د کنړ زلزله او همدلي: د خلکو بې وسي او د ولس میړانه

One fhe sites of earthquake in eastern Kunar province.
د عبدالستار نیازی د سترګو لیدلی حال
زیږ کونړ د خاورو لاندې
په ختیځ افغانستان کې څو ورځې وړاندې یوه سختې زلزلې ګڼې سیمې ویجاړې کړې او سلګونه کورنۍ یې د خاورو لاندې کړې. په دې درنو حالاتو کې، ټولنیز فعال او سوداګر عبدالستار نیازی د خپلو ملګرو سره یو ځای د مزار درې سیمې ته ولاړ څو له نږدې د زلزلې ناورین وویني او د خلکو غم او ستونزې درک کړي.
لنډه دا چې هلته مې د قیامت ورځ لیدلې وه. د یوه پلار ټوله کورنۍ، د یو زوی مور او پلار او وروڼه، د یوې خور ټول خپلوان – هر څه د خاورو لاندې وو. د ژوندي پاتې شویو سترګې وچې وې، د اوښکو چینې یې وچه شوې وې، ځکه چې د کور، مال او اولاد ټول یې په تیږو او خاورو کې ښخ وو. نه څوک و چې مړي راوباسي او نه څوک و چې ښخ یې کړي.
د خلکو بې وسي زړه راخوړونکی وه. یو ملګری مې، ملک نذیر، خپله مرسته په لاس کې راکړه او ویې ویل: “زه به یې په څرخي دروازه کې درولېږم چې زر ورسیږي.” داسې هم وشول، او موږ له مرستندویانو سره یو ځای شو.
خو سیمې ته د رسیدو لپاره سړک نه و، لارې خرابې وې، او موږ په ساعتونو پلي روان وو. کله چې ورسیدو، داسې صحنه مو ولیده چې د انسان زغم نه دی. ماشومان، سپین ږیري، ځوانان او حتی څاروي ټول خاورو لاندې شوي وو. دا خلک لا د روغتون او کلینیک له نعمتونو محروم وو او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې نه وې پوره.
سره له دې، د خلکو مېړانه او همدلي زړه ته ډاډ ورکولو. د جلال اباد، لغمان او کونړ ځوانان چې مالي توان یې نه درلود، له کولنګ او تسکورو سره راغلي وو او د قربانیانو په راایستلو بوخت وو. دا خپله لویه قرباني وه.
مصیبتونه د رب له لوري وي، خو د خلکو همدلي، د مرستو منظمول او د ولس راټولول هغه څه دي چې د درد وزن سپکوي. همدارنګه، نړیوال شخصیتونه لکه راشد خان او محمد نبي، سوداګر او د بهر مېشتو ټولنو فرهنګي فعالان هم په مرستو کې شریکه شول او افغانان یې دې کار ته وهڅول.
اوس د اړتیا وړ ده چې د سیمې د خلکو لپاره بنسټیز ګامونه پورته شي: لارې وغځېږي، پاخه کورونه ورغول شي، او د ښوونځیو او کلینیکونو ستونزې حل شي، څو راتلونکې زلزلې یې د ژوند دومره نه ځپي.
عبدالستار نیازی
ټولنیز فعال او سوداګر