ډیوه نیازۍ: سیاست، تبعید او نه ماتېدونکې هیله

0 51
ډیوه نیازۍ

ډیوه نیازۍ ټولنیزه فعاله چې دامریکا په ویرجینا ښار کې ژوند کوي.

عبدالوکیل اټک

ډیوه نیازۍ د هغو افغان ښځو له ډلې ده چې سیاست، ژورنالېزم او مدني فعالیت یې یوازې مسلک نه، بلکې د ژوند لاره ګرځولې ده. نوموړې، چې اوس په امریکا کې د افغان ډیاسپورا برخه ده، د طالبانو د واکمنۍ له سختو منتقدینو څخه ګڼل کېږي. د هغې کیسه د یوې ښځې کیسه ده چې د واک، پیسو او سیاسي شبکو له نشتون سره سره سیاست ته ودریده، خو د سیستماتیک فساد، نارینه‌محوره قدرت او وروسته د طالبانو د واک له امله له وطنه ولاړه.

ډیوه نیازۍ په یوه بې‌وسه کورنۍ کې لویه شوه. د هغې په وینا، نه د جګړه‌مارو قومندانانو د کورنۍ غړې وه، نه یې شتمني لرله، او نه هم د سیاسي نفوذ تر سیوري لاندې ژوند کاوه. خو سیاست ته یې لیوالتیا لرله – او دا لیوالتیا هغه پارلمان ته د نوماندۍ تر دروازې ورسوله. هغه مهال چې د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده شوه، خلکو پرې باور وکړ او رایې یې ورکړې. خو پایله د هغې لپاره د عدالت پر ځای د مایوسۍ پیغام درلود.

هغې وايي چې ټاکنې په ښکاره ډول له درغلیو ډکې وې. د هغې سیالې، چې شتمنه کورنۍ یې لرله، د ټاکنیزو بنسټونو چارواکو ته رشوت ورکړ او بریالۍ اعلان شوه. ډیوه نیازۍ، چې د خپلو رایو پر پاکوالي باور درلود، د اعتراض لار ونیوله. هغې د عدلي ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه، د ولسمشر د لیدو لپاره یې تحصن وکړ، خو دولت نه یوازې دا چې غږ یې وانه ورېد، بلکې د اعتراض خیمې یې ټولې کړې او موضوع یې غلې ښخه کړه. د هغې په وینا، دا مبارزه بې‌پایلې وه، خو غوښتل یې لږ تر لږه خپلو رایه‌ورکوونکو ته وښيي چې تر وروستۍ شېبې یې هڅه وکړه.

هغې ته سیاست د اور په څېر ښکاري: «که ورنږدې شې، سوزوي دې؛ که لرې شې، بیا هم زړه دې غواړي ورنږدې شې.» هغه لا هم باور لري که په افغانستان کې د ښځو لپاره سیاسي فضا بدله شي، بېرته به سیاست ته راستانه شي. خو دا هیله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نږدې ناممکنه ښکاري.

 نیازۍ تر سیاست وړاندې د ژورنالېزم له لارې خپل غږ پیدا کړی و. د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه چې د ژورنالېزم شپږ میاشتنی کورس یې واخیست. د مور ملاتړ ورسره و، او دا ملاتړ د هغې د ژوند مهمه نقطه وه. وروسته یې په جلال آباد ښار کې د نرګس راډیو سره کار پیل کړ – هغه تجربه چې د هغې په وینا یې تر ټولو ژوره اغېزه پرې کړې ده. د ژورنالېزم له لارې یې فساد افشا کړ، درغلۍ یې وڅېړلې او له همدې لارې یې د ښځو غږ ټولنې ته ورساوه. د هغې لپاره ژورنالېزم یوازې خبر نه و، بلکې د حساب غوښتنې وسیله وه.

د طالبانو تر راتګ وروسته، دا ټول فضا وتړل شوه. ښځې له رسنیو، سیاست، سپورټ او عامه ژوند څخه وشړل شوې. نیازۍ یوه وخت په جلال‌اباد کې د ځوانانو د کرکټ ټیم درلود، خو د طالبانو تر واک وروسته، هغه کس چې ټیم یې سمبالاوه، یوازې د دې لپاره وځورول شو چې «د یوې ښځې لپاره یې کار کاوه». د هغې په وینا، که د ښځې نوم یا انځور د کوم فعالیت تر شا وي، طالبان یې نه زغمي.

اوس نیازۍ په امریکا کې ژوند کوي، خو جلاوطنۍ ورته اسانه نه ده. که څه هم وايي دلته هر څه شته – خواړه، امنیت، پیسې، امکانات – خو د وطن احساس نشته. «ته داسې احساس کوې لکه اکسیجن چې کم وي.» هغه وايي په افغانستان کې ژوند ساده و، خو سوله‌ییز و. هلته که کرایه ناوخته شوه، مالک به انتظار کاوه؛ دلته بیا هر څه د سیستم له مخې روان دي-  او دا سیستم پر انسان رواني فشار راوړي.

د امریکا او افغانستان تر منځ پرتله کول ورته دردناک دي. هغه یوه ورځ په امریکا کې ولیدل چې یوه معیوبه نجلۍ په بس کې له ډېر درناوي سره کینول کېږي. دا صحنه یې هیله هم راوپاروله او درد یې هم. ځکه په افغانستان کې سالمې نجونې له زده‌کړې، کار او راتلونکي بې‌برخې دي. د هغې په باور، طالبان نه یوازې د ښځو بشري حقونه نه مني، بلکې اسلامي حقونه یې هم تر پښو لاندې کړي دي. د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل له څلورو کلونو راهیسې دوام لري، او د هغې په اند، که طالبانو غوښتل بدلون راولي، تر دې دمه به یې کړی و.

 نیازۍ د افغانستان د ناکامۍ پړه یوازې پر بهرنیو هیوادونو نه اچوي. هغه وايي هر هېواد خپلې ګټې لټوي، خو زموږ سیاسي مشرتابه ولې د فرصتونو سمه ګټه وانخیسته؟ ولې ملت ته حساب ورنه کړل؟ د هغې دا نیوکه له احساساتو پورته، یوه سیاسي پوښتنه ده.

هغې د خپل ژوند په اړه د بدنامیو او تورونو تجربه هم شریکه کړې ده. د هند د زده‌کړو پر مهال پرې بې‌اساسه تورونه ولګېدل. وايي، چې ښځه یې، ځوانه یې، او سیاست ته داخله شوې یې – دا ټول د بدنامۍ لپاره کافي وو. خو د هغې په وینا، دا فشارونه د هغې غږ چوپ نه کړ.

نن، که څه هم ډیوه نیازۍ له وطنه لرې ده، خو هیله یې نه ده مړه شوې. هغه لا هم د هغې ورځې انتظار باسي چې افغان ښځې بېرته خپل هېواد خپل وبولي، خپل غږ ولري، او سیاست د اور پر ځای د بدلون وسیله شي. د هغې کیسه د ماتې کیسه نه ده؛ دا د نه ماتېدونکې هیله کیسه ده – هغې هیلې چې لا هم د افغان ښځو د راتلونکي لپاره ژوندۍ ده.

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر. 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *