کله چې د طالبانو د وزیر له خولې د «کابلیوال» یادونه کېږي: یو افغان د ټاګور غلې غبرګون انځوروي

0 46
Muska Article Pashto

افغان دیاسپورا در هند. عکس: @مسکا نجیب

لیکواله: موسکا نجیب‌الله
ژباړه: ایمل پېروز

له یو پېړۍ ډېر وخت تېر شوی، خو د نوبل جایزې ګټونکي شاعر رابیندرنات ټاګور کیسه لا هم د انسانیت هنداره ده – په ځانګړې توګه د هغو پر وړاندې چې د هنر غږ چوپوي، خو بیا د ټاګور له آدرسه خبرې کوي.
په ۲۰۱۲ کال کې مې د «بي‌بي‌سي» له یوه مشر همکار څخه مرسته وغوښته. هغه د بنګال و– د ژور فکر خاوند، مهربان او هغه ډول لارښود چې انسان دېته هڅوي چې ولیکي، انځور واخلي او د مانا او رښتیا د کیسو په لټه ووځي. ما ورته د یوې داسې کیسې په اړه ووئېل چې هېڅ یې نشم هېرولې او د پردېسۍ د ژوند په ټوله موده کې راپسې ده: د رابیندرنات ټاګور د «کابایوال» کیسه.

‎زه په هند کې رالويه شوې وم، له خپل وطن څخه لرې، نو ځکه د ټاګور په دې لنډه کیسه کې چې یو افغان مساپر په بنګال کې وچه مېوه پلوري، ما د ځان ورکې شوې ټوټې بیا راوموندې — داسې یو پردی چې اشنا شو او داسې یو سرګردان چې د خپل‌توب تلوسه یې لرله. ما تل داسې انګېرله چې ګواکي «کابلیوال» به تشه افسانه نه وي، او کېدای شي چې اوس به هم د هغې اولادونه د کولکتې په کوڅو کې ګرځي. له ځانه به مې پوښتل چې ایا تر اوسه به هم په پښتو خبرې کوي؟ او ایا لا به هم د واټنونو هغه نرم او لطیف وقار پکې موجود وي؟

‎ما له ښاغلي نازس څخه وغوښتل چې که مرسته راسره وکړي. داسې یو چاته مې اړتیا لرله چې د کولکتې پټې کوڅې او ګڼ پوړیز روح وپېژني، ځکه چې زه هم د «کابلیوال» په څېر په هغه ښار کې نابلده وم. نازس، چې یو مودبه او ویاړلې بنګالي و، (چې وروسته یې بیا د مجتبی علي لیکنې وژباړلې – هغه مقالې چې د افغانستان او بنګال تر منځ تاریخي مینه او پیوستون بیانوي) موسکې شو او ویې ویل: «چې داسې ده نو باید د هغه په لټه ووځو».

‎دې لټنې درې کاله دوام وکړ. د ښار د تنګو کوڅو ترمنځ، د چای‌خونو او زړو ګودامونو تر سیورو لاندې، بل آخره موږ له یو سړي سره وکتل چې نوم یې امیر خان و –  د یوې وړې افغانې ټولنې مشر، چې نسلونه دېخوا بې غږه بې آوازه په کولکته کې پاتې وو. خان، په غوڅه توګه، د هغه فلمي ستوري په څېر نه و چې دی ورسره همنامې وو؛ هغه د هغو «کابلیوالو» لمسی و چې یو وخت به یې د وچو مېوو صندوقونه او غالۍ له ځان سره راوړلې.

‎کله چې موږ ورسره ولیدل، تجارت بدل شوی و. زاړه ګاډي له منځه تللي وو. اوس د «بورا بازار» د رنګینو کوڅو دواړو خواوو ته د ټوکر او کالیو واړه دوکانونه آباد شوي وو. خو د دغو دوکانونو څښتنان لا هم افغانان ښکارېدل – نه د پاسپورټ له مخې، بلکې د چلند، د وقار او د لاس پر سینه د سلام ورکولو د نښو له مخې.

‎خان لوړه ونه، پراخې اوږې، غټ برېتونه او هغه ارام څېره لرله چې د زمانو بدلونونه یې لیدلي و، خو د خُلق او خوي نرمي یې نه وه پرې ایښې. هو! هغه د وطن تږي و، خو چېرې چې ولاړ و، هغه ځای یې هم په خپل ټاټوبي بدل وو. هر سهار به پر همغو کوڅو ورتېرېده چې ښایي کله «کابلیوال» به هم پرې ورتېر شوې و – نیغې اوږې او مسکه څېره. هغې د موهذبه وقار سره چلند کاوه – داسې وقار چې پرته له تریخوالي، د پایښت له هڅو څخه سرچینه اخلي. 

‎چې کله به یې د افغانستان نوم واخیست، سترګې به یې ډنډ شوې. په اردو کې یې د پښتو غږونه اوریدل کېدل، چې هرې جملې ته یې د وطن تودوښه وربښله. وئیل یې : «موږ د کولکتې برخه یو، خو کابل لا هم زموږ په خوبونو کې بسیا دی.»

‎د یوې ځوانې ښځې په توګه، د کامرې او تر ځانه لویو پوښتنو سره، ما په امیر صاحب کې — لکه څنګه چې مې هغه ته خطاب کاوه — یو لارښود او یو ساتندوی وموند. د هغه په اعتبار مې د یوې ټولنې زړه ته لار وموندله چې سل کاله یې د بې‌ځایه‌توب ژوند کړی و. هغه دروازې پرانیستې او خپلې نړۍ کې یې نورو ته وروپېژندم او دا نړۍ یې د مهربانۍ او رښتینولۍ په سترګو راته وښوده.

د سفر ‎په اخر کې مو په ګډه سره یو تلپاتې یادګار جوړ کړ. زموږ د کار وروستۍ ټولګه، «له کابله تر کولکتې»، – د سوداګرۍ، ملګرتیا او یادونو له لارې – د یوې پیړۍ اړیکو په اوږدو کې په انځوریز سفر باندې بدل شو. دغو انځورونو یوه خاموشه کیسه رابیان کړه او هفه داچې څه رنګه د تړاو حس د سرحدونو له بدلون وروسته هم دوام لري.

‎«کابلیوال» نوره یوه افسانه نه وه. هغه د هر هغه مهاجر حال و چې په زړه کې دوه کورونه ساتي او په بشپړه توګه د دواړو کورونو پورې اړه نلري. 

‎کله چې ستا اثر له پولو څخه پورې اوړي او له هغو کسانو سره مخاطب کېږي چې ته یې نه پېژنې، نو بیا پوهېږې چې ستا کار خپل هدف ته رسېدلی دی.

«کابلیوال» راسره مرسته وکړه چې خپلې ریښې بیا ومومم – هغه افغاني هویت بیرته راخپل کړم چې ډېري وخت یوازې د جګړې له زاویې څخه کتل کېږي، او په ځای یې د خپل ټاټوبي بله څېره ښکاره کړم: نرمه، وقارناکه او ژوره انساني څېره.

‎زه چې په هند کې رالويېدم، تل به راځیني دا دوه پوښتنې کېدې: یوه د افغانستان د جګړې په اړه، او بله د ټاګور د «کابلیوال» په اړه. یوازې دویمه پوښتنه تسکین بښونکې وه. ځکه «کابلیوال» د جګړې نه، بلکې د مینې، بېلتون او د پردیو تر منځ د نازک پیوستون کیسه وه.

‎خو هنر، لکه څنګه چې ټاګور پوهېده، یوازې د احساساتو نه – بلکې د اخلاقو هینداره هم ده.

‎د اکتوبر په ۱۱مه، د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، چې هند ته په سفر راغلې و، د «کابلیوال» نوم یې یاد کړ ، ترڅو د دواړو هېوادونو «ژورې فرهنګي او تمدني اړیکې» وستایي.

‎دا طنزي تناقض کڼوونکې و. زه ونه توانېدم چې شاته شم. هغو کسانو چې سندره یې چوپه کړې، ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي، او د بودا مجسمې یې په بمونو نسکورې کړې – اوس د ټاګور نوم اخلي، د هغه انسان‌پال شاعر نوم چې جهاني ګډون کې یې ښکلا لیدله، هغه چا چې د شفقت په اړه یې لیکنې کولې او موږ ته یې رازده کول چې وقار او کرامت د زور او حکُم کار ندی. له ځانه مې وپوښتل چې ایا په هغه غونډه کې ناستو کسانو یوه دمه وکړه چې دا تضاد احساس کړي، ترڅو پدې پوه شي چې هغه کسان چې پر «کابلیوال» استناد کوي، هماغه غږونه دي چې یوه نجلۍ د الفبا زده کولو څخه منع کوي.

‎«کابلیوال» کومه ډیپلوماټیکه استعاره نه ده، بلکې یوه هنداره ده — او هر هغه څه منعکس کوي چې موږ یې د یاد ساتلو او د هېرولو دپاره غوره کوو. دا طنزي تناقض دومره ژور و چې ما ځان په تخیل کې د ټاګور سره په خبرو کې وموند، داسې لکه د زمان له واټنونو هاخوا. ما شاعر داسې انځور کړ چې ګواکي هغه هم دا خبرې اوري: سترګې یې له چوپې بې‌باورۍ تنګېږي، چوپیا یې قصدي ده، د حکمت او صبر پر سپینه ږیره لاس کاږي. او په هماغه خاموشۍ کې، اورم چې وايي:

‎آه، د شګو او چوپتيا کنګل فکره تبلیغیانو
تاسو مې د «کابلي وال» د ساده کيسې مينه وال شوي ياست —
هغه د افغانستان یو سړې، چې د زړه پراخوالی يې تر پګړۍ لوی و،
چې پر پولو باندې نه د تسخير لپاره، بلکې د نښلولو لپاره واوښت
هغه په کڅوړه کې وچې مېوې لرلې، نه چې په ږیره کې وچې عقیدې
راته ووايئ — ايا هغه پڅېر خپلې لور ته ژاړئ؟
که يوازې هغه وخت ژړا درځي، چې څوک يوې نجلۍ ته لوستل ور وښيي؟

‎ايا پوهېږئ څنګه يې د یو ماشوم سره مينه کوله،
چې لا یې خپله د وینه نه وه
خو د زړه اړیکه یې ورسره لرله؟
یا ستاسو مينه يوازې د مرميو او د تکفيرونو فتواګانو ته ځانګړې شوې؟

‎تاسو ځان د دودونو ساتونکي بولئ،
خو ما د مهربانۍ، د يادونو او حسرتونو کيسې لیکلې،
تاسو يې [اوس] د باروتو او وېري په ژبه بيا ليکئ،
کشمشونه مو په قهر بدل کړي، بادامونه مو په هيرونه
زما «کابليوال» د يوې شيبې قهر لپاره بند ته لاړ،
تاسو خو قهر د اونۍ دریځ ګرځولی دی.
هغه له غرونو راغی چې وچې مېوې وپلوري،
تاسو د مدرسو هلکان رالېږئ چې وچ برخليکونه وپلوري.
که هغه ستاسې وعظونه اورېدلای، 
غوږونه به یې په خپلې پګړۍ پوښلي وای،
په پښتو به یې غلې غلې دعا وئیلای،
او د سولې او آرام لپاره به، 
بېرته زندان ته ستون شوې وای
نو مهرباني وکړئ —  که د «کابليوال» نوم اخلئ،
هغه په خپل ځان پورې مه تړئ
هغه يو انسان و، نه د خولې برغولې
‎د کابل او کلکتې تر منځ د اسانتيا دهلېز نه، بلکې د يادونو يو پُل غزېدلې دی —  هغه پُل چې د امير خان په څېر عادي انسانانو جوړ کړی، څوک چې د تاريخ بې غږه وزن په خپلو لاسونو کې وړي. په دې وختونو کې، چې سياست یادونه مسخ کوي او قدرت له سره د خواخوږي بدله مانا لیکي، ښايي د هند او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ریښتینې پل د ټاګور په همدې کیسه کې پروت وي — هغه کيسه چې لا هم د پولې دواړو غاړو ته په زوږ ده، او دا را په يادوي چې انسانيت د هر پاسپورت له پولو ډېر لېرې سفر کوي، او مينه، که حتی په جلاوطنۍ کې هم وي، بيا هم د خپلواک وطن بڼه لري.

‎نن چې د کنټرول نوي ساتونکي هڅه کوي خپل سياست د کلتور په مرسته زرپوښه کړي، راځئ چې په داسې «ښکلا» ونه غولېږو چې د ځواک په چوپړ کې کارول کیږي. هنر هېڅکله د ظلم د خوشبویه کولو لپاره نه و رامنځته شوی، او نه هم د استبداد د تېرو څنډو د نرمولو لپاره. د ټاګور «کابليوال» د تاوتريخوالي نقاب نه و، بلکې د انسانيت هنداره وه.

سرچینه: Scroll.in 
When a Taliban minister invokes Tagore’s ‘Kabuliwala’: An Afghan imagines the poet’s quiet response

لیکواله: په افغانستان کې زیږیدلې مسکا نجیب‌الله ٬ لیکواله او د بي‌بي‌سي پخوانۍ خبریاله ده. هغه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور ده.

ژباره: ایمل پېروز له ډهلي پوهنون او جامیه ملیه اسلامیه پوهنتون څخه په انګلیسي ادبیاتو او سیاسي علومو کې لسانس او ګتنبرګ پوهنتون څه په اجتماعی خدماتو او نړیوالو اړیکو کې ماسټري لوستې او دم کړۍ د سويډن هېواد په یوې دولتي اداره کې د ماموریت دنده پا غاړه لري. په ګڼو ژبو او له هغو څخه په پښتو او انګریزۍ لیکنې او ژباړې کوي.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *