د اوسني شدیدو او طوفاني سیلابونو د لاملونو تحلیلي سپړنه

لیکوال او څیړونکی : انجنیر محمد امین ظریف لیکوال او سیاسي تحلیلګر ، په کانادا کې د ستراتیژوکو مطالعات د منځي بنسټګر غړی .
امین ظریف
له کلاسیکو نظرونو تر کیهاني (سیاروي) فرضیو پورې
له قران کریم څخه څرګندیږي چې د طبیعي پېښو اصلي سرچینه آسمانونه دي او ځمکه یوازې د هغو تاثیرات او نتایج تجربه کوي. د قرآن عظیم الشان په ګڼو مبارکو آیتونو کې الله تعالی تل لومړی د آسمانونو یادونه کړې او بیا یې د ځمکې ذکر کړی، لکه: «رب السموات والارض». یعنې خدای تعالی د آسمانونو او ځمکې رب دی. په هېڅ ځای کې ځمکه د آسمان نه مخکې نه ده ذکر شوې. دا ترتیب یوازې د ژبني لحاظ اهمیت نه لري، بلکې د پېښو د علت او معلول په تړاو یو عمیق او بنسټیز علمي مفهوم څرګندوي.
په همدې رڼا کې موږ پوهېږو چې ټولې طبیعي پېښې، له هوايي طوفانونو او فلکي فشارونو نیولې، تر شدیدو سیلابونو پورې، تر ډېره د آسمانونو له تعاملاتو سره مستقیم تړاو لري. یعنې لومړی پېښې په اسمان کې منځته راځي ـ لکه د ستورو وضعي حرکتونه، د سپوږمۍ د جزر او مد کشش، د لمر وړانګې او لمریز طوفانونه، او د فضایي برېښنایي انرژۍ بدلونونه ـ او بیا د ځمکې په سطحه خپل اغېز ښکاره کوي.
د مینګورې د شدیدو سیلابونو پېښې ښيي چې د ستورو وضعي حرکتونه او د سپوږمۍ کشش ځواک د ځمکې په ځینو برخو کې د فشار توپیرونه رامنځته کوي، چې له امله یې د اوبو سطحه ناڅاپه لوړېږي او شدید طوفانونه منځته راځي. همدغه حقیقت د قرآن کریم د آیتونو له الهامي ترتیب سره په بشپړ ډول همغږي لري، چې د آسمانونو لومړیتوب او د ځمکې ثانویت د طبیعي پېښو په تحلیل کې یو منطقي او علمي بنسټ وړاندې کوي.
زموږ د پیښور د مینګورې اوسني شدید او طوفاني سیلابونه د خلکو او چاپېریال لپاره ستره تباهي رامنځته کړه. خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې دا سیلابونه دومره تېز او بېساري شدید وو؟ ځکه چې د همدې جغرافیې په سیمه کې له کلونو کلونو راهیسې سخت بارانونه شوي او سیلابونه راغلي، خو دومره تباه کوونکي نه وو.
د الهي قانون یو علمي راز دی چې انسانانو تر اوسه ورته پوره لاسرسی نه دی موندلی. په تاریخ کې د هر عصر او زمان خلکو خپلې څېړنې کړي، نظریې یې وړاندې کړې او علمي کارونه یې ترسره کړي دي. د اوږدې مودې لپاره ډېری خلک په دې اند وو چې د غرونو د ځنګلونو پرې کېدل د شدیدو سیلابونو اساسي لامل ګرځي، خو اوس د طبیعي علومو د پرمختګ په رڼا کې څرګندیږي چې دا نظر یوازې محدود توجیه وړاندې کوي، نه بشپړ حقیقت.
یو بله پخوانۍ نظریه دا وه چې د سمندرونو ژورې زلزلې د سونامي او بحري طوفانونو اصلي لامل دي. خو د فزیکي څېړنو له مخې دا نظر مطلق علمي بنسټ نه لري. د سمندر د اوبو ستر حرکتونه تر ډېره د سپوږمۍ د جزر او مد له ځواک سره تړاو لري. کله چې سپوږمۍ ځمکې ته نږدې شي، د اوبو سطحه لوړېږي چې (مد) ورته ویل کېږي، او کله چې لرې شي، د اوبو سطحه ټیټېږي چې (جزر) ورته ویل کېږي.
دا علمي حقیقتونه شاوخوا سل کاله مخکې لا د انسان له نظره پټ وو، خو نن یې ساینس په بشپړه توګه تایید کړی دی.
د مینګورې او ورته نورو شدیدو سیلابونو د تشریح لپاره یو نوی فکر وړاندې شوی دی، او هغه دا چې کله څو ستوري د خپل وضعي حرکت له مخې په یو خط کې سره موازي شي، نو په ځینو سیمو کې د فضایي لوړ فشارونو د تولید سبب کېږي. کله ناکله دغه لوړ فشارونه پر هغو ورېځو اغېزه کوي چې له اوبو ډکې وي. ورېځې د اسفنج په څېر ځانګړتیا لري؛ یعنې تر څو اوبه په ځان کې ساتلی شي، خو کله چې د ستورو د فشار له قوو سره مخ شي، په ناڅاپي ډول شلېږي او خپلې ټولې اوبه خوشې کوي. د همدې پدیدې له امله کله ناکله په یوې ځانګړې دره یا شېله کې ناڅاپه دومره ډېرې اوبه راځي چې د تباهۍ کچه یې د تصور نه لوړه وي.
بله مهمه موضوع دا ده چې غرونه د طبیعت د ځانګړي قانون له مخې د ورېځو د جاذبې ځانګړتیا لري. ورېځې اکثره د غرونو پر سر راټولېږي، ځکه غرونه د هغوی د جذب وړتیا لري. کله چې ستوري په موازي خط کې سره واقع شي، د فشار قوه د ځمکې په ځانګړو برخو کې ډېره شدید اغېز ښندي. کله ناکله دا فشار دومره قوي وي چې د سیلابونو پر مهال د تیږو او لویو ګټو حرکت هم د بال یا توپ په شان په اوبو کې ښکاره شي. په همدې اساس عام خلک ورته د «تیږو سیلاب» وایي. خو د دې تر شا ریښتینی علت د ستورو د فشار قوه ده، چې د طبیعت د پټو میکانیزمونو یوه بېلګه ده.
همدارنګه د ستورو د وصل په نقطه کې شدیده الکترومقناطیسي برېښنا هم رامنځته کېږي، چې د تندرو، برېښناو او د الماسو په څېر دتېزو تندرونو لامل کېږي. له بده مرغه، دغه پېښې د مالي او انساني تلفاتو ستر لامل ګرځي. دا ټول بدلونونه په ډېره کمه موده کې واقع کېږي، داسې وخت کې چې د انسان د تصور نه بهر وي. په څو دقیقو کې دومره لویه تباهي منځته راځي چې د کلونو هڅې له منځه وړي.
همدارنګه، د معاصر ساینس څېړنې ښيي چې ګلوبل وارمېنګ او د اقلیم بدلونونه د بارانونو شدت او د سیلابونو دوام نور هم زیاتوي. د ځمکې د تودوخې زیاتوالی، د یخچالونو وېلې کېدل، د بحرونو د سطحې لوړوالی، او د هوا د رطوبت زیاتوالی د طبیعي سیلابونو شدت او تېزوالي لا پسې زیاتوي. کله چې دا اقلیمي بدلونونه د ستورو د موازي کرښې فشار او د سپوږمۍ د کشش ځواک سره یو ځای شي، د ناڅاپي اورښت او طوفانونو شدت تر ټولو زیاتې کچې ته رسیږي.
د لمر فعالیت هم د دې پېښو په پیچلتیا کې مهم رول لري. د لمر د داغونو او لمریز طوفانونو زیاتوالی د ځمکې د مقناطیسي ډګر او د هوا پر فشار اغېزه کوي، چې په ځینو وختونو کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو لامل ګرځي. په همدې توګه د فضا او هوا برېښنایي څپې، د جوي فشار توپیرونه، او د اقلیمي بدلونونو متقابل تعامل د طبیعت پېښې د انسان له تصور نه بهر شدیدوي.
په پای کې، د قرآن کریم لارښوونې د آسمانونو لومړیتوب ته په کتو، د طبیعي پېښو د علت او معلول دقیق علمي تحلیل سره بشپړ همغږي لري. د دیني لارښوونو او علمي څېړنو ګډ فهم انسان ته اجازه ورکوي چې د طبیعت پېښې په ژوره توګه وڅېړي، خپل ژوند خوندي کړي، چاپېریال وساتي، او د اقلیمي او فلکي فشارونو په وړاندې تدابیر غوره کړي.
د الهي قوانینو په رڼا کې، د طبیعت هره پېښه د پوهې او علم نوې دروازې پرانیزي او انسان ته دا پیغام رسوي چې کاینات د دقیقې همغږۍ، حکمت او تنظیم په اساس روان دي.
لیکوال او څیړونکی : انجنیر محمد امین ظریف لیکوال او سیاسي تحلیلګر ، په کانادا کې د ستراتیژوکو مطالعات د منځي بنسټګر غړی .
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.