‎د افغانستان دغرونوجیولوژیکي موقعیت

0

Photo by @AADIL for ADN


لیکوال انجنیر امین ظریف 

‎دالنصر په نوم د اوبو لویه زیرمه چې د سودان ،مصر ،لیبیا او ایتوپیا ترمنځ موقعیت لري، دا زیرمه د غرونو د لوړ الکترونکي فشار له امله چې پر ځمکه یې لري د سودان او نورو هیوادنو په حایله خاوره راټولې شوې دي .

دا څومره زړه را ښونکې خوب ؤ ، او د عربو لویې غوښتنې ورکې څومره تسل موندلی شو عربو قومونو د زښت ډیر ورستوالي سره د خپل دې جغرافیا یي موقعیت لپاره خارق العاده خوبونه لیدل.

په بشری تاریخ کې عربو تر دې دمه دعلمه پرته په تیارو کې لاس او پښې وهلي په دې هیوادو کې لا تر اوسه د پوهې او تمدن سباوون ښکاره شوی نه و ، چې د پوهې او تمدن له مخې دې د دې ستر نعمت ارزښت وپیژندل شو.

عرض دا دی چې له هرې خوا دا قامونه د بشري تمدن د قافلې وروسته و تر ډیره د نړیوالو سره نا بلده و، او نړیوال د دوی سره ولې بیا هم دا خدای ورکړی نعمت نو د دعربی نړۍ د پاکو اوبو د نیل په شمول ددریو سترو زیرمو څخه یوه یې همدا ده .چې همدا اوس د سوډان ،مصر ،لبیا ایتو پیا د هیوادونو تر مینځ یې د پاکو اوبو پر سر یو لویه لانجه پرته ده .

سودان دا زیرمې خپل طبیعې حق ګڼي ولې لبیا یې بیا د نړیوالو داوبو د ویش له قانونه پرته استعمالوي او مصر ورسره ځان شریک بولي چې دایتوپيآ بیا د لوی او عظیم بند په جوړولو سره هڅه کوي د خپل هیواد د بریښنا تولید زیات کړي چې مصریې بیا خپل د اوبو حق ته ګواښ ګڼي دا اوبه د مصر او لبیا د لرې پرتو سیمو څخه دې ځای ته راټولی شوي دي.

دا راپه ګوته کوي چې د غرونو د لوړ فشار د ځمکې جذابی قوت په مایعاتو څومره ژورې اغېزې لری .

همدا رنګه د ډیرو غرونو شتون په يو هیواد او منطقه کې د نور پرتو سیمو د مایع ګاز نفت او پټرولو په راکش کولو کې لویه برخه او اغیزه لری.

غرونه د خپل طبیعی جوړښت سره ددې قوت او انرژي لري چې د نورسیمو مایعات ځانته را جذب کړي د اوبو نه نیولې تر مایع ګاز او پټرول، یورانیم او نور حقیقه ګازونه د زرنو کلیومتره لیري کولی شي ځانته را جذب کړی او د ځمکې لاندې میسر ته د لوړ الکترونکي فشارپه لرلو تغیر ورکړی .

:فزیکي جیولوژي

داموږ ته د ځمکې د سطحې جوړښت ، لکه د غرونو لړۍ ، لویې درې، لوی او واړه سیندونه، او د .ځمکې لاندی د خامو حقیقه ګازونو حرکت وڅیړی ولی بیا تاریخې جیو لوژی د ځمکې د میلونونو کالو د ژوند او پرمختګ د لړۍ په هکله مالومات را غونډ وي، لکه د وخت په تیریدو کې د ځمکې د چاپېریال او جوف بدلونونه او د ژوند د مختلفو ډولونو پرمختګ

د طبیعت سا تنه د ځمکې د هوا بدلون، د هوا ککړتیا ، او طبیعي پېښو )توپانونو ، د اوبو لاندی زلزلې، تر نیدو، توپانونه ، سېلابونه ) ښه او کره مالومات وړاندې کوي .د ساختماني، انجینرۍ په برخه کې خاصه مرسته کوي د ودانیو د ډیزاین د روبنا ، زیر بناوو لپاره د ځمکې مناسب شرایط په ګوته کوي .

دجیولوژی علم د ځمکې په هکله یو علمي بحث دی چې د هغې تاریخي جوړښت او د طبیعي سرچینو په اړه ارزښتناکه مالومات برابروي.

‎ د غرون لاندې لوړ الکترونکي فشارد خپل طبیعی جوړښت له امله د نورو سیمو مایع مواد د غرونو د زون ساحې ته را کش کوي، خو دا بهیر او پروسه وخت او ځانګړو جیولوژیکي شرایطو ته اړتیا لری.

‎غرونه نه یوازې د ځمکې د ښکاره چاپيریال په ښکلا او جوړښت کې مهم او ځانګړی رول لري، بلکې د ځمکې لاندې مایعاتو او ګازونو په حرکت او ذخیره کولو کې حیاتي برخه او اغېز لري.

د غرونو لاندې هایدرو الکترونکي فشار د مایعاتو حرکت رهبري کوي او د نورو سیمو څخه مایع مواد جذبوي.

د دې علمي بهیر دقیق درک کولای شي د طبیعت ، د اقتصادي، او انرژي زېرمو په لاسته راوړلو کې نوې لارې چارې پرانیزي .

‎ د جریانونو د سمت ټاکل د غرو لوړ الکترونکي فشار د دې باعث کېږي چې مایعات او ګازونه جریان د ټیټ فشار سیمو ته سوق کړی او حرکت وکړي، چې دا بهیر معمولاً د غرونو د فشار د اغېز نه ورسته تر سره کیږی.

‎غرونه د خپل طبیعی قانون له مخې د ځمکې په پوړو نو کې په ځانګړو برخو کې دلوړ فشار الکترونکي زونونه جوړويدا الکترونکي جراقې د فشار د لاندې لاملونو له امله مایعات او ګازونه د نورو سیمو څخه جذب کوی.

‎زموږ ځمکه یوه فعال اسماني ستوری یا سیاره ده چې د ډیروسترو ‎الکترونکې زلزلو د حرکت، د غرونو طبیعی جوړښت، او د ځمکې لاندې مایعاتو حقیقه او کریمه ګازونو جریان په هغې کې بنسټیز رول لري.

د ځمکې لاندې مایعات لکه اوبه، تېل، ګازونه، نفت او لاوا ، په طبیعي توګه د فشار د توپیر یا بدلون د ځمکې د جاذبې قویې ، او د الکترونکي فعالیتونو تر اغېز لاندې حرکت کوي.

د غرونو ساحه د دې بهیر په تنظیم او اغېزمنولو کې مهم او اساسی رول لري، په دې مقاله کې به موږ د ځمکې لاندې مایعاتو د حرکت د ځمکې الکترونکي جاذبوی حرکتو د میکانیزمونو څېړنه وکړو او د غرونو د اغیزو علمي اړخونه به وڅېړو:

‎دګازاتو د ټاکلي قانون له مخې ګازات او د ځمکې لاندې مایعات د فشار الکترونکي لوړ زون څخه ټیټ زون ته حرکت کوي.

د فشار بدلون او توپیر د مایعاتو د حرکت اصلي برخه ده، چې د طبیعي پروسو په مرسته رامنځته کېږی، دګازاتو نفتو او مایعاتو ډیره مهمه بله پروسه حرارت او تودوخه ده.

په ځمکه کې دننه تودوخه د مایعاتو الکترونکي فشار زیاتوي او هغوې د لوړ فشار سیمو څخه ټیټ فشار سیمو ته حرکت کولو ته اړ کوي.

‎د غرونو طبیعی رول په مایعاتو او ګازاتو کې د حرکت په پروسه کې ستره ونډه لري ،غرونه د خپل طبیعی جوړښت له مخې د مایعاتو جریان لکه نفت ،مایع ګاز ،پترول یورانیم دفشاری الکترونکې قوې په مرسته دا بهیر تنظيموي .

‎په ځینو حالاتو کې، د غرونو لاندې الکترونکې فشار کولی شي د ځمکې لاندې مایعات د نورو لرې پرتو سیمو څخه ځان ته جذب کړي، دا بهیر په هغو سیمو کې معمول دی چېرته چې د غرونو سلسلې زیاتی او فشاري الکترونکي فعالیتونه زیات وي.

‎زموږ دګرانه هیواد افغانستان جغرافیه دسترو غرونو سلسلې لري چې دا هیواد یې د طبیعی مادي سترو زیرمو د لرو قابل کړی او د غرونه ډبری دا سلسلې ددی قدرت لري چې د زرنو کیلو متره لیري خام نفت ګاز یورانیم او پټرول ځانته راجذب کړي .

یوه ورځ به دا هیواد د ډیرو شتمنو هیوادونو په کتار کې ودروي .

نوی نړیوالې سروي فزیکي جیو لوژي دا ښودلې چې د لیرې پرتو سیمیزو هیوادونو مایع ګاز نفت پترول یورانیم د ځمکې لاندې مایعاتو د حرکت میکانیزمونه د فشار د الکترونکې بدلون یا توپیرسره د ځمکې لاندې د افغانستان دجغرافیه په لورې روان دی د ځمکې لاندې جي پي ایس علمي سروي چې د سپوږمکیو په مرسته تر سره شوی د ا ښایي چې په چټکي سره روان دمایع ګازاتو دا بهیر یو هطبیعی پروسه ده ځکه افغانستان یو لویه غریز جغرافیه لرونکی هیواد دی د سپوږمکیو نوی سروی د اښایې تر ۲۰۵۰ کاله پوری به دا هیواد یو له سترو د مایع ګازو او نفتو د تولید کوونکی هیواد وي چې تر پټرول او نفتو سل چنده لوړ بازار به نړیوال مارکیت کې لري دغی سپوږمکېزې سروې د ټولو اسیایې هیوادونو پام ځانته واړاوه او د وخت د ټولو لویه د څیړنې موضوع وګرځیده ددغې سروې ذهني حیرانتیا او انديښنې اټکلول د دوی لپاره ګرانه وه ددغی سروې له مخې چې دغې نظریه د څیړنې نتایج پرې ولاړ دي دا ثابته کړه چی دځمکې په کره کې حقیقه ګازونه ځانته ځانګړی قانون لري د ځمکې په کره کې ژوند کول له امیب شروع تر انسانه پوری دجیو فزیک له علمه به حتما تیریږي .

دغه مهال خلکو ته دا دیر مشکله بریښيده چې افغانستان دې د یو ځوړ تیا منونکې هیواد پر ځای په راتلونکې کې یو پر مخ تللې هیواد وي ، د بیلا بیلو علمی او څیړنیزو عیبونو او نیمګړتیاوو په وړاندې کولو سره یو زیات شمیر خلکو که پو هیدل او که نه دغه نظریه ومنله خو داسی ښکاري چې اذهان د سپوږمکۍ دغې سروې راتلونکې ته اماده نه دی همدا علت او عوامل دي چې سیمیز هیوادونه نه غواړی زموږ خاوره یو مستقله او دسوله ییز هیواد شي، دا چې زموږ اوسنی او راتلونکې نسلونه څومره ددې درایت لري چې زموږ خاوره د دې وړتیا ولري لکه نورهیوادونه د نفت او ګازو لوی نړیوال مارکت ولرو.

دې پوښتنو ته به وخت ځواب ووایی خو موږ یې خپل مسولیت ګڼو چې هغه فرصتونه چې دا خاوریې په راتلونکې کې لري ورپه ګوته کړو څیړنه وکړو او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پریږدو.

‎غرونه نه یوازې د ځمکې د ښکاره جغرافیې په جوړولو کې مهم رول لري، بلکې د ځمکې لاندې مایعاتو او ګازونو پر حرکت او ذخیره کولوکې ډیر ه ژور اغېز لري.

د غرونو لاندې لوړ الکترونکې فشار د دې سبب کيږي چې مایعات او په خاصه توګه مایع ګازونه د نورو سیمو څخه دې زونونو ته جذ ب شي لکه څنګه چې غرونه او ځنګلونه د وریځو د ودرولو وړتیا لري همدارنګه د ځمکې لاندی د کریمه مایع ګازاتو د زرونو کیلومیتر دجذب کولو وړتیا هم لری.

‎په افغانستان کې د هندوکش او پامیر د غرونو لویې لړۍ د دې هېواد د جغرافیې تر ټولو مهمې برخې دي، که څه هم افغانستان د ځمکې لاندې لویې د ګازو نفتو پټرول اوبو زېرمو لکه دالنصر، نیله نیل په څېر سترې زېرمې نه لري، خو د دې غرونو جوړښت د ځمکې لاندې د ګازو نفتو پترول اوبو د سترو او لویو زیرمو د خوځښت او ذخیره کولو لپاره اساسي رول او بستر لري.

د افغانستان د غرونو لاندې مایعات اکثره یورانیم او مایع ګازه د خامو موادو په بڼه د ځمکې لاندې تحلیل لرونکو طبقو کې جذبېږي بیا ورسته د چینو او کاریزونو په بڼه راڅرګندېږي.

‎علمي شواهد ښایې دجغرافیایي ویش ډیر خیال ساتل د انساني فطرت ځانګړتیا ده لکه د نصر د اوبو او مایع ګازو زېرمه ښيي چې غرونه څنګه د ځمکې لاندې مایعاتو په جریان کې اغیز من رول ادا کوي، چې د مصر ،سودان ،ایتوپیا ، او لیبا هیوادنو لپاره د روح او ژوندانه تر سرحده اهمیت لري د سودان د خلکو کالونه اوږدې جګړې د همدې لپاره یې خلک قرباني ورکوي جنګ یې دهمدی لپاره دی مړه او ژوندی د همدی لپاره دي ، او پر خپل هیواد د یو تیري په مقابل کې زرګونه انسانان خپلې وینې تویوي .

په افغانستان کې د غرونو دا ځانګړتیاوې د دې هېواد د ګازو او نفتو د سرچینو په مدیریت او د چاپېریالي پایښت کې مهم رول لوبوي، د دې بهیر دقیق درک د افغانستان لپاره هم د طبیعي زېرمو د ښه کارولو او د اقلیم بدلون اغېزو ته د مقابلې لپاره حیاتي اهمیت لري.

‎په پای کې، نړیوالې نوې سروې ښایي غرونه په افغانستان او نړۍ کې د ځمکې لاندې مایعاتو د حرکت او ذخیره کولو یوه مهمه برخه ده، د دې څېړنو پراختیا کولای شي د افغانستان د طبیعي سرچینو په اغېزمنه اداره کولو او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

‎هو دانسانې فطرت لومړی عقیده دا ده چې جغرافیه او قام تر هر څه مخکې او غوره دي زموږ خاوره د کم اوبو سیندو نو ،وچو دښتو سره بیا هم دا ، خاوره زموږ لپاره د سرو زرو او اغزی زموږ لپاره ګلان دی دا زموږ دنده او مسوولیت دی چې خپله څېړنه او پوهه راتلونکو نسلونو ته وسپارو ، علم د انساني تمدن د پرمختګ بنسټ دی او هر نسل د دې مسوولیت لري چې د خپلې زمانې علمي څېړنې وساتی پراخه کړي او راتلونکې نسلونو ته وسپاری.

‎تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره د ودې فرصت برابر شي زموږ څېړنې کولای شي د راتلونکو نسلونو د ستونزو د حل لپاره نوې لارې چارې وړاندې کړي .

‎نو ځکه د ا یو اړ خیزه فلسفه د کوم علمې مبنا پر اساس نه ده بلکې دفطرت د فلسفې حقیقې روح دی لدی لامله یې د مادي اغیزو په حالت کې له اقتصادي ګټو پرته بل هر څیز نفې کړی دی، د علم د څېړونکو مسوولیت یوازې د خپلو وختونو لپاره نه دی، بلکې د راتلونکي لپاره د یوې پوهې سرچینې جوړول دي، که موږ خپلې څېړنې او پوهه په اغېزمنه توګه راتلونکو نسلونو ته ور ونه سپارو، زموږ انساني وجیبه به نیمګړې او بې هدفه پاتې شي .

‎له همدې امله، موږ مکلف یو چې خپلې څېړنې مستندې او علمي کړو، پرېکنده عمل او علمي بحث وکړو.

هغه ګد احساسات چې په اسانی سره را ولاړیدای شی او علمې انقلاب را پارولای شی هغه د مینې احساسات نه دي بلکې نسلونو د علم او د روڼ سحر ته د هیلو د پل د ایښودلو احساسات دی چې راتلونکو نسلونو ته یې د ودې او پرمختګ لپاره وسپارو .

د قامی جوړیښت نه مرام دا دی چې قوم او خاوره دی داسی یو ځواک او اقتصاد ولري چې د اړتیا پر وخت خپله غوښتنه او اراده پر نورو ومنلای شي د یو عالم د وینا پر اساس عزت د هغې ځواک نوم دی چې یو قوم ترې د ځانګړي شرف او عزت خاوند وي او دخلکو سترګې ورته اوړي او ښکاره ده د کوم قوم او خاورې ته چې دا درناوی او امتیاز په برخه وي هغوې د علم او د ستونزو د لارې سخت مزلونه تر شاه پریښي وي .

‎ زموږ د هیواد دمشکل حل یوازې یوه لاره ده، او هغه داچې زموږ قیادت او د ژوندانه دکښتۍ چلول د څيرونکیو او بشریت ضد خلکو د لاسو واخستی شې او دهغی امانتدارو فرض پيژندونکو او تجربه کارو خلکو په لاسو کې یې ورکړو چې د بشری کښتۍ چلولو لپاره د ازل له ورځي جوړ شوی دی.

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *