‎کسوف او د زمکې د اقلیم، رطوبت او د اوبو د کموالي علمي څېړنه

0 2
کسوف

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

امین ظریف

د کسوف پر مهال د زمکې په چاپېریال کې څه پېښېږي؟ ولې په کابل او نورو سیمو کې د اوبو سطحه ټیټېږي؟ یا ولې په هوا کې د رطوبت او غلظت سطحه لوړېږي؟ ایا موږ په رښتیا هم د یو سوړ ژمي په درشل کې یو؟ 

په کلیواله ساده ژبه ورته سپوږمۍ تندر نیول یا خسوف او لمر تندر نیول یا کسوف ویل کېږي. 

کسوف د نجوم له خورا زړه راښکونکو پېښو څخه ده چې له زرګونو کلونو راهیسې يې انسانان متاثره کړي دي. په دې پېښه کې سپوږمۍ د زمکې په سیوري کې راځي او ځینې وختونه یې رنګ  زړه راښکونکی سور شي، دا پېښه نه یوازې له علمي اړخه زړه راښکونکې ده بلکې په مختلفو کلتورونو او باورونو کې یې ژورې او ځینې وختونه افسانوي معناوې هم لري.

د لمر او سپوږمۍ تندر نیول  یا کسوف د ناسا او نورو ساینس پوهانو له انده  څېړنې ښيي چې په کابل او د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه ورځ تر بلې ټیټېږي، دا ستونزه یوازې د وچکالۍ خبره نه ده بلکې د زمکې، هوا او فضا د چاپېریال د بدلونونو یوه ګډه مجموعه ده.

 د ناسا او نړیوالو ساینس پوهانو له انده ځینې طبیعي پېښې لکه د لمر تندر نیول (کسوف) او د سپوږمۍ تندر نیول (خسوف) هم د زمکې په اقلیم او چاپېریال هممهاله اغېزې لري.

هند د ارام سمندر په غاړه پروت یو ښکلی هېواد دی چې غرونه، ځنګلونه او دښتې یې یو بل سره نښتي دي، زموږ هېواد بیا د یوه لوی خاورین ریګستان برخه ده چې د خاورینې شګو په څپو کې د رازونو یوه ډکه نړۍ پټه ده، زموږ وچې صحراوې یوازې جغرافیا نه، بلکې زموږ د روح یوه برخه ده. 

لکه څنګه چې د هند سمندر د رنګونو استازیتوب کوي زموږ صحرا هم د خپل عظمت او جمال سره یوه ځانګړې فلسفه لري، خو نړۍ بیا د انسانانو د څېړنو لپاره یو خلاص کتاب دی ؛داسې کتاب چې زموږ د فکرونو، احساساتو او تجربو د پراختیا لپاره پراخه زمینه برابروي.

د کسوف یا خسوف په دوران کې زمکه، لمر او سپوږمۍ په یوه کرښه کې راځي، خو دا تعامل ډېر وخت نیسي. په ساده ټکو، یو کسوف تر بل کسوف شاوخوا ۱۸ کاله او څو ورځې وخت اخلي چې په بشپړ ډول تکرار شي .خو د زمکې پر سطحه یې موقعیت بدلېږي. په دې دوران کې د دغو تعاملاتو اغېزې د ځمکې په جوف چې د مګما او رسوباتو ډکه ده خورا اغېزناک تاثیر لري. 

لمر د طبیعت یو فعال او ځواکمن عنصر دی چې د زمکې د مګما پر حرکت اغېزه کوي، نو همدا تعاملې ځواکونه د زمکې لاندې د اوبو په توازن بدلون راولي. په هغو سیمو کې چې کسوف په بشپړ ډول لیدل شوی .د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټیټېږي. دغه حالت زموږ د هیواد افغانستان په کابل، میدان وردګ، کاپيسا، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ډير زیات تاثیر لری .چې د اوبو سطحه له خپل اصلي طبیعي حد څخه  زیاته ښکته  کیدی شي ښايي دا حالت همدا اوس زموږ د هېواد په یادو سیمو کې اغېز کړی وي.

دا د زمکې سره د لمر د جاذبې ځواک او د سپوږمۍ د ثقل ګډ تعامل دی. که څه هم دا اغېزې لنډمهالې وي .خو علمي څېړنې او د ناسا راپورونه ښيي چې د کسوف پر مهال د زمکې مقناطیسي میدان د مګما حرکت د زمکې د پاسنۍ او لاندنۍ سطحې د اوبو حرکت او جوړښت بدلون مومي. دې حالت ته هغه انرژي ویل کېږي چې د کسوف پر مهال د سپوږمۍ او لمر د مقناطیسي اغېزو په بڼه خوشې کېږي. په شمسي نظام کې هرې درې اونۍ یا یوویشت ورځې وروسته یو ډول جزوي کسوف منځته راځي .خو د زمکې پر چاپېریال یې اغېزې ډېرې محدودې دي.

کسوف یعنې لمر پټېدل کله چې سپوږمۍ د لمر او زمکې تر منځ راشي او د لمر رڼا بنده کړي، سیوری یې پر ځمکه لګېږي. خو خسوف د سپوږمۍ پټېدل دي؛ کله چې زمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ راشي او سیوری یې پر سپوږمۍ ولګېږي، دواړه پېښې د زمکې د هواچاپېریال او فضایي جریانونو په بدلون کې مهم رول لري. خسوف او کسوف یوازې د نړۍ په ځینو سیمو کې لیدل کېږي .ځکه د لیدلو لپاره مناسب جغرافیایي موقعیت او وخت اړین دی. ځینې یې په بشپړ ډول یوازې په محدودو ځایونو کې لیدل کېږي.

د دې پېښو وړاندوینه کېدای شي  خو ستوري پوهان یې وخت او ځای په دقیقه توګه محاسبه کولای نه شي. ناسا او د نړۍ نور ستورپوهنیز مرکزونه د دې پېښو وخت، مسیر او شدت خپروي، خو لکه د زلزلې په څېر یې دقیقه وړاندوینه ممکنه نه ده.

د فرانسې د فزیک ساینس پوهانو د ۲۰۱۱ کال څېړنه ښيي چې د لمر بشپړ پټېدا پر مهال د هوا حالت د وريځو سیستم، د بادونو حرکت، د زمکې لاندې د اوبو سطحه او د مګما ذوب بدلېږي. د هوا یخول، د وریځو  زیاتوالی او د رطوبت غلظت هغه نخښې دي چې د کسوف پر مهال رامنځته کېږي. هلم کلایتون، چې د فضایي فزیک له لومړنیو څېړونکو څخه و .دا نظریه يې  وړاندې کړې چې کله د سپوږمۍ سیوری پر زمکه لګېږي د یخې هوا اندازه لوړېږي .او پر همدې اساس ویل کېدای شي چې راتلونکی ژمی په ډېرو سیمو کې سوړ وي.

د کسوف او خسوف پر مهال د زمکې چاپېریال بدلون مومي .د بادونو غلظت او شدت لوړېږي، د تودوخې پر ځای سړه هوا زیاتیږي .د وريځو پوښښ ډېرېږي، د رطوبت غلظت هم مهاله بدلېږي. د هوا تودوخه حتی په ځینو سیمو کې ۸.۶ -نه تر ۱۵ -درجې سانتي ګراد پورې راټیټېږي. د رادیويي امواجو خپرېدل او د یونوسفر فعالیت هم د کسوف پر مهال اغېزمن کېږي .ځکه یونوسفر لږه رڼا ترلاسه کوي او هوا یې سړېږي. څېړونکو هم ښودلې چې د کسوف او خسوف پر مهال د هوا او چاپېریال بدلونونه د انسان پر بدن، روح او روان هم اغېزه لري لکه د ناارامۍ احساس او د انرژۍ کمښت. همدارنګه د کسوف پر مهال د زمکې مقناطیسي خولۍ (یونوسفر) کې بدلونونه رامنځته کېږي چې د چاپېریال په فزیکي فعالیتونو اغېزه کوي.

په ټوله کې د لمر او سپوږمۍ اسماني فزیکي پېښې نه یوازې د ستورپوهنې له نظره مهمې دي بلکې د چاپېریال ،اقلیم، د اوبو په نظام یا د اوبو سطحه په ځینو سیمو کې ټیټېدل .

د هوا جریانونو د انسانانو پر ژوند هم ژورې اغېزې لري.

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *