوه چې دغه سیاستوال د افغانانو استازي نه ول، بلکې د بهرنیو د واک ساتلو لپاره واک ته راوستل شوي ګوډاګیان ول. دوی دا حق نلري چې د افغانانو د استازولۍ دعوه وکړي، دوی یوازې کړای شي د خپلو کوچنیو ډلو ټپلو په استازولۍ وغږېږي. 

په ورته توګه په دې کنفرانس کې د دې ښاغلیو سیاستوالو د ډېرو خبرو موخه لا هم بهرنیو څخه غوښتنه وه چې دوی سره مرسته وکړي؛ په داسې حال کې چې بهرنیو او نړیوالو له نن څخه ۱۳ میاشتې مخکې دوی څخه واک واخیست او طالب ته یې ورکړ. دوی نور د افغانستان په لوبه کې د بهرنیو لپاره ګټور نه ول. د افغانستان د چلولو پروژه طالب واخیسته او دا چې اوس هره اوونۍ ۴۰ میلونه ډالر ورلېږل کېږي د دې پروژې بیه ده. د دې سیاستوالو لپاره د داسې کنفرانسونو او ناستو اصلي موخه دا ده چې د بهرنیو اعتبار بیرته ترلاسه کړي او نوي تړونونه ورسره وکړي. دوی نه په خلکو باور لري او نه یې هم دا موخه ده چې د خلکو لپاره سیاست وکړي. 

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له خبرو څخه سطحي او له حرکاتو او ان کالیو څخه ښکاري چې د خپل پلار په کټ مټ تمثیل لګیا دی. دا ځوان چې تر اوسه د افغانستان په سیاست کې د نوم تر بریده مطرح و او د پلار میراث یې شل کاله یوازې ترونو وخوړ او ځانونه یې میلونران کړل، اوس ځانته د دې چانس ویني چې اتل شي. غربي سټېج هم وار د مخه ورته تیار ښکاري. له سیاسي فکري پلوه دی ځان د جهاد او مجاهد نسل څخه ګڼي او پرې ویاړ کوي. حال دا چې جهاد او مجاهد هغه توکي ول چې افغانستان یې په نننۍ وبا اخته کړ. په جهاد او مجاهد کې خپلې ریښې کتل افغانانو ته د تېر ماضي د تکرار خبر ورکول دي چې په هېڅ ډول یې جهاد او مجاهدځپلي افغانان پلوي ندي. احمد مسعود کومه نوې لار او نوې چار نه راپېژني بلکې د ۴۰کالو ناروغ ته زړه سولېدلې نسخه ورکوي، هغه نسخه چې په څو ځلې وازمویل شوه او طالب یې هم پایله ده. د دې پر ځای چې د موډرنو انساني افکارو په رڼا کې د افغانانو لپاره د جهاد او مجاهد او بهرنیو د مرستې نه هاخوا انساني ژوند وغواړي، احمد مسعود د پلار په لار روان دی او د هغې ایډیولوژۍ په تمثیل لګیا دی. افغانانو په وار وار ښکاره کړې ده چې هر څه غواړي، دا نغواړي. 

اوس چې نړۍ واک طالب ته وسپاره او پخواني ټول سیاستوال په بهر کې مېشت شول، داسې غونډې به ډېرې وشي او دا به یې نه لومړۍ وي او نه اخرنۍ. داسې غونډې او کنفرانسونه به د دې بېکاره سیاستوالو لخوا ډېرې جوړې شي چې بهر کې اوس نه کار لري‌ او نه کسب. او د افغانانو لپاره هم د دوی پاڼه واوښته او تاریخ بلې پاڼې ته واوښت. نوی نسل نوې خبرې او د خپل درد نوې ترجماني غواړي. په دې لړ کې ټولو هغو افغانانو ته چې په دې وطن کې ریښې لري او د خلکو له منځه د خلکو د هیلو د ترجمانۍ هڅه کوي اړینه ده چې د خلکو تر منځ خپلې ریښې وغځوي. دوی باید د انساني ارزښتونو په رڼا کې د ټولنې د رټل شوی او بدمرغو طبقو د استازولۍ هڅه وکړي. د نوي نسل لپاره مهمه ده چې زموږ د بدمرغۍ ټولې ښکېلې خواوې وپېژني، د دوی له ځانپلورو سیاستونو زدکړې وکړي او حساب ته ورسره ځان چمتو کړي. موږ ته دا مهمه ده چې د غرب او غربي رسنیو اعتبار نه، بلکې د خپلو خلکو اعتبار وګټو. دا تر ټولو ستره دنده او د ژوند موخه ده. په نړیوالو اعتبار ونکړو او خپلې ریښې په وطن کې دننه پراخه کړو. دا ځکه چې هره هغه سیاسي تګلار چې په ولس کې ریښې ونلري، د خلکو لخوا ردېږي. ان که دا تګلارې د توپ، طیارې او ټانک په زور هم واکمنې شي ناکامي یې حتمي ده. تاریخ موږ ته وښوده چې د بهرنیو له ملاتړ څخه د خلکو ملاتړ ډېر ګټور او ډېر سخت کار هم دی. په دې ملاتړ باید کار وشي. زموږ د درد دوا موږ خپله یو. 

نوي نسل لپاره دا مهمه ده چې د تېرو فاسدینو، کرکجنو توکمپالو او مجاهدینو سره په دښمنۍ کې د طالب غېږ ته ونه لوېږي. زموږ لپاره دا ټول زموږ د وطن دښمنان دي او که څه هم نومونه یې بدل دي، څېرې یې بدلې دي، شعارونه یې بدل دي، خو د دوی سپانسران هماغه دي. د دوی ګټې هماغه دي او په بېلابېلو لارو یې زموږ د وطن خلک تباه کړي دي. نوی نسل باید د دوی په قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیزو لومو کې ونه نښلي او د یوه اباد، ښېرازه، موړ او ازاد او برابر افغانستان لپاره جلا کار وکړي. 

وصیل فیضي د ویانا پوهنتون کی افغان محصل

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړهنه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *