د ویانا افغان دیاسپورا د ۱۰۶مې د خپلواکۍ کلیزه ونمانځله

The Afghan diaspora in Vienna marked the 106th anniversary of Afghanistan’s Independence Day, with the event moderated by Zarif Safi (pictured). Photo: @Ali Ahmad for ADN.
ADN
د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۲۳مه نېټه، د افغانانو د بېلابېلو دیاسپورا ټولنو لخوا په ویانا کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځنې په موخه یوه غونډه ترسره کړه. دغه غونډه دویانا په یوویشتمې ناحیې په یوه تالار کې جوړه شوې وه، چېرې چې د افغان دیاسپورا یوه ډله راټوله شوې وه څو د خپلواکۍ مانا، د امان الله خان میراث او د افغانستان د ریښتینې حاکمیت د ترلاسه کولو نننۍ ننګونې وڅېړي.
چاپېریال ساده خو سمبولیک و. کوټه د درې رنګه افغان بیرغ په رنګونو ښکلې شوې وه او په پروګرام کې د خپلواکۍ مشاعره .هم وه
سره له دې چې غونډه مهمه وه، ګډونوال نسبتا لږ وو. په ځانګړي ډول یوازې دوه میرمنې په غونډه کې ګډون کړی و، چې په نشت حساب و . چې ځینو کډونوالو لپاره دا د اندیښنې وړ وه
د امان الله خان یادونه
غونډه د امان الله خان د میراث په اړه د یوې لنډې وینا سره پیل شوه. ګډونوالو د هغه د اصلاحاتو او عصري کولو هیلې، د راولپنډۍ تړون له لارې د افغانستان د خپلواکۍ د رسمیت پېژندنې هڅې، او د افغانانو په ملي حافظه کې د هغه پاتې ځای یاد کړ. په عین حال کې، هغوی هغه ستونزې هم ومنلې چې امان الله یې د داخلي او خارجي فشارونو له امله د خپل لید د پلي کولو پر مهال ورسره مخامخ شو.
له دې وروسته، د افغان ولس کلتوري او ورزشي ټولنې مشر فضل رحمان یو انتقادي نظر وړاندې کړ. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان یوازې نیمګړې خپلواکي ترلاسه کړې وه. د ده په وینا، امان الله خان یوازې سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، خو د بشپړې ځمکنۍ بشپړتیا او واقعي حاکمیت هیلې پوره نه شوې.
رحمان، لومړی د دغې مهمې تاریخي پېښې پر نمانځلو او درناوي ټینګار وکړ او یاده یې کړه چې امان الله د هېواد د تاریخ په پاڼو کې د یو ستر ملي فکر خاوند، تجدد غوښتونکی او اصلا ح طلب شخصیت په توګه تل ثبت دی. هغه د پېشې په باب انتقادی دريځ هم ونیو او په وینا یې افغانستان د سیاسي پلوه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه، خو د ځمکنۍ بشپړتیا ارمانونه لاهم ناتمام پاتې شول. هغه د دیورنډ کرښې موضوع ځانګړې بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې د راولپنډۍ تړون له امله د پښتنو او بلوڅو ځمکې د افغانستان خلکوله غوښتنو بهر پاتې شوې.
رحمان په ټینګار وویل چې افغانستان هېڅکله د انګریزانو په څېر د لوی زبر ځواک تر بشپړ تسلط لاندې نه و، لکه څنګه چې هند دې د غه امپراتورۍ برخه وه. د هغه په خبره پاچاهي د افغانانو خپله پرېکړه وه، خو جیوپوليټیکي جوړجاړي یې حاکمیت محدود کړی و
د خپلواکۍ پراخ مانا
د غونډې پر مهال، کوربه ظریف صافي ګډونوالو ته وویل چې خپلواکي یوازې په سیاسي بڼه نه ده. هغه استدلال وکړ چې ریښتینی حاکمیت یوازې د بهرني نفوذ د نشتوالي په مانا نه دی.
صافي وویل: «خپلواکي ډالۍ نه ده چې ترلاسه شي»، بلکې فرهنګي ساتنه، تعلیمي پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینه هم غواړي. د ده په وینا، پرته له دې عناصرو، سیاسي خپلواکي نیمګړې پاتې کېږي.
ځینو ګډونوالو د امان الله خان سقوط یاد کړ او ویې ویل چې د ده د ناکامۍ یوه برخه د مذهبي عالمانو مخالفت و. ځینو وویل چې د بهرنیو قدرتونو پلویانو دینی عالمانو خلکو ته لمسه ورکړه او ګډوډي یې رامنځته کړه، چې د اصلاحاتو هڅې یې شنډې کړې. د دوې په اند، دا یوه بېلګه ده چې څنګه بهرنی نفوذ او داخلي کډوډي د افغانستان د خپلواکۍ پروسه تل زیانمنوي – یو ډول تکرارېدونکی تاریخ.
د افغان دیاسپورا ننګونې
د غونډې ځینو ګډونوالو دا پوښتنه وه چې ولې د داسې یوې مهمې ورځې د لمانځلو لپاره په ویانا کې یوازې لږ خلک راغلل. په ځانګړي ډول د ښځو نشتوالی (یوازې دوه ګډونوالې) د اندېښنې وړ وه ځینو دا موضوع فرهنګي عوامل وبلله، خو نورو وویل چې دا د افغان دیاسپورا په ټولنو کې د شمولیت د نشتوالي برخه ده.
ګډونوالو د افغانستان د تېرې خپلواکۍ مبارزې د معاصرې جګړې سره وتړلې، لکه د شوروي یرغل او د ۲۰۰۱ وروسته د امریکا په مشرۍ مداخله. د هغوی په اند، د خپلواکۍ ورځ یوازې د تاریخ د لمانځلو ورځ نه ده، بلکې د اوسني وخت د ریښتینې حاکمیت د ترلاسه کولو د ناتمامې هڅې یوه یادونه هم ده.
په ټوله کې، دغه غونډه په بهر کې د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځلو له دوه اړخیزو احساساتو ډکه وه. له یوې خوا د افغانستان پر نه استعمار کېدو ویاړ او د امان الله خان د رول ستاینه موجوده وه، خو له بلې خوا د نیمګړو هيلو او تکراري بهرني لاسوهنو انتقاد هم موجود و.
یو عادي سالون ، لږ ګډونوال او د ښځو کمزوري استازیتوب دا وښودله چې د افغان دیاسپورا ټولنې د بسیج کولو له ستونزو سره مخ دي. خو په عین حال کې، خبرې اترې د افغانستان د تاریخ او راتلونکې په اړه ژوره علاقه څرګنده کړه.
د ویانا د افغان ټولنې لپاره، د خپلواکۍ ورځ یوازې یوه تشریفاتي ورځ نه وه، بلکې د انتقادي تامل شېبه وه.
خپلواکي یوازې په اعلانولو نه ترلاسه کېږي، بلکې باید تل وساتل شي، پراخه شي او له سره تعریف شي.