دویمه برخه : فیډرالیزم په عمل کې
جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی.
جاوېد احمد قايم
پدې برخه کې به د فېډرالیزم عملي بڼې وڅېړو. درې بریالۍ او درې ناکامې بېلګې به تر بحث لاندې راوړو، څو دا روښانه شي چې فېډرالیزم په کوم ډول چاپېریالونو کې ښه نتیجه ورکوي.
الف) د فدرالېزم بریالۍ بېلګې
متحده ایالات: خپلواک ایالتونه
په نني عصر کې د متحده ایالاتو حکومت ترټولو پایداره او کامیاب فدرالي سیستم ګڼل کیږی. کله چې دوی خپلواکي واخیستله، په لمړي سر کې یي کنفدراسیون Confederation ) ) جوړ کړ. خو د کنفدراسیون د مادو (Articles of Confederation) په اساس یوازاد کنفدراسیون رامنځته شو. د ازادو فیډراسیونونو اصل دا دی چې مرکزي حکومت ډیر ضعیف تشکیلیږي. د قوي مرکزي واک د نشتوالي له امله حکومتولي فلج وه او ایالتونه خپل پر سر وو. دا نیمګړتیا بیا د ۱۷۸۷ کال د اساسي قانون پواسطه د فدرالي حکومت او ایالتونو ترمنځ د حاکمیت د ویشلو په اساس تنظیم شوه. او په دې ډول یې د نیمه آزادو ایالتونو تر منځ د یووالي او خودمختارۍ توازن رامنځته کړ او یو فیډرالي نظام جوړ شو (Rosenthal & Joseph, 2017). دغه قانون همدارنګه د هېواد د ولسمشرۍ سیسټم ټاکلی دی. ورسره یې د صلاحیتونو د جلا کولو او د واک د متمرکز کېدو د مخنیوي لپاره ځانګړی توازن (Checks and Balances) ټینګ کړ.
تاریخي اسناد ښيي چې په متحده ایالاتو کې فدرالیزم هېڅکله هم ثابت نه دی پاتې شوی. دا نظام د وخت او اړتیا له مخې بدلون موندلی دی. له یوې خوا یې پرله پسې ننګونې سمبال کړې، او له بلې خوا یې بیا د هرې ننګونې تر تېرېدو وروسته اصلاحات هم رامنځته کړي دي. د ۱۸۶۱ کال کورنۍ جګړه یې تر ټولو لویه ازموینه وه، ځکه یوولسو جنوبي ایالتونو د جلا کیدو لپاره د اساسي حق ادعا وکړه. دا جګړه د وخت د جنوبي او شمالي ایالتونو ترمنځ رامنځته شوه. په دې جګړه کې له ۶۰۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک ووژل شول. که څه هم د دې جګړی څخه وروسته دا ثابته شوه چې د امریکا اتحاد په خپل ځای پاتې کیږي خو دا یې هم وښودله چې فیډرالیزم د سیمیزو جنګونو مخه نه شی نیولای (Gallagher, 2017). د وخت په تیریدو سره او د داسې واقیعاتو د مخنیوی لپاره د نوي تړون (New Deal) او د مدني حقونو د دورې په شمول د مرکزي فدرالي حکومت واک پراخه شو تر څو د نويو سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو سره سم تطابق ولري. د متحده ایالاتو حکومتی سیستم تجربې دا جوته کړه چې فدراليزم د شخړې مخه نه شي نیولی خو د حکومتي ادارو قوی بنیاد او سیاسي جوړجاړۍ کولای شي چې شخړې حل کړي. لکه څنګه چې هوګلن او فینا ټینګار کوي، د متحده ایالاتو فدرالیزم د ایالتونو د خپلواکۍ او ملي یووالي تر منځ د پرله پسې خبرو او جوړجاړي له لارې رامنځته شوی توازن دی. مهمه دا ده چې دا یووالی د داسې خپلواکه ایالتونو تر منځ جوړ شو چې د یو ګډ سیاسي چوکاټ په لټه کې وو، دا ایالتونه په قومي ډلو نه وو ویشل شوي (Hueglin & Fenna, 2010).
کاناډا: د جوړجاړی له لارې د متنوع نفوس مدیریت
د کاناډا د نفوس لویه برخه انګلیسي ژبي او یوه برخه یې فرانسوي ژبي تشکیلوی. د انګلیسي ژبو او فرانسوي ژبو وګړو ترمنځ د ژبني او کلتوري تفاوت د حل لپاره، کاناډا په کال ۱۸۶۷میلادی کې د یو داسې فدراسیون بنیاد کیښود چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ سیسټم برعکس و. د کاناډا حکومت ځانته پارلماني ماډل غوره کړ. پدی سیستم کی اجرایوي قوه او مقننه قوه په واک کې سره یوځای وي. دوی د فدراليزم یو ځانګړی ډول رامنځ ته کړ (Martha Field, 1998).په داسی حکومتولۍ کې ولایتونو ته د زده کړې، کلتور او د سرچینو د مدیریت په برخو کې د پام وړ خپلواکي ورکړل شوې وی. همدارنګه د ۱۸۶۷ ام کال اساسي قانون په څرګنده توګه د ولایتونو واکونه خوندي کړي دي. او پر دې سربیره یې ایالتونو ته د سوداګرۍ پر چارو هم پوره واک ورکړی.
د ایالتونو له دومره ازادی سره سره د کاناډا فډرالي سیستم د ډیرو ننګونو سره مخ شوی دی. په دې ننګونو کې په ځانګړې ډول د کیوبیک ایالت ( Quebec) د خپلواکۍ تحریک یادولی شو. پدې ایالت کې تراوسه پورې دوه ځلې د بیلتون غوښتنې ټول پوښتنه ترسره شوې ده. د ۱۹۹۵ کال ټولپوښتنه خو په یو سلنه رایه ناکامه شوه او د کیوبیک د جلا کیدو څخه مخ نیوی وشو(Choudhry, 2008) .
له کاناډايي ماډل څخه اخیستل شوی درس دا دی چې د قومي کرښو پر بنسټ د جوړښتونو رامنځته کول د قومي سیاسي غوښتنو د پوره کولو ضمانت نهشي ورکولی. د کاناډا خلک د نرم مزاجۍ او قانون ته د درناوي له امله مشهور دي. څرګنده ده چې د ایالتي حکومتونو او خلکو ترمنځ جوړجاړي، او تر ټولو مهم، د اساسي قانون درناوي کاناډا ته دا توان ورکړی چې شخړې او تاوتریخوالی په اغېزمن ډول مدیریت کړي، خو دا کړنې لا هم د دغو ستونزو د بشپړ له منځه وړلو سبب نه دي ګرځېدلي (Richard Simon, 2003) . په عین وخت کی د کاناډا تجربه دا هم ښيي چې فیډراليزم، قانون ته د احترام په چوکاټ کی، د جوړجاړی یوه ښه وسیله ده. خو د یووالي او بشپړې همغږۍ تضمین کونکی ندی.
جرمني: تعاوني فدرالیزم
جرمني یو عصري فدرالي نظام لري چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ او تراوسه دوام لري. ددی نظام د جوړلو موخه دا وه چې د هغو مرکزي جوړښتونوڅخه مخنیوی وکړی چې د استبداد لامل شوي وو. د ۱۹۴۹ کال د اساسي قانون (Basic Law) له مخې یو تعاوني فیډرالي سیستم ( Cooperative Federal System) رامنځته شو (Choudhry 2008). پدی سیستم کی ، په اکثره حالاتو کې فدرالي حکومت قوانین جوړوي او ایالتونه یا (Länders) یې عملي کوي. پارلمان یا (Bundestag) د خلکو په رایوو او سنا یا (Bundesrat) د ایالتونو له لوري ټاکل کیږي نو د سنا یا (Bundesrat) جوړښت ایالتونوته دا حق ورکوي چې د فدرالي پالیسیواو قوانینو په جوړولو کې مستقیمه ونډه ولري. همدارنګه دا د ایالتي او فیډرالي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ یو بنسټیز جوړښت هم رامنځته کوی (Hueglin & Fenna, 2010).
د جرمني د فدرالي نظام یوه مهمه ځانګیړنه دا ده چې د مالياتو د تقسیم مساوی سیستم یا (Finanzausgleich) لري، پدې معنی چې د شتمنو ایالتونو د عوایدو یوه برخه بې وزلو ایالتونو ته لېږدول کیږی. دا میکانېزم په ځانګړي ډول له ۱۹۹۰ کال وروسته د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یوځای کېدو پر مهال ډېر مهم شو. ځکه چې هغه وخت کی ختیځ ولایتونه د اقتصادی پلوه کمزوري وو او لوېدیځو ایالتونو د ختیځ د ادغام مالي ملاتړ وکړ. لدې سره جرمني وکولای شول چې مالي سرچینې شریکې، د یووالي هڅې زیاتې او د هغو فشارونو مخه ونیسي چې اکثره فدراسیونونه بې ثباته کوي. د جرمني تعاوني فیډراليزم ښيي، چې څنګه په تاریخي توګه د خپلواکو ایالتونو ترمنځ یووالی د جوړ جاړي او بنسټیز اتحاد له لارې ساتل کېدای شي. د جرمني فیډرالي سیستم په قومي لیکو تقسیم شوې حکومتدارۍ باندې نه بلکه پر مالی عدالت او شریکې حکومتدارۍ باندې ټینګار کوي.
دا پورته درې واړه هیوادونه د بریالي فدراليزم بېلابېلې لارې روښانه کوي. همدارنګه دا درې واړه هېوادونه د فیډرالي حکومتدارۍ بېلابېل سیسټمونه هم لري: متحده ایالات د شخړو د حل لارې د فدرالي نظام مقاومت ښيي، کاناډا د تنوع د منلو او سازش لاره تعقیبوي ، او جرمني د تعاوني فیدرالیزم غوره مثال دی. که ښه ځیر شو پدې بیلګو کې یو ګډ ټکې دا دی چې هر نظام د سیاسی واحدونو یا سیمو د ګډ حکومت د غوښتنې له لاری رامنځته شو، نه دا چی د قومی ډلو د غوښتنو په اساس جوړ شوی وی.
فیډرالیزم چیرته چې بریالی پاتې شوی، د قومي ویش پر ځای د بیلابیلو سیمو او خلکو لپاره د یو عمومی چتر او ګډ نظام په شکل کی رامنځته شوی(Hueglin & Fenna, 2010).
ب) د فدرالیزم ناکامې تجربې
فدراليزم تل د ثبات او یووالي سبب نه کیږي. په ځینو شرایطو کې بې اتفاقي زیاتوی ، د بېلتون پالنې او ان د دولتونو د بشپړ سقوط لپاره لاره پرانیزي. د ایتوپیا، اندونیزیا او یوګوسلاویا ناکامې تجربې دا ښي چې که فدرالي نظام په کمزورو بنسټونو جوړ شي د هیوادنو د لا نورې بربادئ سبب ګرځي.
دا بېلګې په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره مهمې دي، ځکه دلته هم کمزورې ادارې، بهرنۍ لاسوهنې او ژور ټولنیز درزونه د هغو ستونزو سره ورته دي چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.
ایتوپیا: قومي فدرالیزم
د ایتوپیا د ۱۹۹۵ کال اساسي قانون د فدراليزم یو له خورا راډیکالو بڼو څخه دی. دی قانون سیمیز حکومتونه د قومیت له مخې تعریف کړل. او ورسره یی همدی سیمیزو حکومتونو ته ډیر زیات صلاحیتونه چی د فدرال څخه د بیلیدو صلاحیت هم په کښی شامل دی ورکړل. هدف دا وو چې تر لسیزو دکتاتورۍ وروسته د ایتوپیا مختلفو قومونو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي. ایتوپیا، لکه افغانستان، له مختلفو قومونو څخه جوړ هیواد دی چې اورومو او امهارا یې دوه لوی قومونه او سومالي، ټیګرې او سیداما یی واړه قومونه دي (Aalen, 2006; Fiseha, 2012).
په لنډ مهاله کی دی سیستم څنډې ته شوې ډلې په رسمیت وپېژندلې او څه اندازه ازادي او واکمني یې ورکړه. خو د کلونو په تېرېدو سره ښکاره سوه چی قومیت د سیاست مرکزي محور وګرځېد Fiseha, 2012)). فصیحه Fiseha, 2012)) دا دعوا هم کوي چې قومی فیډرالي سیستم د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای، سیمه ایز اشراف وهڅول چې د بېلتون غوښتنې اجنډاوو ته لومړیتوب ورکړي او له همدې امله د واک موازي جوړښتونه رامنځ ته کړي. یوهانس ګیډامو Yohannes Gedamu 2021)) په ورته ډول استدلال کوي چې دې سیسټم د دولت یووالي کمزوری کړ او په ټول هیوا کې یې قومي ګوندونه یو له بل سره په شدید ټکر کې واقع کړل. .
د قومی فیډرالیزم په نتیجه کې په ایتوپیا کې همغږي کمه او بحرانونه زیات شول. د مرکز او ولایتونو ترمنځ شخړې په تاوتریخوالي بدلې شوې او په کال ۲۰۲۰–۲۰۲۲ میلادی کې د ټیګرو قومي شخړې په ویجاړونکو جګرو واوښتې. دا واقعاتو ثابته کړه چې قومي فیدرالیزم که څه هم د تنوع د مدیریت لپاره معرفی شوی و، د لا ډیر تاوتریخوالي، ډله یزو مهاجرتونو او کمزوری اقتصاد سبب شو. له بلې خوا یې قومي وېش او تقسیم بنسټیز کړل. ډیر پوهان لکه جان ایشیاما (2023 John Ishiyama) دعوا کوي چې په ایتوپیا کې اوسنۍ جګړه او بد بختي د قومي فدرالي سیسټم د منلو پایله ده.
د ایتوپیا تجربه یو مهم خطر څرګندوي: کله چې فیډرالیزم د ګډې دولتدارۍ پر ځای د قومي هویت پر بنسټ جوړ شي، نو دا بې اتفاقي نوره هم ژوره کوي او ان د تجزیې لامل ګرځي. له بده مرغه د ایتوپیا ماډل د قومونو ترمنځ سیالي لا پسې زیاته کړه.
اندونیزیا: د ملي وحدت ساتنې لپاره د فدرالیزم ردول
د اندونیزیا بېلګه موږ ته د نورو فیډرالي نظامونو په پرتله یو متضاد تصویر راښي. په ۱۹۴۵ میلادی کال کې د خپلواکۍ پرمهال دا هېواد د پراخ قومي، ژبني او مذهبي تنوع په ګډون د زرګونو ټاپوګانو له امله له سختو ننګونو سره مخ شو. ډیری څارونکو تمه درلوده چې فدرالي سېستم به د دې تنوع د مدیریت لپاره اړین وي. خو د خپلواکۍ غورځنګ مشرانو د فدرالیزم پر ځای مرکزي دولت غوره کړ. دوی ویره درلوده چې فدراليزم به بیلتون پالنې ته لاره هواره کړي او د دولت حاکمیت به کمزوری کړي (Omara & Tauda, 2022).
خو په ۱۹۴۹ کال کې د هالنډ تر فشار لاندې د فدراليزم یوه لنډمهاله تجربه وشوه. د دې قانون په اساس د اندونیزیا متحده ایالات رامنځ ته شو. خو د یو کال په دوران کې اندونیزیایان په دې وپوهیدل چې دا کړنه په پراخه کچه د ټاپوګانو د ویشلو او د ملتپالو مشرانو د واک د محدودولو لپاره د استعمار هڅه ده. ناویلی دی نه وی پاتی چی اندونیزیا ترازادی دمخه د هالند مستعمره هم پاتی شوی ده. اندونیزیایانو مظاهرې شروع کړی او د فیډرالي نظام خلاف راووتل. نوځکه د یوه کال په د ننه کې د اندونیزیا فدرالي نظام لغوه او یو مرکزي حکومت یې بیرته رامنځ ته کړ (Omara & Tauda, 2022; Jacques Bertrand, 2007) .
که څه هم دې تغیر د بېلتون غوښتنې ستونزه حل نه کړه او په آچې، پاپوا او نورو ځایونو کې بغاوتونه روان وو؛ خو دې بیا مرکزي حکومت ته د یووالي ساتلو او حاکمیت د ټينګښت لپاره قوي وسیله برابره کړه . د خلکو غوښتنو ته به ځواب کښې بیا د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د حکومت د غیرمتمرکز کېدو په تړاوو اصلاحات رامنځته شول. دا اصلاحات د خلکو د خوشالئ سبب شول که څه هم حکومتی نظام مرکزي پاتې شو ( Jacques Bertrand, 2007) .
د اندونیزیایانو لخوا د فدراليزم ردول دا په ګوته کوي چې د استعمار د ختمیدو څخه وروسته د فیدرالیزم رامنځ ته کول د یووالي د رامنځته کولو پرځای د بهرنيو له خوا د وېشنې په موخه د تپل شوي میکانیزمونو په توګه ګڼل کېږي. خلکو فدراليزم ته د اندونیزیا په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د یوې پلمې په توګه کتل. ځکه د دوی په آند محلي یا سیمییز حکومتونه د استعمارد نفوذ لپاره تر ټولو اسانه لار برابروي.
د ملي یوالي د ټينګښت لپاره سیاسي واک متمرکز وساتل شو، او د سیمیزو غوښتنو په اساس ځینې خدمات او حکومتي کړنې غیر متمرکزې پاتې شوې (Bertrand, 2007).
یوګوسلاویا: د هیواد تجزیه!
نږدې پنځوس کاله، یوګوسلاویا د فدرالي جوړښت تر سیوري لاندې حکومتولی درلوده. په لومړیو کې داسې ښکارېده چې د دې هېواد څو قومي جوړښت ته یې ځواب ویلی دی. د مارشال ټیټو د واکمنۍ په لومړیو درې لسیزو کې فدرال نظام نسبي ثبات درلود. په هغو ورځو کی د دی هیواد مثال ورکول کیدی او ډیر پوهان پدې باور وو چې د قومي تنوع لپاره قومي فیدرالیزم ښه سیستم دی. خو له ۱۹۸۰ کال وروسته، چې کله مارشال ټیټو وفات شو، د فیډرالي رژیم واکمني کمزورې شوه او قومي کړکېچونه بیا راڅرګند شول. هغه قوی یوګوسلاویا د لسو کلونو په دوران کې، یعنې د ۱۹۹۱–۱۹۹۲ پورې تجزیه او په څلورو خپلواکو هېوادونو—سلوانیا، کرویشیا، بوسنیا-هرزګوینا، او مقدونیه—ووېشل شوه ( Critchley, 1993 ).
د یوګوسلاویا د فدرالي نظام ناکامي درې یو بل پورې تړلي عوامل لري چې عبارت دې له: ژور قومي درزونه، د فدرالیزم د بڼو پر سر دوامدار اختلافونه، او د یوګوسلاویا د سیمو ترمنځ اقتصادي نابرابرۍ. د قومي کړکېچونو د حل لپاره حتی د نظام مشري یو اته کسیزې کمیټې ته وسپارل شوه، په دې اته کسیزه ډله کې هر یو د یو قوم په استازیتوب غوره شوی و. د دی لپاره چی ټول قومونه خوشحاله وساتل شی د دې کمیټې د مشرۍ چوکۍ په نوبت وه. اما بیا هم د قومي ترینګلتیا د لیرې کیدو سبب نه شوه. دې جوړښت د یووالي پر ځای د نظام کمزورتیا لا پسې ډیره کړه. له بلې خوا بډایه ولایتونو، د بی وزله ولایتونو سره د خپلو شتمنیو له بیا وېش سره مخالفت وکړ، دې کار د فدراسیون اړیکې لا نورې هم خرابې کړې. چې په پایله کې فدرالیزم نه یوازې د یووالي په توګه پاتې نه شو، بلکې د یوګوسلاویا د ټوټې کېدو او د کوچنیو خپلواکو هېوادونو د رامنځته کېدو لامل شو ( Critchley, 1993 ) .
دا درسونه او بیلګې ښيي چې فیډرالیزم په هر ځای کې د ښه حکومتدارۍ ضمانت نه دی. جرمني وکولای شول مالي سرچینې ووېشي، خو یوګوسلاویا ونه توانېدله. کاناډا د مناسب شرایطو په لرلو سره تنوع مدیریت کړه، خو ایتوپیا کې یې سرخوږې لا زیات کړ. مهمه دا ده چې د هرې سیمې تاریخ، تنوع، جیوپولیتیک، داخلي سیاست او جوړښت په پام کې ونیول شي.
د دې درسونو په رڼا کې به په دریمه برخه کې د فدرالیزم د تطبیق په اړه په افغانستان کې خبرې وشي.
جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی. ښاغلی قایم اوسمهال د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون (ASU) کې د عامه چارو په پوهنځي کې استاد دی. دا لیکنه په Gioafghanica کی نشر شوی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
