ولې موږ ملي بیرغ او ملي هویتي ورځې د پخوا په نسبت اوس درنې نمانځوو
وکیل اټک
کله چې اختناق او جبر را منځته شي بیا د انسان د حریت او خپلواکۍ حس لوړ شي ، او کله چې دا حس لوړ شو نو شعور ورسره را ویښ شي بیا نو انسان د هغه حدودو ماتولو هڅه کوي کوم چې ورته ايښودل شوي وي دغه وخت بیا انسان ته د قربانۍ او سر ښندنې ، میړانې حس بلنه ورکوي چې نوښتګرې کړنې وکړې که یې دا کړنې دسر په بیه هم تمامه شي خو دې پوهیږي چې بیا به په میړنو کې حسابیږي او راتلونکی پښت به دده په نوم څلي هسکوي او دده به بس له مرګه ډیر درناوي کیږي نو په ننګ مړ خو څه مړ نه دی.
میړني دي چې یادیږي
په سندرو یا په ویر
د بده مرغه زموږ دتعلیم کچه ډیره ټيټه ده او موږ نه شو کولای چې له ډیرو تاریخي او نړیوالو کیسو خبر شو ، اهل قلم ته ګرانه ده چې ولس وپوهوي ملي کیسي کومي دې ، ملي منافع ، مځکه ، خاوره ، ملي حاکمیت ،…ملي سرود او ملي بیرق .
خو کله چې حاکمه طبقه دا سرې کرښې ماتې کړي !
او د ولس ورته پام شي زماپه اند بیا د قلموالو سره د ولس په بیدارۍ کې دا یوه ناشعوري کړنه مرسته کوي ، نو قلموال بیا ولس په ډیره هوسا لیاره ځیر کولای شي مثلا ټول ولس خو قلم او کتاب سره نه دی روږدی خو دسندرو سره رودی دی اوري یې نودلته بیا قلموال د سندرغاړو په مرسته د ولس د ویښېدا ښه شانس لري ورته غزل لیکي او هنر مند یې ورته غوږ ته رسوي او هڅوي یې تشویقوي یې را ويښه وي یې دلته بیا نو په ریښتیا چې سندرغاړي د هنرمندان دي په خپل ږغ په داجادوګرو تالونو او سرونو ولس را ویښوي ځکه تر لیکه د ږغ اثر زیات دی ،تاسې ته ښه یاد دي چې کله دبدر غزا ته د مکې مشرکین ورتلل نو خپلو جنګیالیو ته یې د غیرت او شجاعت سندرې ږغولې او جنګیالي یې هڅول چې سوبه وکړي د انجونو لاسونو کې چمبې وي او غاړې یې کولې ، هاخوا د رسول الله مبارک سره هم د حسان بن ثابت په څیر جلیل القدر صحابې اشعار ویل .
نو جنګ او مبارزه بې له شعره نه شي.
وه سر بازه یاره خیږه په مرچل باندې
د ا د مرحومې بخت زمینې کامه والې یوه هغه تل پاتې سندره ده چې کلونه کلونه به یې ویل کیږي
همدارنکه دنغمې داسندره به هم ډیر ژر د هر افغان غوږ ته ورسیږي چې:
زما درې رنګه بیرقه ورپیږه په کابل
همدا سندرې دي چې د ولس شعور راویښوي او دا لوي کار کوي
اختناق، دیکتاتوري او استبداد خپلواکي او شعور زیږوي
او دا شعور به شاعر(البته یوازې شاعر نه دی نورو مشران استادان او ملی شخصیتونه هم دي ) د هنرمندو له ږغه ولس ته ورسوي او تر دې هم اړینه دا ده چې هغه فرهنګي او کولتوري ټولنې چې په دې اړه نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي د ستاینې او شاد باشي وړ دي، په ځانګړې ډول د هیواد بهر او د دیاسپورا په مځکه ځکه د لته د نسلونو د ادغام نه د ورکې کیسه ده زموږ خپل نسلونه ورک شوي دی په هیند کې څومره پښتانه دي ؟ په استرالیا کې څومره پښتانه دي ؟
ان تر دې چې نور زموږ په میړنو نازیږي اوزموږ ملي اشخاص زموږه غلاکوي مثلا پاکستان یونوی زیږیدلی هیواد دی چې په خپلو ټولو وسلو یې زموږ نومونه ایښي دي خو دومره څوک پيدا نه شو چې په دوې دا اعتراض وکړي
دویم لکه ایران چې په مولانا بلخ خسرو علی بن سینا او سید جمال الدین دعوه ګیر دي. مایو ایراني ته وویل چې هغوې د نوم سره بلخ را ځي نو داڅنګه ایرانی شو؟ دوې راته وویل چې وخت بلخ هم دایران برخه وه، خو سره ددې چې فخر افغان باچا خان افغان و خو زموږ دپوهې کچه دومره ده چې هغه هم موږ ته کافر رامعرفي شوي و خو دا لږ څه جلا بحث دی بیا به پرې کله خبرې وکړو خو اوس د ملي ورځو او استقلال خبره ده نو شکر چې ټوله نړۍ کې د استقلال ورځ په دومره لوړه کچه ونمانځل شو چې زموږدلته زیږیدلي ماشوم ته دا سوال نه پیدا کیږي چې استقلال څه ته وايي اویا امان الله خان غازي څوک و ملاله څوک وه او میوند چرته دی غازي ایوب خان څوک و.
پخوا به خلکو استقلال ته کال انتظار کاوه بیا به یې د کابل وس نه وه سیر اوسل دواړه به ترې تلف شول زما یاد شي کاموالو به ګوړې خرڅولې او جشن ته به کابل ته تلل خو دا ډیر کم خلک وله د اکار هم د هر چا وس کې نه و ، د هغو چې به وس کې و هم به تر تلف شو ،ددې ورځې په اهمیت کلي کې یو یا دوه کسه پوهیدل یا معلم صیب او یا به چې چا عسکري کړې وه ، ښاریانو به کلیوالو پورې یو څه ملنډې هم وهلي کا بل مېشتي به د ډیرو مېلمنو کوربانه ول.
اوس چې وطن نشته خو شعور د پخوا نه زما په اند لوړ شوی دی کلیو او بانډو کې هم د استقلال او ملي هویتي مسئلې ښې حادې دي په استقلال او نورو ملي ورځو کې کوچنیان او زلمي په بایسکلونو او خپلو ګاډیلیو کې بیرغونه هسکوي او پرې ویاړي سره ددې چې د توهین ،تحقیر او تهدید سره مخ دی خو دایې منلي دي.
د خپل هیواد څخه لرې د خپلواکۍ ورځ لمانځل
په ټوله نړۍکې میشته افغانان د وطن مینې او جلا وطنۍ را اخیستې دي او د وطن په غم ویر کوي او په ملي او هویتي ورځو کې نړۍ او په وطن کې حاکمې ادارې ته دا ښايي چې دوې د وطن سره بې کچه مینه لري په دې لړۍ کې په ټوله نړۍ کې افغانانو داورځ ونمانځل که هغه دروسې هیوادونه دي که د استرالیا ده که اروپایي هیوادونه او که نور هیوادونه دي ښه په درز کې ونمانځل شوه او دا لړۍ که رب کوله نوره هم پراخیږي او دا شعور به د ډياسپورا په ټولنو کې لالوړیږي
همدارنګه که په عربې خاوره کې پراته مساپردي ټولو د وطن په یاد ځانونه ستړي کړي دی نو په دې لړۍ کې یو ه افغان ټولنه په کالیفورنیاکې وه چې کالیفورنیا کې افغان ټولنې د تیر کال په څیر بیا د استقلال او خپلواکۍ جشن په خورا ځانګړو او نوښتګر دود ونمانځه په دې یې نو م ایښی و افغان میله. په دې میله کې سپورتي لوبې او سیالۍ ، د ماشومانو لپاره ځانګړې بوختیاوې ، سوداګرۍ غرفې ، خواړه او د څښاک واړه واړه پلورنځي ول. هو ریښتیا ددې سره سره د موسیقۍ ملي سندرو او غاړو د هیواد او سیمې په کچه نومیالیو سندرغاړو کنسرتونه چې میرمن نغمه او میرمن غزل عنایت او بهیر امیري په کې بر خه لرله. د کالیفورنیا افغان ټولنې دې میلې ته د ښار ښاروال او د پولیسو مشر او ددې ښار وکیلان هم ورغلي ول. دغه میله کې چې په زرګونو خلک راغلي ول چې ډیری یې کورنۍ وې ، او په کورنیو کې ماشومان ول او ماشومان زموږ ګاندې ده ، دوې په دیاسپورا را ستریږي نو دوې ته باید شعور ورکړل شي دوې ته باید د وطن مینه د والدینو په ذریعه د داسې پروګرامونو د لیارې ترزیق شي .
د ډیا سپورا افغاني ټولنو ستر کا ر او مسؤلیت همدا دی خو د کورنۍ مشر باید خپل اولادونه داسې محافلو ته بوځي .
د استرالیا یې را ونیسه او په بریتانوي هیند یې ولګوه چې څومره افغانان ورک دی چې راغلي همدلته ادغام شوي دي داسې ادغام شوي چې د نسل او پښت نه یې ار ټا ټوبی هیر دی افغان ته ګان و ايي او خان ته کان وايي.
وکیل اټک دننګرهار ولایت دکلتور ریاست پخوانئ رییس
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.