د مولانا بلخي د پلار کور؛ له تاریخي ودانۍ تر موزیم پورې
د بلخ په ښار کې د مولانا جلالالدین بلخي د پلار تاریخي کور، چې د موزیم په توګه د بدلېدو په حال کې دی.عکس: Roman Sartor
رمان سرتور
بلخ، د افغانستان له لرغونو ښارونو څخه یو، دا ورځې د یوه مهم فرهنګي بدلون شاهد دی. د خواجه بهاوالدین تاریخي کور، چې د نامتو شاعر او عارف مولانا جلالالدین بلخي پلار و، د موزیم په توګه د بدلېدو په حال کې دی. دا ودانۍ هغه ځای ګڼل کېږي چې مولانا د خپل ژوند لومړني کلونه پکې تېر کړي دي.
یاد کور د بلخ د پخوانۍ معمارۍ څرګنده بېلګه ده. د سیمې ډېری زاړه کورونه د ګمبدي جوړښت لرل، ځکه د جګړو او ناامنۍ له امله خلک نهشوای کولی د کورونو له چتونو استفاده وکړي. د تاریخي سرچینو له مخې، دا ډول معمارۍ د خلکو د ورځني ژوند او امنیتي اړتیاوو انعکاس و.
د افغانستان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ترکيې هېواد پرېکړه وکړه چې دا تاریخي ځای موزیم ته واړوي. د پروژې موخه د مولانا بلخي د کورنۍ له تاریخ سره تړلي اسناد، روایتونه او فرهنګي ارزښتونه خوندي کول بلل شوي دي.
د دې پرېکړې په عملي کېدو سره، د مولانا د پلار د کور شاوخوا زاړه کورونه ونړول شول، او اوسېدونکو ته د بدیل په توګه په نږدې سیمه کې استوګنیز کورونه او یو نوی ښارګوټی برابر شو. چارواکي وایي چې دا پروژه به د بلخ تاریخي هویت پیاوړی کړي او د فرهنګي سیاحت لپاره نوې لارې پرانیزي. د هغوی په وینا، موزیم به د کورنیو او بهرنیو لیدونکو لپاره د مولانا د ژوند د لومړنیو پړاوونو د پېژندنې یو مهم مرکز وي.
خو یو شمېر فرهنګي فعالان او څېړونکي ټینګار کوي چې د تاریخي سیمو د بیا رغونې پر مهال باید یوازې ودانۍ نه، بلکې د سیمې ټولنیز جوړښت او تاریخي فضا هم په پام کې ونیول شي. د دوی په باور، د تاریخي کورونو نړول او د سیمې بڼه بدلول کولی شي د محلي حافظې پر لهمنځه تلو اغېز ولري.
دا مهال هم د یادې پروژې کارونه روان دي، او تر اوسه د موزیم د پرانیستې کره نېټه نه ده اعلان شوې. سره له دې، تمه کېږي چې د دې موزیم له پرانیستل کېدو سره به بلخ د تصوف، فرهنګ او تاریخ د مینهوالو لپاره یو مهم تمځای وګرځي. د افغان ډیاسپورا لپاره، چې له خپل تاریخي میراث سره د اړیکې د ساتلو هڅه کوي، دا پروژه ځانګړی اهمیت لري. د مولانا بلخي د پلار د کور موزیم ته اړول د افغانستان د فرهنګي شتمنۍ د بیا مطرح کولو یوه بېلګه بلل کېږي ، هغه میراث چې له سیاسي بدلونونو ور هاخوا، لا هم د خلکو د هویت برخه ده.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
