فدرالیزم او افغانستان؛ نړیوال درسونه او ځایي واقعیتونه

0 16
افغان٬ افغاني او افغانستاني د تاریخ له نظره - 7

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی.

لیکوال: جاوید قایم


لومړۍ برخه؛ پېژندنه او د فدرالیزم تاریخي بنسټونه

پېژندنه
په ټوله نړۍ کې حکومتونه بېلابېلې بڼې لري: مرکزي، سلطنتي، نیمه سلطنتي، دیکتاتوري فدرالي او نور. په دې ټولو کې فدرالیزم هغه نظام دی چې تر ټولو ډېر بحث پرې کېږي. د فدرالیزم او مرکزي (یونیتري) نظام ترمنځ بحثونه په ځانګړي توګه تاوده وي. افغانستان چې په قومي توګه یو متنوع هېواد دی، هم له دغو بحثونو څخه مستثنی نه دی.
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د فدرالیزم مخینه، اصول او بېلابېل ډولونه وڅېړل شي. د بریالیو او ناکامو فدرالي دولتونو تجربې پرتله شي او په پای کې دا ارزونه وشي چې ایا فدرالیزم د افغانستان لپاره یو عملي ماډل کېدای شي او که نه؟

د فدرالیزم تعریف

فدرالیزم د واک وېشنې داسې یو نظام ته ویل کېږي چې واک په کې د حکومت په بېلابېلو سطحو کې وېشل شوی وي. په عمومي توګه د فدرالیزم بنسټیز اصول دا دي چې د واک توازن، د واک بېلتون او د هرې کچې د حکومتولۍ د خود مختارۍ تضمین شوی وي (Filippov, Ordeshook, & Shvetsova, 2004؛ Bulman-Pozen, 2012؛ Hueglin & Fenna, 2010). فدرالیزم یو بڼه یز (uniform) او نه بدلیدونکی (inflexible) ماډل نه دی، بلکې داسې یو انعطاف منونکی چوکاټ دی چې د هېوادونو له سیاسي شرایطو سره ځان عیاروي (Hueglin & Fenna, 2010).

له تاریخي پلوه، په اصل کې فدرالیزم د یوې ځانګړې جغرافیې د ننه د قومونو د یو ځای کولو پر ځای د دې لپاره جوړ شوی و چې خپلواک یا نیمه خپلواک سیاسي جوړښتونه لکه مستعمرې، ایالتونه او یا سلطنتونه تر یو ګډ سیاسي چوکاټ لاندې راټول کړي. په بل عبارت، فدرالیزم د برابرو شریکانو د یو ځای کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه رامنځ ته شو، نه دا چې په دولتونو کې د قومي وېش ستونزه حل کړي.

د فدرالیزم تاریخي تکامل

د شلمې پېړۍ هغه برخه  چې د «فدرالي انقلاب» په نامه یادېږي، د استعماري امپراتوریو له ړنګېدو او د ۱۹۴۵ کال وروسته د نویو خپلواکو هېوادونو له رامنځ ته کېدو سره پېل شوه (Hueglin & Fenna, 2010).

په دې تړاو، د ځینو پوهانو استدلال دا دی چې فدرالیزم په ځانګړي توګه یو امریکایي ابتکار دی. ځکه دا له بریتانیا د متحده ایالاتو له خپلواکۍ اخسیتلو وروسته، د دیارلسو مستعمرو د آزادو ساتلو لپاره یو عملي/پراګماتیک عمل و. د همدې استدلال له مخې، د امریکا د ۱۷۸۹ام کال اساسي قانون د معاصر فدرالیزم بنسټ ګڼل کېږي (Rosenthal & Joseph, 2017).

د دې برعکس، یوه ډله نور پوهان بیا فدرالي جوړښتونه له یوناني اتحادیو نیولې بیا تر منځنیو پېړیو د سویس او جرمني تر کنفدراسیونونو پورې ډېرو پخوانیو سرچینو ته ورګرځوي (Sturm, 2018؛ Hueglin & Fenna, 2010). 

پدې کې شک نشته  چې د امریکا آساسی قانون عصري فدراليزم ته وده ورکړه؛ خو د فدرالېزم ژورې ریښې د جلا ایالتونو یا سیمو ترمنځ د ګډې حکومتدارۍ په زړو دودونو کې پرتې دي.

فدرالي دولتونه ولې رامنځته شول؟

د فدرالي دولتونو رامنځته کېدل یوازې یو لامل نه درلود، بلکې د ګڼو لاملونو پایله وه.

ځینې لاملونه یې په لاندې ډول دي.

لومړی؛ ناوخته دولت جوړونه
ډېری فدراسیونونه په هغو هېوادونو کې رامنځ ته شول، چې په اوولسمې یا اتلسمې پېړۍ کې جوړ شوي وو او مرکزي واک په کې په تدریجي توګه وده وکړه. فدرالیزم په دغو هېوادونو کې د خپلواکۍ او یووالي ترمنځ یو منځنی حل وړاندې کړ.

دویم؛ استعماري میراث
د امریکا، کاناډا او استرالیا په څېر هېوادونو کې فدرالیزم د مستعمرو د یو ځای کولو لپاره چوکاټ برابر کړ. دې مستعمرو مخکې لدې نیمه خپلواکه حکومتولي درلوده.

درېیم؛ امنیتي اړتیاوې
فدراسیونونه په طبیعي ډول په هغو زړو مستعمرو کې رامنځته شول چې په یو وخت کی یې خپلواکۍ ترلاسه کړې وې. ځکه فدرالي جوړښت د ګډ دفاعي ځواک له لارې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا زیاتوله. فیدرالیزم ته د یوې داسې وسیلې په سترګه کتل کیدل چې د استعمار د بیا تکرار مخه و نیولای شي.‌ 

څلورم؛ اقتصادي اړتیاوې
فدرالي جوړښتونو د لویو ګډو بازارونو او ګډو مالي سیاستونو لپاره زمینه برابروله.

د فدرالیزم څخه مخکې،‌ تازه خپلواکو شویو دولتونو د خپلې ګډې ځواکمنتیا لپاره کنفدراسیونونه جوړول، خو دا کنفدراسیونونه کافي پیاوړي نه وو. بل لور ته، دولتونو نه غوښتل چې په خپله جغرافیه او  نفوس کنټرول له لاسه ورکړي. له همدې امله دغو دولتونو د فدرالیزم نظریه رامنځته کړه. په دې معنا چې فدرالیزم د مرکزي دولت او کنفدراسیون ترمنځ یو منځنۍ د حل لاره وي. (Hueglin & Fenna, 2010).

کنفدراسیونونه په عمومي توګه پر تړون ولاړ وي او ډېر کمزوري وي. په داسې حال کې چې فدراسیونونه پر اساسي قانون ولاړ وي، چې مرکزي او سیمه ‌ییز واکونه له یو بل سره تړي او ځینې مهال د بېلتون لپاره هم څرګندې مادې لري (Choudhry, 2008).

د فدرالیزم مقایسوی بېلګې

څرنګه چې مخکې وویل شول فیدرلیزم یو واحد جوړښت نه لري، هر هیواد یې د خپلې سیاسي جرافیې، تاریخ، او حکومتولۍ څرنګوالي په اساس تنظیموي.‌ لاندې یې څو بیلګې ذکر شوې دي.

امریکا

د امریکا متحده ایالات یو ولسمشریز فدرالي نظام لری. چې د پارلمان دواړه خونې یې (House of Representatives) او (Senate) په مستقیمه توګه د خلکو پر رایو ټاکل کېږي تر څو د ایالتونو او فدرالي ادارې ترمنځ د واک توازون وساتل شي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت د انقلاب له جګړې وروسته د دیارلسو خپلواکو مستعمرو د بقا لپاره جوړ شو.‌ 

کاناډا
په ورته وخت کې، د کاناډا حکومت یو پارلماني فدرالي نظام دی، چې ولسي جرګه (House of Commons) د خلکو پر رایو ټاکل کېږي؛ خو د سنا غړي بیا په انتصابي توګه ټاکل کېږي. د کاناډا فدرالي نظام د ولایتونو د یو ځای کولو په تېره بیا د کویبېک  (Quebec) د ځانګړې هویت د منلو او د امریکا د پراختیا د مخنیوي لپاره ډیزاین شو.

استرالیا
استرالیا هم پارلماني فدرالېزم لری چې بېلابېل استعماري ولایتونه یې د اقتصادي ودې او اداري مؤثریت لپاره یو ځای کړي دي. د استرالیا حکومت د برېتانیې د «ویسټ منېسټر» دود پر بنسټ داسې جوړ شوی، چې د استازو جرګه (House of Representatives) او سنا مجلس (Senate) یې د خلکو په رایو راځي، په دې بڼه د حکومتدارۍ کې د ایالتونو استازیتوب قوي وي. د یادونې وړ ده چې د انګلستان د  ویسټ‌ منسټر دود (Westminster Tradition) په اساس اجرایه قوه د مقننه قوې له وجود څخه جوړیږي.‌

جرمني

د جرمني هیواد هم یو پارلماني فدرالي نظام لري. خو له نورور هیوادونو یو څه ځانګړی دی.‌  بونډستاګ (Bundestag) فدرالي پارلمان دی‌ چې د خلکو له لوری ټاکل کېږي. خو بونډسرات (Bundesrat) بیا د ایالتونو یا (Landers) د حکومتونو له خوا ټاکل کیږي چې د مرکزی او ایالتي حکومتونو تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې رول لري. دې فدرالی نظام له څو پېړیو د وېشل شویو سیاسي جوړښتونو څخه د یوه تعاوني فدرالي نظام په توګه وده وکړه.

اروپایي اتحادیه
حتا ځینې پوهان د اروپايي ټولنې جوړښت ته د نوي او ابتکاري فدرالیزم په سترګه ګوري (Hueglin and Fenna 2010)  . اروپايي ټولنه د دې لپاره رامنځته شوه چې خپلواک دولتونه په داسې شکل سره یوځای کړي، چې د دوی ملي هویتونه وساتل شي. دا یو ځانګړی  او د دولتونو له کچې لوړ فدرالي نظام دی، چې اروپایي پارلمان پکې په مستقیم ډول ټاکل کېږي او شورا د غړو هېوادونو د حکومتونو استازیتوب کوي. 

د فدرالیزم ډولونه

فدرالیزم بېلابېل ډولونه لري. د دې نظام اصلي جوهر د واک وېش دی، چې د دوه یا زیاتو دولتي سطحو ترمنځ ترسره کېږي. دا وېش کېدای شي د جغرافیې، د دودپالو او رون اندو  مفکورو ترمنځ د سیالیو، د مالي اړتیاوو د برابرولو او یا هم د ایالتونو د تاریخي خپلواکۍ د ساتلولپاره رامنځته شي. دا ډول نظام په ځینو ځانګړو ځایونو او  شرایطو کې د ګډو یا (Hybrid) بڼو په توګه څرګندیږي. څېړونکي عموماً لاندې ډولونه یادوي:

  • دوه‌ګونی فدرالیزم (Dual Federalism): د حکومت هرې سطحې ته جلا او مشخص واکونه ورکول کېږي.
  • تعاوني فدرالیزم (Cooperative Federalism): دواړه سطحو ته ګډ واکونه ورکول کېږي، تر څو ستونزې په ګډه حل کړي.
  • تخلیقي فدرالیزم (Creative Federalism): فدرالي حکومت د فرعي یا محلي پروګرامونو مستقیم تمویل یا مدیریت پر غاړه اخلي.
  • مرکزي فدرالیزم (Unitary Federalism): هغه هېوادونه چې په نوم فدرالي دي؛ خو په عمل کې زیاتره د مرکزي دولت په څېر چلند کوي.

د دې بېلابېلو بڼو ترمنځ داسې ګډ یا (Hybrid) ډولونه هم شته چې د هر هېواد د ځانګړو اړتیاوو او تاریخ له مخې جوړ شوي دي.

په دې مقاله کې موږ د هر ډول فدرالیزم په اړه په جزیاتو بحث نه کوو. پر ځای به یې زموږ تمرکز د فدرالیزم په څو بریالیو او ناکامو بېلګو او د هغوی د حکومتدارۍ په بڼو وي، څو لوستونکي وکولای شي په عملي توګه د فدرالي نظامونو د کار څرنګوالی درک کړي او پوه شي چې ولې دا ادعا د افغانستان لپاره مناسبه یا نامناسبه ده.

د دې لړۍ په دویمه برخه کې به د فدرالیزم د بریالیو او ناکامو بېلګو په اړه څېړنه وکړو. او همدارنګه د بېلابېلو هېوادونو د مرکزي او ولایتي دولتونو ترمنځ د واک وېش او حکومتولي به هم تر بحث لاندې ونیسو. په دریمه برخه کې به یې د افغانستان لپاره په تطبیق او یا نه تطبیق او په مهمو تجروبو او زده کړو باندې رڼا واچوو.‌‌ 

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی. ښاغلی قایم اوسمهال د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون (ASU) کې د عامه چارو په پوهنځي کې استاد دی. دا لیکنه په Gioafghanica کی نشر شوی. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *